دمحمد نسیم ستانکزی ويبلاګ ته ښه راغلاست
 غزل

غزل

خصلت د پسرلي دی چې ګلان په غوړیدو شی

دغرونو اوچمن هر رنګ ګلان په غوړیدو شی

 

د هر یوه ښکلا او عطر بیل خوند او مزه کړي

لوګر کې د سنځلې چې ګلان په غوړیدو شی

 

راټول شي شاعران په دې پلمه غزلي وايي

لوګر کې د سنځلې چې ګلان په غوړیدو شی

 

د عطرو او ښکلا يي انګازې خورې ورې شي

لوګر کې د سنځلې چې ګلان په غوړیدو شی

 

سړک پرې د کابل ګردیز ښایسته شي

لوګر کې د سنځلې چې ګلان په غوړیدو شی

 

نسیم ستانکزی هم ورته خوشحاله په مسکا شي

لوګر کې د سنځلې چې ګلان په غوړیدو شی

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2013/11/6  |
 د لوګرپه پوهنيز نظام کې د مفسدو چارواکو لاسوهنه

Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4 /* /*]]>*/

په دې وروستيو كې له كله چې د لوګر ولايت د پوهنې رياست څوكې يو اهل، دندې ته ژمن، په كار پوه او يو ريښتينى شخصيت ته سپارل شوې او لا تر اوسه د سرپرست په توګه كار كوي،په لوګر ولايت كې د پوهنې له نظام سره د دولتي چارواكو له خوا دښمني پيل شوي چې زما په اند ددغې دښمنۍ پايلي به ډيري ناوړه او نه جبرانيدونكي وي. لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ كې مي د پوهنې په برخه كې ګڼې ستونزې ترسترګو شوي چې يوه هم همدا ستره ستونزه وه چې په ليدو او اوريدو سره يي هك حيران شوم، زه هم له كوم ځنډ پرته د لوګر د پوهنې رياست ته ولاړم له بيلابيلو كسانو سره مې خبرې وكړي، چا راته يوڅه او چا راته بل څه ويل خو ډيرو ريښتيا هم پړه پر چارواكو ور اچوله او ويل يي چې ډير چارواكې مو په فساد كې ښكيل دي د بډو په اخيستو عادت شوي او اوس نه شي زغملي چې څوك ددوي ددغو ناوړه كړنو مخه ونيسي، له ډيرو خبرو اوريدو وروسته د پوهنې رياست له نوي سرپرست انجنير محمداكبر ستانكزى سره مخ شوم او تر جوړ پخير وروسته مې ورسره په يادو ستونزو خبرې پيل كړي. نوموړي په خپلو خبرو كې وويل چې لوګر كې د پوهنې په برخه كې شته ستونزې د وسله والو طالبانو له خوا نه بلكي په فساد د ككړو دولتي چارواكو له خوا جوړي شوي او لا هم ورته لمن وهل كيږي. هغه وويل يوشمير دولتي چارواكې چې له پخوانى والي اقبال عزيزى نيولې ان تر ولسوالانواو د ښوونځيو تر يوشمير په فساد ككړو مديرانو له خوا ورته مستقيم او غير مستقيم مزاحمتونه كيږي او نه پريږدي چې په لوګر كې دي اهل او ريښتينې كس كار وكړي، لكه څنګه چې پخوا د پوهنې په برخه كې ګڼو ستونزو شتون درلود اوس هم شته خو د له منځه وړلو لپاره يي په ډيرې چټكۍ سره كار روان دي او هيچا ته به اجازه ورنكړل شي ترڅو د پوهنې برخه چې د هرې ټولنې د بريا او سوكالۍ برخه ده په يو ډول نه په يو ډول له ستونزو سره مخ كړي او لوګريان د ناپوهۍ تورو تيارو ته كينوي چې بيا به يي كار ټولنې او هيواد ته له زيان رسولو پرته بل څه نه وي. ستانكزى په خپلو خبرو كې وويل چې پخوا له ښوونځيو سره د بيسكټو او غوړيو مرستې كيدي او ترڅنګ مو داسې ښوونكي درلودل چې په نشتون كې يي تنخواګانۍ يا معاشونه راتلل او له ولسوالانو نيولي بيا د ښوونځيو تريو شمير مديرانو پوري ټولو په خپل منځ كې سره په يوه خوله ويشلي او نور څوك تري خبر نه وو چې ايا په ښوونځيو كې ښوونكي پوره دي كه نه؟ نوموړي وايي چې ددغې سپيڅلې دندې له سپارلو وروسته يي لومړى ګام همدا وو چې د غير حاضرو ښوونكو تنخواګانۍ بندي كړي او ترڅنګ يي په يوشمير ښوونځيو كې د  پوهنې د نظام د سمون لپاره ادلون بدلون رامنځته كړي چې همدا لامل شوي ترڅو له پخوانى والي اقبال عزيزى نيولې، ولايتي شورا غړو او د ښوونځيو تر مديرانو پوري ټولو يي پر وړاندي په مخالفتونو لاس پورې كړي او له هرې لارې يي چې وس رسيږي خپلي هڅي كوي. هغه وويل چې اوس مو په يادو كسانو دغه مړې بنده كړي او نه پريږدم چې د پوهنې حق په ناقانونه توګه د هرچا جيب ته ولويږي نو ځكه يوشمير ستونزې شته چې تل مو د كارونو پر وړاندي خنډونه رامنځته كوي، چې ښه بيلګه يي د محمداغې ولسوالۍ د ولسوال الحاج عبدالحميد حامد مركې او ناسم تبليغات دي چې په هره رسنې كې يي همدا يوه خبره پر ژبه جاري وي چې په ښوونځيو كې زده كوونكو ته ناسم ذهنيتونه وركول كيږي داسې او هاسې كيږي. چې د دا ډول تبليغاتو دوام به كيدايشي په لوګر ولايت كې د پوهنې په برخه كې نورې ستونزې هم وزيږوي، ځكه د نوموړي ولايت د پوهنې سرپرست په فساد د ككړو چارواكو ناسمې كړنې او غوښتنليكونه نه دي منلي او همدارنګه يي د هغو جيبونو ته ديوشمير مرستو د ورتلو لاره هم تړلې نو ځكه ټول سره يو موټى شوي او غواړي له هرې لارې چې وي د لوګر د پوهنې نوى سرپرست له دندې ګوښه او ددغې څوكۍ واك داسې يو په فساد ككړ او بډې اخيستونكي كس ته وسپارې چې د تير په شان يي يوځل بيا د پوهنې په مرستو جيبونه ډك او ډول ډول مرستې يي خپلو كورونو ته يوسي. زه هم له دي امله اړ شوم ترڅو په دي اړه سم معلومات ترلاسه او له اصلي خبرې ځان خبر كړم چې په رسينو كې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د ولسوال الحاج عبدالحميد حامد څرګندونو ډير خواشينې كړم هغه څوك چې د يو كال مخكې د فساد او خيانت يوه كچنۍ بيلګه به يي درته ووايم هغه دا چې ددغې ولسوالۍ له اداري مرستيال او نورو معامله كوونكو سره په ګډه يي د يو ښوونيز كورس له زده كوونكو سره ۴۰ پاېې مرسته شوي لپ ټاپ كمپيوټرونه په خپلو منځونو كې وويشل او خپل زامن او نور نږدي خپلوان يي ورباندي خوشحاله كړل، خبره معلومه ده چې ددوې دا تبليغات او مخالفتونه د څه له امله دي؟ ولئ يي كوي؟ او ګټه يي څه ده؟ هغه پوښتنې دي چې دوې تر بل هرچا ورباندي ښه پوهيږي. په پاي كې د يو مظلوم او په پوهنې او علم د مين انسان په توګه له ټولو چارواكو څخه غوښتنه كوم چې د خداى لپاره بس كړي دا ظلم نور پريږدي چې ددې ولس بچيان هم د پوهې په رڼا سمبال شي او په راتلونكي كې هيواد ته د خدمت جوګه شي نه دا چې راتلونكي كې هم د ټولنې او هم د هيواد لپاره ستر ګواښ شي، که چېرې له خپلو دغو کارونو لاس په سر نه شي، نو موږ اړباسي چې د اسنادو په شتون سره د دوی دا دوه مخيتوب او خیانت رسوا کړو. د پوهې په رڼا د یو سمبال او روڼ اندي لوګري ولس په هيله.

 

غلام محمد ستړی

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2013/4/29  |
 د لوګر پوهنې رياست او د شمال ټلوالې ناسمه سيالي
Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4 /* /*]]>*/

لوګر چې په تيرو يولسو كلونو كې د هر ډول ناخوالو او بدمرغيو شاهد وو، او لا هم ددغه اور په لمبو كې سوځي، او هر څوك چې ورته راځي نو د خپلو جيبونو په ډكولو او د نورو ستونزو تر زيږولو وروسته بيرته ورڅخه ځي. خو په دي منځ كې ډير كم شمير په هيواد، ولس او وجدان مين انسانان هم شته چې نه غواړي په دغه ولايت كې د فساد او نورو داسې كړنو چې زيان يي لومړى ولس او بيا دولت ته رسيږي شتون ولري، چې له دې ډلې يو هم د لوګر ولايت د پوهنې رياست مشر انجنير محمداكبر ستانكزى يادولي شم، په لوګر كې د ګڼو چارواكو دناسمو كړنو او په فساد كې د لاس لرلو په اړه ګڼ شمير ليكوالانو ليكنې وكړې، د مطبوعاتو د كورنۍ غړو انځوريز او غږيز راپورونه ورباندي جوړ كړل خو خداى شته چې چا ورباند غوږ هم ونه ګراوه، همداسې يي د لوګر د پوهنې رياست په اوسنى مشر انجنير محمد اكبر ستانكزى پسې ناسم او داسې راپورنه خپاره كړل چې پايله به يي نه يوازي زده كوونكو بلكي په لوګر كې به د پوهنې په نظام د زهرو په شان بده اغيزه وكړي، چې جبران كول به يي بيا لويه ستونزه وي، همدغو انديښنو او سوچونو پسې اخيستې وم مجبور شوم چې لاړشم لوګر ولايت ته او دغه حالت له نږدي وڅارم، له څو تنو ښوونكو او زده كوونكو سره مې خبرې وكړي خو هيچا راته دا خبرې سمي ونه بللي ټولو ويل دا هسې يو پروپاګند او له حقيقت څخه لري خبره ده، خداى شته ډير خواشينې شوم چې دا كار څوك او د څه لپاره يي كوي؟ بلاخره مې د محمداغې ولسوالۍ په يو ښوونځى كې يو تن ښوونكي پيدا كړ او هغه راته داسې وويل چې دا كار د يوې مافيايي ډلې چې په شمالي ټلوالې پوري تړلي، هغوي نه غواړي چې د لوګر د پوهنې په برخه كې يو سم او بډې نه اخيستونكې كس شتون ولري، ځكه په وينا يي د لوګر ولايت د پوهنې رياست د نوي مشر له ټاكل كيدو مخكې دوې د پوهنې په برخه كې كوم نا قانونه كار چې ووايي كاوه يي او هيچا هم تري پوښتنه نه كوله، اوس چې انجنير محمد اكبر ستانكزى د لوګر د پوهنې د مشر په توګه ټاكل شوي، له دي امله چې يو ريښتينى، پاك او ايمانداره په كار پوه شخصيت دي او د پوهنې په برخه كې يي په قانوني اصلاحاتو لاس پوري كړي نو ګڼ شمير رقيبان يا سيالان يي نه غواړى چې داسې وشي ځكه دوې بيا نشي كولاي چې نا قانونه كارونه وكړي چې كيدايشي تاسو ته هم پوښتنه پيداشي چې دا ډله څوك او ولئ داسې كوي؟ په دې كار كې د پوهنې رياست پخواني كاركوونكي او د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې مدير او يوشمير نور امرين چې خوله يي خوږه اموخته شوي او اوس ورته سپوره مړۍ خوند نه وركوي ښكيل دي، د لوګر ولايت د پوهنې نوي رييس اوس مهال د يوشمير داسې نا قانونه كړنو مخه نيولې چې هم يي ټولنې او هم هيواد ته تري زيان رسيده، نو سيالان يي رنګا رنګ تورونه پوري كوي او ناحقه تبليغات يي پيل كړي ترڅو د پوهنې رييس ګوښه او پرځاي يي د ځان په شان خاين كينوي او ورسره ددوې هم غوا لنګه شي نور يي ددوې پر بلا چې ولس باندي څه كيږي، د هيواد بچى څنګه روزل كيږي، دوې خو بس په هغو زرګونه افغانيو پسې خپه دي چې پخوا به يي د حق الزحمې او په نورو پلمو او بهانو اخيستې او خپلو جيبونو ته به يي اچولي، او ددې ترڅنګ هركال لسګونه كسانو ته جعلي شهادت پاڼۍ جوړوي او پيسې تري اخلي، ياد ښوونكي همدارنګه ورته لسګونه نورو ستونزو ته هم اشاره وكړه او وويل چې ټوله ستونزه د پوهنې رياست د نوي مشر په پوره ايماندارۍ او ريښتونولۍ سره كار كولو جوړه كړي، خداي مه كړه كه ستانكزى صاحب هم په فساد كې ډوب واي او هرچاته يي هرډول يي چې خوښه واي كارونه ترسره كولاي نو د لوګر د پوهنې په برخه كې به هيڅ ستونزه هم نه وه، اوس چې دا نانندرۍ پيل شوي يوازينى لامل يي د ټلوالې څو تنه لوټماران او په فساد ككړ كسان دي، چې غواړي له حقيقت څخه لري تورونو په لګولو او ناسمو تبليغاتو په كولو سره د لوګر د پوهنې په نظام كې بيا ګډوډي جوړه او خپل ځان ډير ښه او صداقت كاره معرفي كړي.

خدای دې هغه ورځ راولي، چې د فساد او فسادګرو لمن ټوله او رښتيني ولسپاله انسانان د چارو واګې په لاس کې واخلي.

 

ستاسې ورور

محمدنسيم ستانکزی

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2013/4/29  |
 فريده هوډ سيفي

فريده هوډ سيفي د استاد ميرافغان كامه وال لور ده هغه په 1348 هـ ل كال په مني د كابل په ښار كې زېږيدلې ده، خپلې زده كړې يې هم د كابل په ښار كې تر سره كړي دي. په كال 1370 كې د كابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغه شوه. د اتو كالو راپديخوا د پېښور په ښار كې اوسيږي. په پېښور كې يې په بيلابيلو روغتيايي مركزونو كې د ډاكټرۍ دندې تر سره كړي دي او اوس د بي بي سي په تعليمي پروژو كې د روغتيايي پروګرامونو پروډيوسره او د ابن سينا د روغتيايي چارو كاركونكې ده

 

د شعر بېلګي ئې :

 

زما كابله

 فريده هوډ

 په ناآشنا كوڅو كې

 په دې پردو لارو كې

 زه هر قدم چې ږدمه

 ستا د ديدن په تمه

 د اور لمبې، د غم شوګير تيروم

 يو ستا يادونه زړه ته

 داسې تسل راكوي

 چې به مې غيږ كې يو وار بيا ونيسي

 بيا به ستا پلونه ښكل كړم

 په يوه زړه به دواړه

 خوږې د مينې ترانې ووايو

 22 – 4-96 پيښور

 

 ميرمن هوډ

 تــه !

 لكه دنيا د مينې

 لكه خندا د هيلې

 لكه يو ګل د بوټي

 ستا په خندا، خندا كې

 د وخت خندا وينمه

 هيله ښكلا وينمه

 ريښتيا، ريښتيا وينمه

 2-1-97 پيښور

 

 ستا سترګې

 ډاكټره فريده هوډ سيفي

 نه پوهيږم څه دي ستا په سترګو كې

 وايمه چې ښه دي ستا په سترګو كې

 وخت راته غوټۍ شي بيا ګلونه شي

 څومره ډير خواږه دي ستا په سترګو كې

 ځلند مشالونه شي چې راشې ته

 څه ستوري پراته دي ستا په سترګو كې

 زړه مې وايي زه هم درته وايمه

 پاتې مې كاته دي ستا په سترګو كې

 ته رڼه آينه زما د مينې يې

 پوه يم نور څه نه دي ستا په سترګو كې

 سيند مې وړي لاهو به شم راګوره خو

 ډير څگه مې په زړه دي ستا په سترګو كې

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/12/18  |
 محمد دین ژواک

دځواکمن قلم او ادب خاوند ارواښاد استاد محمد دین ژواک       

په دغه خپرونه کې د یو داسی نامتو او د درناوې وړ شخصیت په هکله خبری کوم ، چې دی یو ادیب ، شاعر، ژورنالیست ، محقق، څیړونکې ، سیاست پوه و، او د  پښتو ادب او فولکلور په برخه کښې د یو خوږ ژبی ،  دروند ، پوخ او نامتو لیکوال په  توګه  ځلیدلې دی ، او د ده نوم  په  کلتوري  او فرهنګي چارو کې ځلانده او نه هیریدونکې  دی. دا خود رویه ، غوړیدلې ګل اوفرهنګي څیره ارواښاد استاد محمد دین ژواک دی.  

 

استاد ژواک  صیب  په (۱۲۹۵ ) لمریزکال  په  کندهار کې  زیږدلې دی .  د ژواک صیب د شعرونو،  لیکنواو افکارو سره زموږ زیاتره لیکوالان ، ادبي او فرهنګي څیری آشنا دي. دی د پښتو او دري ژبو یو تکړه، غښتلې او پوخ لیکوال و، او د ده لیکنی د پښتو د ادبي نثرونوپه څیړنه کې یوه ارزښتناکه  شتمنی  ده ، او د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کښې د قدروړ ځای لري . دی د یو څانګړي سبک خاوند و.

 

  آستاد ژواک صیب  همدارنګه  د ادبي نثر تر څنګ د  پښتو ژبې  د  ودې  لپاره ، او د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په  برخه کې او همدا  ډول د فولکلور او فولکلور پوهنې په هکله ډیرې هڅې کړې دي، چې د دی زیار او هڅو له کبله ده (څیړنملۍ) علمي او اکادیمیک لقب ترلاسه کړې دی. د ده ادبي لیکنې ډیری په زړه پورې ، خوږې اودرنې دي. دی یو ادبي نثر لیکونکې و، او په  ادبي نثر کې   د تصویر نګاري  په  فن کې  یو  وارد  انسان و. د  ده  په خوندورو لیکنو کې پاک، سپیڅلې او ملي احساسات په ډیر عالي توګه څرګند  شوي  دي. هر چاچې د ده لیکنې ویلې او اوریدلې دي نو خامخا په ده باندی یې ډیر ژور اغیز کړې دی.   

استاد ژواک صیب په خپل ژوند کې ډیری لوړې ژورې لیدلی او ډیری ترخې ګاللي دي.

ده دخپل هیواداووطنوالوسره مینه اومحبت درلود، اود هیواد د سوکاله حالاتواود وطنوالو د  خوښیو سره خوشحاله و، او دهیواد د ستونزو او کړکیچن حالاتو سره او د وطنوالو دغمونو اودردونو سره غمجن کیدو او اوښکې تویولي، او د خپل زړه دردونه یې په خپلو لیکنو کې  څرګندول. ده په خپلو لیکنو کې د هیواد د ټولنیزو  پیښو تصویرونه په واقعي او ریښتیا اوعیني ډول څرګند او بیان کړې دي.

دی دخپل هیواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول دی، همدغه وجه ده چې د ده زیاتره لیکنې د هیواد د پیښو او ټولنیزو نا خوالو حالاتو څرګندوی دی.  ده دغو ټولو حالاتو سره مبارزه وکړه او د صبر، تحمل ، او زغم  لاره یې پراخه  کړه او خپلې  لیکنو ته  یې  دوام  ورکړ.

 

ژواک صیب یو مهربان ، متواضع او زړه سواندې او دپراخې حوصلی خاوند انسان و.   ده له خپلو دوستانواویارانوسره ډیره مینه لرله،اوپه ځانګړي توګه ده د ځوانانوداستعدادونو د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله. 

 

ژواک صیب د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیرهنري اوفرهنکي خدمتونه کړې دي، او په ډیرو علمي سیمینارونو ، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه او بهرفعاله ونډه اخیستي ده. دی د پښتو د ادبي نثر دشعرونو ، او هنري داستانونو په برخه کې یو ځانګړې سبک لري ، او د پښتو د ادبي نثر یو پوخ  لیکوال ګڼل کیږي ، همدا  وجه  ده  چې  زیاتره  ادیبان او  فرهنګیان د ده دغه مقام ستایي. د ده  ادبي او فرهنګي شخصیت نه یوازی  په هیواد کښې د ننه بلکه د هیواد نه بهر هم د لیکوالانو له خوا په ډیر عالي ډول ستایل شوې دی.

 

ژواک صیب یو شمیر ادبي، فرهنګي او تاریخي آثار لیکلي دي چې د قدر وړ دي لکه :

 

ویراوتصویر، افغاني حماسه ، پښتني سندرې، پرونۍ هینداره، پښتومتلونه، شمع فروزان، رمزو راز او د افغاني موسیقي کتاب او داسی نورې لیکنې.

 

ژواک صیب په خپلو آثارو کې زموږ د  پښتو ادب تاریخ  بډای او پیاوړۍ کړی دي.دایو څر ګنده حقیقت دی، چې موږ دیو لیکوال ، ادیب، شاعر، محقق، ادبي، فرهنګي، سیاسي  او تاریخي شخصیت  د دوی په آثارو کې او د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شو.

 

د ژواک صیب آثاراو لیکنې هم د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت شکارندوی دي ، او د ده آثاراو ادبي لیکنې د ټولو ادبي اوفرهنګي څیرو لپاره چې د خپل لرغوني او سپیڅلي هیواد سره مینه لري ډیری په زړه پوری دی،اود ده شخصیت به لکه دادب نورستوري هروخت روښانه وي.

 

آغلې ( زرغونه ژواک عطا ) چې زموږ دهیواد یوه تکړه، پیاوړې اونامتواد بي اوفرهنګي څیره ده، اود رادیو او تلویزیون یوه خوږ ژبې ویانده وه او ده په خپله یوه لیکنه کې د استاد ژواک صیب د پوره پیژندګلوي لپاره داسی وایي :

 

استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په (۱۲۹۵ لمریز) کال کې دپخواني خشک آوې یا (دامان) او اوسنۍ ډنډ ولسوالۍ پوري اړوند د روربات په کلي کې  زیږیدلی دی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول وکړې، د ځوانۍ په لومړیو وختو کې یې په کندهار کې  د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستو وروسته په (۱۳۱۶) لمریز  کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو، په (۱۳۱۸) کال کې کابل ته ولاړی  او هلته په نجات یا اوسنۍ اماني لیسه کې د ادبیاتو ښوونکې وګمارل شو، په (۱۳۲۶) کال  کې د ملي دفاع وزارت د پښتو سرمفتش وټاکل شو او په (۱۳۳۰) کال کې د پښتو ټولني یا

اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ( زیري ) اخبار مرستیال وټاکل شو.

 

په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د  پښتو او قواعد و د صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په (۱۳۳۲)کال کې د ادبیاتو د مد یریت دنده ور په غاړې شوه. په (۱۳۳۴) کال کې د کابل  مجلې مسؤل و ټاکل شو او هم یې بیا د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په  توګه کار کاوه.

 

  استاد محمد د ین ژواک  د همدغو کلونو په ترڅ کې د  ويښو زلمیانو  په غورځنګ کې کارنده ونډه لرله.

ارواښاد ژواک  ډیر کلونه په راډیو افغانستان کې د پښتو لوست په  مخامخ  توګه وړاندې کاوه.

 

د استاد ژواک څیړنیز آثار:                                                   

 

د پښتو د انګریزي ګرامر پرتله چې کابل مجلې خپور کړې دی.

د توان وروستۍ شپه ، چې هغه وخت طلوع افغان ورځپاڼي خپور کړې دی.

(مات ښانګ) په پروان ولایت کې (پروان) ورځپاڼي خپور کړې دی.

د ادبي مکاتبو ټولګه یې هغه وخت ژوندون مجلې خپره کړې ده.

همدا ډول استاد په هغه وخت کې دپښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره لیکلی و

بیا یې لس کاله د پښتو ټولني د ( زیري ) جریدې مسؤلیت ته اوږه ورکړې وه، چې هلته  یې د ( زوړ باب او نوي وخت) افسانو، ادبي تیوریو اومکتبو ، ګپ شپ ، کور او کهول تر سر لیکنونو لاندي لړۍ پرله پسې خپرې شوي دي.

 

همدارنګه استاد ژواک په سلهاوو نور علمي او څیړنیز آثار د هیواد په رسنیو کې خپاره  کړي دي.

 

شعراو شعریت یې بله لیکنه ده. دداستانومجموعې یې (پرونۍ هینداره)ده.ویراوتصویر افغاني حماسه او د دري شعرونوټولګه يې د(شمع فروزان) په نامه خپاره کړې دي،  او د ژوند  په ورستیو کلو کې یې د ( رمزاوراز ) لومړۍ او دوهمه برخه د موسیقي کتاب  لیکلی او خپور کړې دی.

ارواښاد ژواک صیب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمزاو راز اثر دوهمه برخه  بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوه ادبي ټوټه په نام دی( ما وژړل ) غوره کړې تاسو ته یې وړاندی کوم

 

اروا دې یې ښاده او یاد دی یې تل ژوندې وې

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/11/20  |
 حبيب الله غمخور

ښاغلی حبيب الله غمخور  د ١٩٥٦ ز کال د جون د مياشتي پر ١٥مه نېټه د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي . په ١٩٦٣ ز کال د ترينکوټ د سيدال خان په  لېسه کې شامل او په ١٩٧٥ ز کال کي يې پاي ته وروسوله.

د کانکور د ازمويني نه وروسته په ١٩٧٦ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين ته شامل شو .  په ١٩٧٨ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د عالي تحصيلاتو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل شو. په ١٩٨٥ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د ماسټرۍ د ديپلوم دترلاسه کولو وروسته وطن ته راستون شو. د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د لوی رياست د معاون او وروسته د ١٩٨٦ ز کال څخه تر ١٩٩٢ ز کال پورې  د کوچانو د رياست دنده په غاړه درلوده .

 

په ١٩٩٢ ز کال کې د نجيب الله د حاکميت تر سقوط وروسته د سياسي اختلاف، هغو ګډوډيو، کورنۍ جګړې او ناخوالو پر اساس چې د ښاغلي غمخور په شان زيات شمېر افغانان يې وطن پرېښودو ته مجبور کړل، نوموړی هم د هيواد پريښودو ته مجبور شو او هيواد يې پرېښود .

 

ښاغلی غمخور په خپلو ډيرو ليکنو کښي د ځان په اړه داسي ليکي : (( بايد ووايم چې ليکوال، اديب او شاعر نه يم ولې کله کله د ژوند شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولی يم چې څه ناڅه وليکم )) .

 

د ژوند لومړنۍ ليکنې يې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د ((کمونار)) او ((ملدوی کمون)) په ورځپاڼو کې او بيا وروسته  د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي .

 

په افغانستان کې د خدای بخښلي امين افغانپور د هېواد د وتلي ژورنالست او ليکوال په هڅونه يې  د ((هېواد)) ورځپانې او ((جرګې)) مجله کې ځينې مقالې خپري شوي دي.

.

ښاغلی غمخور د څو کلونو راپه دې خوا د سويډن د مالمو په ښار کي اوسيږي . د سويډن د ديموکراتيکي فضا څخه په استفادې سره يې تلاښ کړی چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په ګډه د افغانستان د کلتور د ژوندي ساتلو، غښتلتيا او افغان جنګځپلي ولس د حقوقو څخه د ملاتړ په خاطر په فرهنګي او سياسي هلو ځلو کې فعاله ونډه اخيستې او له بلې خوا څخه يې کله کله ځينې مقالې ليکلي چې د سويډن د((  پيوستون )) دوه مياشتنۍ خپرونې، (( نوې هيلې ))،دايران - سويډن گډه خپروني « مانا» ،« اواي زن ايران »، ((کيوان افغان )) افغاني نشريه په امريکا کې، د بېنوا ويبپاڼي اوهمدا ډول  اريايي، لمر وړانګه او 28 اسد ويبپاڼو کې خپري شوي دي .

 

فرهنګي کارونه :

په سويډن کي دافغانانو دعلمی او فرهنگي مرکز  په مشرتابه جرگه کی د فرهنگي او نړيوالو اړيکو چاري پر مخ بيايي او په سويډن کي د ايران دعلمي او فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگي غړيتوب لري . نوموړی په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا خپريدونکې خپروني (( نوې هيله )) چي د ٢٠٠٤ ز کال د سپټمبر په مياشت کښي دوه کلنه شوه ، مسول مدير دی . د ښاغلي حبيب الله غمخور د فرهنګي چوپړونو څخه  د بېلګي په ډول یادونه کوو :

 

١_ په ٢٠٠١ ز کال د جون په يولسمه نېټه دهيواد د نامتو شاعر او سياستپوه ګل پاچا (( الفت )) په هکله نړۍ وال علمي سيمينار جوړونه.

 

٢_ په ٢٠٠٣ ز کال د مۍ په مياشت کې (( د عبدالباري جهاني سره يو ماښام ))  په نامه د مشاعرې غونډه چي د سويډن برسيره د اروپايي هيوادونو څخه زيات شمير شاعرانو ، اديبانو ، او فرهنګپالو په خپل ګډون ښکلې کړې وه  .

 

٣_ نوموړي د اروپاد نورو ښارونو په فرهنګي محافلو او غونډو کې فعاله ونډه اخيستې ده .

 

٤ _ په ٢٠٠١ کال کښي په اروپا او امريکا کښي دميشته روڼ اندو سره يو ځاي دافغاني روښنفکرانو دنړۍ وال سازمان (ملي جرگي) ټولني په جوړولو کي يې فعاله ونډه درلوده او دهمدغی ټولني دمشرتابه جرگي په غړيتو ب ومنل شو.

 

٥_د سويډن د قانون په اساس هغه  بهرني اوسېدونکي چې په سويډن کې د دايمي اوسېدو حق لري کولای شي چې د هېواد په سياسي اجتماعي ژوند کې فعاله ونډه واخلي، په همدې اساس ښاغلي غمخور  هم د سويډن د پارلمان لپاره د ٢٠٠٢ ز کال په ټولټاکنو کې د سويډن د مالمو د ښار د درېو ناحيو د انتخاباتي کمېټې د منشي او په ٢٠٠٤ ز کال په همدغو درېو ناحيوکي په سويډن کښي د اروپا د پارلمان لپاره د انتخاباتو د کمپاين د تبليغ او ترويج د کميسيون د منشي دنده په غاړه درلوده . ښاغلی غمخور وړاندي وايي : ((د همدغو دندو څخه په ګټه اخستلو سره  وتوانيدم چې د سويډن په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سويډن کې د پارلماني انتخاباتو ټول معلومات او ښووني په پښتو ژبه  ژباړه او خپاره شي . د اړونده ارګانونو لخوا دا ومنل شوه چې په راتلونکي کښي به هر ځل د نړۍ د نورو لويو ژبو په شان په پښتو ژبه هم د انتخاباتو دکار زار ټول معلومات خپرېږي )) .

 

ښاغلی غمخور د مساپرۍ په شپو ورځو کي د ځان په اړه داسي وايي : ((له هيواد نه ليري والي زه له خپل ميړني ولس او ښکلي هيواد څخه نه يم بېل کړی ،په هيواد کښي دننه د افغانانو د ژوند ناخوالو، ستونزو او زړه بوګنوونکو   شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولۍ يم چي دافغان ولس د رواحقوقو او په هيواد کښي ددموکراسۍ ، ټولنيز عدالت  دپلي کولو پخاطر دنړۍ والو ډله ايزو خپرنيزو وسيلو څخه  لکه : راډيو ،ټلويزيون،چاپي خپروني او انټرنټ پاڼو نه پراخه استفاده کړې اودهيواد په سياسی ، فرهنگي ژوند کښي مي  د توان له مخي فعاله و نډه اخيستې ده .  نوموړی وايي چي زه په دې عقيده يم چي ډير ژر به زموږ په ميړني اوباتوره هيواد کښي د ازادۍ ، عدالت ، او انصاف د لمر وړانکي ټول افغان ولس په خپله توده مينه ونازوي .))

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/11/20  |
 محمد حسن انور اڅګزی

ښاغلی محمد حسن انور اڅګزی د حاجي محمد انور خان اڅګزي زوی ، په ١٣٠٨ ل کال د کندهار په لرغوني ښار کښي د بي بي هوا په کوڅه کي زېږيدلی ، د کندهار ښار د احمد شا بابا ليسې تر فارغيدو وروسته يې خپلي لوړي زده کړې د کابل پوهنتون د ادبياتو او فلسفې په څانګه کي بشپړي کړې .

د کندهار په ميرويس ليسه او ور پسې يې د کابل په نادريه ليسه کښي د ښوونکي په توګه دنده سرته ورسول  .

په کابل کښي د اطلاعات او کلتور د وزارت د پښتو دانکشاف مدير ، او وروسته د ننګرهار د مطبوعاتو د رياست مرستيال ؤ .

ښاغلی اڅکزی اوس د المان  د اسن په ښار کښي اوسيږي .

د نوموړي يو شمير کتابونه چاپ شوي دي . او لا يې ډير ناچاپ پاته دي . ښاغلی اڅکزی وويل چي په ډيره مينه او خلوص يې خپلو هيوادوالو ته دغه کتابونه وړاندي کړي دي تر څو په علمي ډګر کښي ګټه ترې پورته شي .

 

چاپ شوي اثار :

          معنوي انسان که مادي انسان

          اسلام يوازي عبادت نه دی

          د کاينانو د پيدايښت هدف

          د کايناتو د پيدايښت نتيجه

          د اسيا په زړه کي د وينو طوفان

 

چاپ ته تيار ( ناچاپ )  اثار :

١ _ د انسان د پيدايښت هدف _ ازموينه  ( لومړی ټوک )

٢ _ عبادت

٣ _ هدايت

٤ _ رحمت

٥ _ عقيده

٦ _ عقل او پوهه

٧ _ انساني انسان او که شيطاني انسان

٨ _ انسان د قرآن او نورو له نظره

٩ _ د کايناتو نظم

١٠ _ د کايناتو عظمت ( لومړی ټوک )

١١ _ دکايناتو عظمت (شمسي منظومه  دوهم ټوک )

١٢ _ د الله تعالي او انسان تر منځ اړيکي  ( رابطې )

ښاغلی محمد حسن انوراڅګزی له درنو هيوادوالونه هيله کوي  چي له ده سره د ناچاپو اثارو په چاپولو کښي مرسته وکړي ، تر څو هيوادوال ګټه ورڅخه پورته کړي .

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/11/20  |
 درنو دوستانو دا هم د ښاغلى مستر صاحب زلمى ستانكزى د كرغيړن انقلاب په اړه ليكلى شعر

دانقلاب

 

څه ګټه دركې نشته بې تاوانه انقلابه

په تامې سترګې نشولې روښانه انقلابه

 

راپريوزه په تا تندر له اسمانه انقلابه

تسكين مې زړه ته نه شوى اى ناځوانه انقلابه

 

پيغام د سوكالو سره ورځې نورې نړۍ ته

خو مونږه افغانان دې كړو ستومانه انقلابه

 

راتګ سره هيلې مې شوي خاورو سره خاورې

بيزار شو يو انسان له بل انسانه انقلابه

 

شپيته كاله مو تير شول بد امنيو كې دا واوره

يو ورځ به دې رانيسم له ګريوانه انقلابه

 

سختۍ د ځنكدن نه راته ګران شوې په ژوندون كې

ياديږې څومره ژبه كې اسانه انقلابه

 

غمو او له دردو سره دې شپې سبا كومه

كوربه شوې مستري كره مهمانه انقلابه

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/9/11  |
 دلوګر په سلو كې ۹۰ مدني ټولنې له كاره لويدلې دي.

دلوګر په سلو كې ۹۰ مدني ټولنې له كاره لويدلې دي.

 

ليكوال: هجرت الله ساحل

 

د فرهنګي ټولنو او قومي شوراګانو په ګډون په تيرو لسو كلونو كې په ټول هيواد كې د پام وړ مدني ټولنې جوړې شوې دي.

كه څه هم ددغو ټولنو يوشمير د سياسي هدفونو او ځينې يي ددې لپاره جوړې شوې دي چې چلوونكي يې له دې لارې پروژې لاسته راوړي، خو بياهم په ټوله كې مدني ټولنو دولت ته د خلكو د غږ په رسولو او همدارنګه د دولت په بيلابيلو چارو د څارنې په برخو كې ډير ښه رول لوبولى دى او په ځينو ولايتونو كې خو ډيرې ګټورې ثابتې شوې هم دي.

په لوګر كې هم ددې دولت په جوړيدو سره بيلابيلې مدني ټولنې جوړې شوې چې تر دې دمه يې ډير كارونه هم كړي، خو په دې وروستيو كې په دغه ولايت كې د مدني ټولنو فعاليت د نشت برابر دى، په داسې حال كې چې ځينې يې بيخي له كاره لويدلې دي.

د لوګر د اطلاعات او كلتور رياست مشر محمدشفيق پوپل وايي، پنځه كاله دمخه په دغه ولايت كې لومړى د لوګر د ځوانانو او محصلينو په نوم يوه ټولنه جوړه شوه، خو وروسته د لسو په شاوخوا كې نورې بيلابيلې ټولنې هم  جوړې شوې.

له تيرو دوو كلونو راهيسې دغه ټولنې يوه په بلې پسې له پښو لويږي.

د مدني ټولنو د اوسني وضعيت يوشمير علتونه داسې په ګوته كوي: (( په دې ولايت كې مدني ټولنو ته ډونران او خپله دولت داسې پاملرنه نه كوي چې له اقتصادي پلوه په پښو ودريږي او په نتيجه كې يې پرمختيايي كارونه تر سره كړي.))

هغه زياته كړه، ددې ترڅنګ بله لويه ستونزه داده چې د نا امنى له امله هم مدني ټولنې نه شي كولاى خپل كارونه په ډاډه زړه وكړي.

ددې ولايت د مدني ټولنې يوفعال محمدموسى وايي، څوكاله وړاندې په لوګر كې مدني ټولنو د نورو ډيرو فعاليتونو ترڅنګ ملي ورځې لمانځلې، ذهني او سپورتي سيالۍ يې جوړولې، په ملي مسايلو كې يې خلكو ته خپل نظريات وړاندې كول او همدارنګه يې د ځوانانو لپاره ډول ډول كارونه كول: (( خو اوس دغه چارې په سلو كې نوي له منځه تللې دي، پرته له دې چې يوه نيمه ټولنه كوم دا ډول پروګرام جوړ كړي، خو هغه هم په ډيره ټيټه كچه وي.))

ددې ولايت د مدني ټولنو يو بل فعال، فرهنګي او قومي مشر څيړندوى شهزاده توحيدمل هم ورته نظرلري او وايي، په لوګر كې نن سبا ۱۷ بيلابيلې مدني ټولنې تشكيلات لري، خو داسې كوم فعاليت نه لري چې سړى يې يادونه وكړي.

دى زياتوي چې د مدنې ټولنو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دادى چې له دوى سره هيڅ ډول مرسته نه كيږي، له همدې امله ددوى چارې اغيزمنې شوې دي.

ده زياته كړه: (( موږ په بيابيا د بيلابيلو ادارو له چارواكو، په خپله له مدني ټولنو او يوشمير مرستندويه ارګانونو سره د يادو ستونزو په هكله خبرې كړې دي، خو تر اوسه يې كومه نتيجه نه ده وركړې.))

د هغه په قول، كه چيرې په لوګر كې مدني ټولنې بيا فعالې شي او په پښو ودريږي، نو ددغه ولايت په بيارغاونه، تعليم او نورو برخو كې به مثبت اغيز وكړي او د خلكو لپاره به ګټورې تمامې شي.

د لوګر د والي وياند دين محمد درويش وايي، دوى د مدني ټولنو كار او فعاليت ته په درنه سترګه ګوري، ځكه چې په دغه ولايت كې يې تر دې دمه ډير كارونه كړي دي، خو تر اوسه پورې د مدني ټولنو مشرانو له دوى څخه هيڅ ډول مرسته نه ده غوښتې: (( كه چيرې مدني ټولنې د ولايت له مقام څخه مرسته وغواړي، نو موږ به ورسره هرومرو له خپل توان سره سمه مرسته وكړو.))

كه څه هم د هيواد په يوشمير نورو ولايتونو كې هم د مدني ټولنو برخليك د لوګر د هغو په څير نه دى، خو ددې اپوټه بيا په ځينو ولايتونو كې مدني ټولنې د پخوا په پرتله ډيرې فعالې شوې دي.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/9/11  |
 دژورنالیستانو د ټولنې مشري او که سوداګري!
عبدالرحمن تسل 21.04.2012 12:49
ایا ټول هغه کارکوونکي چې په رسنیو کې کار کوي ژورنالیستان دي؟
په هیواد کې د ټولنو دجوړیدو له کلتور سره سم په هر ولایت کې د یاد ولایت د ژونالیستانو ټولنې هم جوړې شوې،خو دهر ولایت د ژورنالیستانو د ټولنو پر وړاندې یو شمیر ننګونې او ستونزې هم شتون لري چې دنورو ولایتونو په پرتله دغه ستونزې د لوګر ولایت د ژورنالیستانو په ټولنې کې ډيره جدي او تر نورو زیاتې دي، د همدې ټولنې له مشرتابه را نیولې بیا د همدغه ټولنې له لوري د ځان په ګټه دجوړې شوې ځانګړې ډلې غړي غواړي چې په لوګر کې د ژورنالیزم له سپیڅلي مسلک څخه ناوړه ګټه پورته کړي، د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک ته ژمن نه پاتې کيږي او دهمدغه ټولنې له نوم څخه په ګټې اخیستلو بیلابیل کارونه تر سره کوي.
په لوګر کې د ژونالیستانو د ټولنې تیر دوه کلن بهیر ته ځغلنده کتنه:
په لوګرکې د ژورنالیستانو د ټولنې له جوړیدو څخه کابو دوه نیم کاله تیریږي
نسیم شفق چې له همدې مودې څخه د ژورنالیستانو په ډيری رایو سره د همدې ټولنې مشر شو په سرکې ددې ولایت ټولو ژورنالیستانو تمه درلوده چې ګواکې له دې وروسته به تر ډیره بریده د ژورنالیستانو ستونزې هوارې شي خو د ستونزو د نه هواري سره سره په همدې پوړ کې ډيرې ستونزې را وزیږول شوې، ژورنالیستان سره جلا شول او په ډلو ډلګیو وویشل شول.
دلوګر د ژورنالیستانو ټولنې او مشرتابه ستونزې:
۱- یاده ټولنه تر اوسه یو خپلواکه دفتر نه لري. او په یوه حکومتي ودانۍ کې چې د چارواکو ذوقونه په کې پالل کیږي شتون لري.
۲ – دنوموړي ټولنې مشر د لوګر په کچه له ژورنالیستانو سره د مور میرې سلوک کړی.
۳ – د ډیرو ژورنالیستانو پر مخ یې خپله دروازه تړلې او هغه یې حتی په سپکو سپور کلیماتو له ټولنې څخه شړلي.
۴ – په تیر دوکلن یون کې د ژورنالیستانو لومړيتوبونه په نظر کې نه دي نیول شوي دساري په توګه پریس کلپ جوړول او له چارواکو څخه پروخت د مالوماتو تر لاسه کول.
۵ – تر دمګړي هیڅ ژورنالیست ته دهمدې ټولنې له خوا بهر ته د تګ استانتیا نه دی برابره شوې او یوازې د همدغې ټولنې مشر په پټه څو وارې تللی چې  همدغه حق د لوګروالو ژورنالیستانو ګڼل کیږي.
۶ – د  نوموړې ټولنې مشر په پلازمینې کابل کې رسمي دنده لري او د اونۍ ټولې ورځې دفتر تړل شوي وي.
دا او دې ته ورته ګنې نورې ستونزې هم شته چې یوازې مې د څو یادونه وکړه.  
ولې په لوګر کې نوښتګرو او نویو ژورنالیستانو ته د خدمت کولو موقع نه ورکول کیږي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ځوابول یې زما له انده ګران کار دی خو هغه دسولیدلي فکر ژورنالیستان چې نورو ته موقع نه ورکوي ښه ځوابولی شي، دلوګر د ژورنالیستانو تش په نوم مشر په دې ډول غواړي چې ریښتني ژورنالیستان له صحنې نه لرې کړي او په دې توګه وکولای شي په غیر مسلکي ژورنالیستانو او یاهم د سمیزو راډیو ګانو په کارکوونکو خپل نوم ته شهرت ورکړي. غواړم چې له یوبل څه نه هم پرده پورته کړم دلوګر د ژورنالیستانو د ټولنې مشر د ژورنالیزم اصولو ته ژمن نه دی پاتي شوی او په دې توګه څو څو ځایه په بډو اخیستلو هم تورن شوی چې د ژورنالیستانو سربیره  ګڼ لوګر میشتو ته هم دا خبره جوته ده.
په دوه کلونو  کې نسیم شفق کوم د پام وړ کارونه کړي وه چې بیا ددې ټولنې دمشري لپاره ونومول شوه ؟
د دریم پلا ټاکنو پر مهال هیڅ ژورنالیست نه غوښتل چې ددریم ځل لپاره بیا نسیم شفق د یادې ټولنې دمشر په توګه ونومول شي خو نوموړی ته سره له دې چې د ریاست څوکۍ ډير خوند ورکوي په یو شمیر ژورنالیستانو یې هم واګې تر لاسه کړي  دغه ژورنالیستان د سمیزو راډیګانو مشران دي چې کله پرې غږ وکړي له خپلو حقوقو هم ورته تیر وي او په موټرو موټرو د راډيو کارکوونکي ټاکنو ته راولي او نوموړي ته رایه ورکوي او خپل اخلاص ښي که څه هم دنوموړي هیڅ ګټه نه ورته رسیږي. اوس پوښتنه داده چې  ژورنالیزم حقایق دي او که چاپلوسي؟
د لوګر د ژورنالیستانو دټولنې د دریم پلا مشر نسیم شفق ته څو وړاندیزونه:
۱ – ګرانه مشره! له شخصي ګټو نه تیر شه او خپل مسلک ته ژمن پاتې شه دچارواکو او ټولو ژورنالیستانو پر وړاندې ځواکمن دریځ ونیسه او دخپلو هم مسلکیانو حقوق د خپلو ګټو په موخه مه قرباني کوه.
۱ –قدرمنه ! د لوګر ټول ژونالیستان په یو ټغر راټول کړه او د ژورنالیستانو ترمنځ دمور میرې سلوک پای ته ورسوه.
۲ – ددې ټولنې په طرزالعمل کې داسې ماده باید ورزیاته شي چې یو مشر له دوه  کلونو زیات د ټولنې مشري نشي کولی.
۳ – په سیمیزو راډیوګانو کې غیر مسلکي ژورنالیستانو ته  دژورنالیزم د ارزښت او اهمیت په اړه د پوهاوي سیمینارونه باید جوړ شي ترڅو شته ستونزې راکمې شي.
۳- داڅرګنده خبره ده چې په اوسمهال کې د خبري پیښو،ویډیوګانو او غږونو لیږدول له انټرنيټ پرته ناشونې ده،باید د ژورنالیستیکي کارونو د استانتیا او ګړندي کولو لپاره په لوګر ولایت کې پریس کلپ جوړشي.
۴ – د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره له چارواکو سره همغږي وشي.
په لوګر کې شته رسنۍ:
دیادولوده چې په لوګر کې لس غږیزې او چاپي رسنۍ شتون لري چې اته یې په خپلواکه او دوه نورې چې یو یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنی اخبار او بله داتفاق راډيو ده چې د امریکایانو له میشت ځای او یاهم بیز نه خپرونې کوي شتون لري.
زینت، څرک،استقلال او ملي پیغام خصوصي راډيو ګاني دي چې دوه یې له مرکز او دوه نورې یې له ولسوالیو نه خپرونې کوي. بله ډیوه او بلنه  میاشتني مجلې دي چې ددې ولایت د محصلینو او خپلواک ادبي بهیر له لوري خپريږي ، ستوری او ځوان غږ په نوم خصوصي اخبارونه هم شتون لري چې یادې دوه مجلې او اخبارونه د ااقتصادي ستونزو له امله یې په خپرواي کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کیږي.
پای
|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/4/22  |
 د مستر زلمی ستانکزی ژوند لیک

مستری زلمی ستانکزی د الحاج مدیر امین الله ستانکزی زوی او د شیرجان ستانکزی لمسی د لوګر ولایت د محمداغی ولسوالی د مغل خیلو د کلی اوسیدونکی دی.

درنو دوستانو مستری زلمی ستانکزی خپلی لومړنی زدکړی د کابل ولایت د قلعچی په لومړنی ښوونځی کی ترسره کړی او په 1349 کال کې یی له شپږم ټولګی څخه تر فراغت وروسته د شاه شهید په منځنی ښوونځی کی خپلو زدکړو ته دوام ورکړ چې په 1352 کال کی یی د متوسطی دوره هم په بریا سره پای ته ورسوله او د لیسی دوره یی په کال 1355 کې د کابل ولایت د خواجه عبدالله انصاری په عالی لیسه کې پای ته وروسوله.

همدارنګه مستری زلمی ستانکزی لکه څنګه چی له زدکړو سره له حده زیاته مینه درلوده نو لوړو زدکړو ته یی مخه کړه چی په 1356 کال کې دکابل عالی دارالمعلمین کې شامل شو خو په کال 1357 کې د یوشمیر اقتصادی ستونزو او ددی ترڅنګ د کمونیستی انقلاب د راتګ له امله لوړی زدکړی ورڅخه په نیمایی کی پاتی شوی او مستری زلمی ستانکزی هم د نورو هیوادوالو په څیر دغه نه جبرانیدونکی سخته څپیړه پرمخ وخوړه چی درد یی لا اوس هم دده په زړه کی ده او دا پیښه ورته د ژوند یو تریخ یاد جوړ شوی چی تل یی ځوروی.

د زدکړو ترڅنګ یی ازاد کسبونه او کارونه هم کړی دی چی له هغی ډلی څخه کولای شو د خطاطی، رسامی، مستریتوب چی نن په دی برخه کی استاد دی او په دی برخه کی یی ګڼ شمیر زدکوونکی هم روزلی او اوس له همدی لاری د خپلی کورنی لپاره حلاله روزی ګټی اوهیوادوالو ته د خپلو خولو په تویولو سره خدمت کوی.

مستری زلمی ستانکزی وایی چی له شاعری سره می مینه ان د ابتدایی له دوری څخه تر اوسه پوری شته او لامل یی زما ډیره مینه او د ټولنی د وګړو ستونزی وی چی زه یی ډیر کړولم او ځورولم چی همداو دی لړی ته می مخه کړه ترڅو د زړه اواز د شعر له لاری خپلو درمندو هیوادوالو ته ورسوم.

ښاغلی ستانکزی وایی چی د شعر په تصحیح او سمولو کی راسره چا مرسته نه ده کړی او زما شعرونه او غزلونه دامیر حمزه خان شینواری او مرحوم ګل پاچا الفت سبک ته ورته والی لری.

ستانکزی زیاتوی چی لومړنی شعر می د پوهنتون پرمهال ویلی چی د بیلگی په توګه به یی مبدا و مقطع تاسو درنو دوستانو ته وړاندی کړم.

مبدا:

دا مه ګڼه چی یو پر ما او تادی لګیدلی

د مینې تور خو دلته په هرچا دی لګیدلی

 

او مقطع یی ده:

لټون خو د ښایسته ګلانو کیږی په ګلشن کې

پاګل دی مستری چې په صحرا دی لګیدلی

 

هوکی درنو دوستانو د ښاغلی ستانکزی شعرونه وطنی بڼه لری او لامل یی له خپل خواږه هیواد او هیوادوالو سره له حده زیاته مینه ده.

 

دوستانو لکه څنګه چی مو مخکی وویل مستری زلمی ستانکزی هم د خپل هیواد ډیری زیاتی ناخوالی او غمیزی ګاللی او د راتلونکی د روښانه کیدو لپاره یی پرځان ډیر زحمتونه ګاللی چی له دی جملی څخه کولای شم بهر ملکونه ته د هغه د سفر په اړه هم درته ووایم او دا سفرونه د کومی سوداګری یاهم زدکړو د ترسره کولو لپاره نه دی ترسره شوی بلکی په هیواد کی د ظلم او تیری له امله اړ شوی ترڅو له 1359 کال څخه تر 1375 کال پوری ګاونډی پاکستان ته کډوال شی.

مستری زلمی ستانکزی د مهاجرت پرمهال هم شعرونه لیکلی خو تعداد یی د ګوتو په شمیر دی چی له دغو شعرونو او غزلونو څخه یی ځینی په پاکستان او افغانستان کی په اخبارونو او مجلو کی هم چاپ شوی دی.

هغه وایی چی د شعارو شمیر دری سوو ته رسیږی خو تر اوسه می له بدمرغه داشعارو کومه ټولګه نه ده چاپ شوی او لامل یی هم اقتصادی ستونزی دی.

درنو دوستانو لکه څنګه مو چی مخکی د مستری زلمی ستانکزی د سفرونو په اړه وویل نوموړی پاکستان، ایران، هندوستان او همدارنګه متحده عربی اماراتو ته سفرونه کړی چی د سفرونو موخه یی یاهم په هیواد کی نا ارامی او بد حالت وو او ددی ترڅنګ خپلی ورپیښی ناروغی هم په ارامه نه دی پریښی او دی ته یی اړ کړی چی د خپلی درملنی لپاره یادو هیوادونو ته سفرونه وکړی.

ستانکزی په پای کی یوځل بیا د خپل هیواد او هیوادوالو په مینه ټینګار کوی او تل په خپل هیواد کی د سولی او ارامی غوښتنه کوی.

درنو دوستانو په پای که غواړم د مستر زلمی ستانکزی څو خوندور غزولونه له تاسو سره شریک کړم.

 

شعری بیلګی:

 

غزل

 

چا دی وطنه هم نشان او هم نامه خرڅه کړه

چا دی ساتلو لره بیا د تن جامه خرڅه کړه

 

خپل تور مخونه د تاریخ په ایینی کی وینی

چاچی وطنه داستا خاوره په ښکاره خرڅه کړه

 

د چا د لاسه مو جومات، مدرسه وسوځیدل

چا مو د پلار او د نیکونو هدیره خرڅه کړه

 

چاکړه اوچته غورځیدلی لنګی ځمکی نه خو

چا بیا د خپل پلار او نیکه د سر شمله خرڅه کړه

 

چا د شهید مقام کتاب کی د تاریخ ولیکه

چایی بیا وینه د ډالرو په اسره خرڅه کړه

 

چایی عزت او پت ساتلو لره ځان قربان کړ

چا دطن پیغله د ناز په خوب ویده خرڅه کړه

 

چا مستری پشان وطن ته خوږ غزل ولیکه

چا د شاعر غریب د مینی نذرانه خرڅه کړه

********************

غزل

 

راغلل بی رحمه انسانان خلک په کاڼو ولی

د افغانستان دا ګاونډیان خلک په کاڼو ولی

 

بل ته یی کوهی کینده په خپله په کی وغورځید

اوس ورته ګوره پاکستان خلک پا کاڼو ولی

 

پښتون وجدان می شیطانانو په ځنځیر تړلی

چی مقبر د میرویس خان خلک په کاڼو ولی

 

زمونږ د هیلو قافله به په بیدیا پاتی شی

چی د اوږدی لاری څاروان خلک په کاڼو ولی

 

که د وحشت او بربیت دوره شوه ختمه بیابه

ګونتنامو کی جوړ زندان خلک په کاڼو ولی

 

افغانستان ته چی پنځوس هیوادو کاڼی راوړل

دلته وجدان د مسلمان خلک په کاڼو ولی

 

مستری وایی کاشکی هغه ورځ په ژوند ووینم

چی د نړی دا ستر شیطان خلک په کاڼو ولی

*********************

د پسرلې وږمی

 

دپسرلې وږمی د ژمی غیږ کې وغزیدی

زمونږ جونګړی ته به ښکلي نو بهار را راشي

 

د ګل له پاڼو به ورکی شی کیسی د خزان

د سپرلې زیری به حضور ته د ګلزار راشي

 

د تالان شوی باغ په زړه کې به ګلان ټوکیږی

غرو او صحرا ته به کاروان د لاله زار راشي

 

بیا به لوګر کې سنځل ګل هر خوا عطرونه شیندی

د نارنج ګل به هم وږمی په ننګرهار راشي

 

بیابه سور ګل د کندهار د انار وغوړیږی

بیابه مستی په شنو باغو د چاریکار راشي

 

بیا به وګړی له هر ګوټ نه ډلی ډلی ورځی

د ګل سرخ به هنګامی بیا پر مزار راشي

 

بیا به تیاره او تور دالان کې توتکی پیداشی

او په غچغچ کې به یي زیری د بهار راشي

 

بیا به د سرو غنچو له شونډو نه مچکی واخلی

بیا بوراګان او بلبلان به په ګلزار راشي

 

بیا به شپونکی د غرو لمنو کې سندری وایي

د شپیلۍ غږ به له دشت او هر دیار راشي

 

سترګی په لاره ستا راتګ ته یتیمان سپرلیه

انځور شه هر یتیم ته داسې چې یي پلار راشي

 

د وچ ډنډر پیکي کې وټومبه ګلان دمینې

چې پر ګلپاڼو یی د پرخوسیل قطار راشي

 

سپرلیه وپلوره وږمی دی شاعرانو باندی

چې د ښایست خریداران دی په بازار راشي

 

سپرلیه سترګو کې یی نور په شانتی وځلیږه

چې غمجن زړه د مستری ته لږ قرار راشي

....................

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/4/15  |
 پټه يوطرفه مينه

پټه  يوطرفه  مينه

 

ارام مي نشته په خوبو كي راځي

داخداي وهلي په فكروكي راځي

 

زړگي ته وايم ﭼ يي هيره كړه دا

ولي هغه تل په سوﭼوكي راځي

 

اظهار دميني يي كولي نه شم 

ځكه نسب كي په پنځو كي راځي

 

ماته له ټول جهان نه ښكلي ښكاري

ښكلي خوده ځكه خيالو كي راځي

 

خدايه توفيق راكړي ﭼ هيره يي كړم

هيريږي نه هميش يادوكي راځي

 

له مانه لري تل نژدي وي ماته

وايم زماده خو پردو كي راځي

 

لكه كينه مينه يي زړه كي ساتم

دابه  تركله په وهموكي راځي

 

كله خو وايمه خبره يي كړه

زړه مي ستا په ليونوكي راځي

 

ډيرو سوﭼونو يي سپين گيري كړمه

لكه دويني په رگو كي راځي 

 

دامحبت دي يا جادو يي بولي

ياد يي دژوند ټولو شيبوكي راځي

 

راشه خبره شه خولگي دي راكړه

دتوبه گار توبه توبو كي راځي

 

هغه معصومه لا خبره نه ده

شپه او ورځ مي خاطرو كي راځي

 

ورته گورمه كتلي نه شم

شرم   حياء   راته   كتو   كي راځي


Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

له ښاغلی نور زمان شرافت څخه په مننه چی دا شعر یی پر مونږ پیرزو کړ د نورو بریاوو په هیله یی.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/2/27  |
 پوهنوال محمد رسول باوري

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال ) د روزګان ولايت په  دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی، په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريزکال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ.

 

د همدې کال د کب په مياشت کي يې  د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستله خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، دښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي  يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه  . د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه .

 

 

ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنګ  د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا  .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ.

ښاغلي  رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري بې له ځنډه دکابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړېده .

استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ  پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسيسوله خوا  چاپ او خپاره شويدي .

..................................................................

چاپ شوي اثار :

١ _ د روښانيانو غورځنګ  ( مونوګراف  چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١  .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه  ١٣٦٧. 

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان  فرهنګي ودي  ټولنه ١٣٨١

۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )

۱۴ - په انګريزي ژبه  Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۵ - په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland

................................................................

 خپريدو ته چمتو اثار :

١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي  .

٢ _ لرغونې نړۍ  .  ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه  )

٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه  .

٤ _ د مټن او لنډيانې بابوزي  ( اتنوګرافيکي څيړنه )

٥ _ نيوکي او ګيلې .  ( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني . )

.............................................

 تر دوه سوه زياتي مقالې يې دهيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ  شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون  د ادارې له لوري  د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې  د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان ګټلی دی . 

له بده مرغه دکابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي دغه استاد ( باوري)  د ١٣٧٧ لمريز کال راوروسته د هيواده ليري او د يوشميرنورو افغان روڼ اندو په څېر په هالنډ هيواد کي کډوال دی ،اودا مهال دهالنډ د خروننګين ( Groningen) په ښار کي د لرغونپوهني انستيوت د لرغونپوهانو سره يوځای د هالنډ هيواد دبېلا بېلولرغونو سيمو په سپړنو تر څنګ دسلام فرهنګي ټولني د ويبپاڼي چاري هم پر مخ بيايي  . عمر يې ډېر او پر قلم يې برکت !

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/2/6  |
 ښاغلی لطيف بهاند

ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی . په ۱۳۵۱ لمريز کال کي يې د کابل د حبيبيې په لېسه کي زده کړي پای ته ورسولې او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته لاړ .

 

 ښاغلي لطيف بهاند په ۱۳۵۵ لمريز کال کي هغه وخت پوهنتون پای ته ورساوه  کله چي په کابل پوهنتون کي د پښتنو او پارسي ادبياتو له پاره د ماسترۍ  زده کړي پيل شوې ، ښاغلی بهاند له همدې کال ( ۱۳۵۵ ل ) نه لومړی د پښتو ټولني دعلواکاډمۍ غړی او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانګي استاد شو او د تدريس تر څنګ يې په ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله .

 

ښاغلي لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني کي د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په  څانگه کې کار پيل کړ. او دپوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او درامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله ، او دماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل کړه .

 

علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او آثار:

 

په پښتو ادبياتو کي د لنډي کيسې تاريخچه، د ليسانس د دورې مونوگراف . ١٣٥٥ لمريز کال.

د ادبياتو تيوري،د ماسترۍ د دورې تيزس. ١٣٥٨لمريز کال .

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنې تاريخ،په روسي ژبه،١٩٩١ زېږديز کال .

 

په کابل پوهنتون کي د زده کړي او وروسته د استادۍ تر څنگ د راډيو افغانستان د پر له پسې داستانو پروديوسر، د کره کتني د خپرونې لپاره د کره کتني ، ډرامونو او داستانونو ليکل، د ((نړ ۍ د شهکارونو)) د خپرونې لپاره د نړيوالو شهکارونو په پښتو ژباړل او راډيويي کول.

 

د راډيو افغانستان  د((شعرونو او بهيرونو)) د اوونيزې خپرونې لپاره د کره کتني ليکل.

د افغانستان د ليکوالو د ټولني غړيتوب .

په ١٣٦٥لمريز کال کې د دوکتورا د زده کړو لپاره مسکو ته تگ.

د مسکو په راديو کې د وياند په توگه د کار پيلول.

 

خپاره شوی آثار:

 

۱ - د راحت زاخيلي پر((ناول د ماه رخي)) اثر د سريزې ليکل، اوپه ١٣٦٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپرول.

 

۲ - د اشرف خان هجري منتخبات:

 دا د هجري د شعر منتخب دی چې په پښتو ادبياتو کې د هجري د اثارو يادون او څېړنه دهغه سريزه کې راټول شوي او١٣٦٣لمريز کال کې د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا چاپ شوی دی.

 

۳ - د رڼا ناوې:

 دا د کوزي پښوتنخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو غور چاڼ دی چی په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا خپور شوی دی.

 

۴ - د پښتو ژبې  گرامر او ادب:

 دا يو درسی کتاب دی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی له خوا په ١٣٥٩لمريز کال کې،د کابل پوهنتون  له خوا خپور شوی دی.

 

5 -  د خيرالبيان منتخبات :

 دا د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې لپاره درسي کتاب دی، چې په ١٣٦١ لمريز کال  د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.

 

 6- څلور اورني کلونه:

 دا اثر د دويمي نړيوالي جگړې د تاريخ په اړه يو څېړنيز اثر دی، چي دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت له خوا په ١٩٦٥ لمريز کال کې خپور شوی دی.

 

7- رياليزم او ضد رياليزم:

دا يو ژباړل شوی اثر دی چې په ١٣٦٦ لمريز کال  د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا خپور شوی دی.

 

  -٨ پل:

دا شعرونو ټولگه ده، چې په ١٣٦٥ لمريز کال  د افغانستان د ليکوالو د ټولني له خوا خپره شوې ده .

 

۹- د کابل مجلی ٥٠ کلن فهرست:

 

دا د کابل مجلې د مضامينو فهرست دى.

 

 دا پنډ کتاب د کابل په مجلې کې د ٥٠  کلونو (١٣١٠-١٣٦٠)   خپرو شويو مضامينو بشپړ فهرست دى.دا فهرست  د الفباء په ترتيب ليکل شوی و، او بيا  دکابل مجلې له خوا د ضميمې په بڼه  له (الف) نه تر (پ) پورې په بېلا بېلو گنو کې خپور هم  شو. دا اثر وروسته، په هماغه وخت کي د سانسور له کبله له چاپ نه پاتی شو.

 

۱۰ - کلتور پوهنه:

دا يود فرهنگ،د فرهنگ د پيدايښت او فرهنگى اصطلاحاتو  درسی مرستندوی کتاب دی چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکو کې  خپور شوی دی.

 

۱۱ - نا آشنا ليک:

 دا د يو په زړه پورې هنری ناولگوټى ژباړه ده چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکوکې  خپور شوی دی.

 

۱۲ - د ښکلا فصل:

دا د شعرونو ټولگه  ده، چی په ٢٠٠٢ زېږديزکال  په مسکو کې خپره شوی ده.

 

۱۳ - نوی روح :

 دا د افغانستان د نوميالی شاعر او ليکوال، ښاغلی سليمان لايق پر ژوند، شعر او شاعر ۍ  يو تحليلی او څېرنيز اثر دی چې  په ٢٠٠٥ زيږديزکال په پېښور کې  خپور شوی دی.

 

۱۴ - په پښتو ادب کی د آزاد شعر تاريخچه:

 دا په پستو شعر او شاعر ۍ  کې د آزاد، سپين او منثور شعر تاريخچه ده چې د يوې رسالې په بڼه  په ١٣٦٠ لمريز کال  د (افغان ياد) په نامه  کتاب کې خپره شوی ده.

 

۱۵ - موچی:

 دا د نور محمد تره کی د لندو کيسو ټولگه  ده. دغه اثر د شوروی اتحاد د ليکوالو او پښتو پوهانو د نظرياتو او يوې سريزي په ملتيا په ١٣٨٣ لمريز کال په مسکو کی خپره شوی ده .

 

ناچاپ اثار :

 

آزادی شکست ناپذير:

 

دا په پارسي  ژبه د امريکا او د هغې د پوځي ټلوالي له خوا په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د پو ځي عملياتو له پيل نه نيولې بيا د هغوی تر را پرزېدو پورې د دغو عملياتو د بهير کرونولوژیکه تاريخچه ده.

 

په پښتو ادبياتو کې د څلوريزی تاريخ.

 

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنی تاريخ.

 

د گناه فصل: د څلوريزو جونگ.

 

منثور شعرونه:   دسلو په شا و خوا کي د ادبي ټوټو او منثورو شعرونو  يوه ټولگه ده.

 

د چونغر ترانی: دا د سليمان لايق د چونغر د ترانو اوډنه او پر هغو يوه اوږده شننه او په پښتو ادب کي د طبيعت د انځورنې څېړنه ده.

 

پښتو ته دروسي هنري آثارو د ژباړل شويو آثارو فهرست:

 

په دې کتاب کي د ټولو هغو روسي هنري آثارو نومونه را ټول شوي و، چي له روسي ژبي نه پښتو ته اړول شوي وو .

 

د ښاغلي استاد ډاکټر لطيف بهاند د شعر بېلګه :

 

دا زړه کې يو غزل دى،خو قلم ته  نه راځي

څه لوىه گناه غواړي،واړه چم ته نه راځي

 

ما وې چې له کتو دي،سندريز،غزل به ليکم

ياغي ناز  و ادا  دې،زير وبم  ته  نه راځي

 

چې چېرې ښکلي گورم،لمانځنه راىادېږي

زما د سر سجدې خو بل صنم ته  نه راځي

 

 يو څوک دﺉ چې په خوب کې هم غزلې رانه غواړي

په وىښ يې لټومه،مگر  رم  ته  نه راځي

 

چې ستا د ښکلا ورا مې ده په سر کې درولې

تکل دبلې خوا مې،اوس قدم ته نه راځي

 

ستا شونډو نه مې وروسته ،دخداى هر رحمت مزه کړ

دا ستا د زبېښو خوند ان په زمزم کې نه راځي

 

په موږه ىې پېرزو نه شوه،تخت که سور و او که سپين

د بخت مرغه الوتې،زموږ چم ته نه راځي .

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/1/29  |
 پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (۷۰) كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې  رود په حصارك كې د ژوند پر مخ سترګې پرانېستې،  لومړنى ښوونځى يې په خپل كلي  او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو((ابن سينا او دارالمعلمين)) كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى.

پر (1962) زېږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك تر لاسه كړى دى.

 

ددغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز_ څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه كيو ژبو څه له  پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي.

له (1966)تر (1972)ز يې د هغه بورس له مخې چې د نومړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه  ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه(اتنالوجۍ) كې د ماسټرۍ او ډاكترۍ لوړ ترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پر مخ وړې ده.

 

له (1984_1986)ز يې د برلين د هومبولټ پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله(1994_1996)ز يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټري او ډاكتري څانګې د (Visiting Professor) په توګه دنده پر ځاى كړې او را وروسته يې د كورني پيوستون(Family Reunion) پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار ((اكسفورد)) كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.

******************************************************

 

څېرمه چارې او دندې

1972_1975: د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.

1978_1979: د افغانستان د علومو اكاډېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري

1980: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب.

1980: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.

1980_1984: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري

له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري.

******************************************************

 

 

چاپ او نا چاپ اثار:

علمي او ادبي هستونې

1_ علمي_څېړنې: پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليكلار، پښتو شعر څنګه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندګى(هممانيزونه_، پښتو سيندګى(نوېزونه)، انګرېزي_ پښتو سيندګى(سربلونه+ اوستربلونه)، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهنه او د پښتو پښويي(ګرامر) دويمه بشپړه او كره خپرونه، د خوشال ادبي پښتو.

۲_ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك(له الماني)، پټه خزانه(پر الماني).

 

3_ادبي(پېيلې او ناپيلې) ټولګې: زنداني نغمې، سووزونه او سازونه، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې، اندوژوند، اندواند، رزموبزم، پوهه او ګروهه، د سبرونو نڅا، ګلوييونه، څڅواكي، زمانړۍ، د مرجانونو څانګې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلې(نثري ټولګه).

د دغو چاپي اثارو تر څنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او دباندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړو او وينا وو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي را وروسته د لوړ ترين ليكوالي ريكارډ څښتن كړى دى.

 

پر دغو ټولو علمي_فرهنګي هلو ځلو سر بېره د افغان_پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د((يوې_ كره ليكنۍ پښتو)) او((نوي_ ازاد پښو شعر)) غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پر مخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پر ځاى كړې ده.

******************************************

 

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/1/11  |
 پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په  ١٩٤٤ ز کال دپکتيا ولايت دځدراڼومېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده  کورنۍ کې زيږيدلی دئ. ده په ١٩٥٠ م کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان باباپه ليسه کې پيل اوپه ١٩٦١ م کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي. هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړې لپاره لوديز المان ته ولاړ .  

 په ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې خپلو زده کړې ته دوام ورکړ.

 

سلطانزی ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبریالی شو. هغه د١٩٧١ زکال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په دیپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت په څيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې دډاکتری په اخيستلو بریالی شو. 

 

هغه په ١٩٧٧ ز کال کې دطب په څانګه کې په لوړوزده کړې پيل وکړاو په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي  په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله.

سلطانزی د١٩٨٠ م کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او وروسته دافغانستان داتوم انرژۍ دڅانګې مسئول مشر وټاکل شو.  هغه د١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ.

په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونیستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو.

سلطانزی د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او ٢٠٠١ ز کال څخه راپدېخوادالمان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيک پوه اوهستوي طب متخصص په صفت د راديو تېراپي په څانګه  کې په کار بوخت دئ.

سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري . مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې  وحید نومیږي چې په لوړوزده کړوبوخت دي .

 

لیکل شوي علمي کتابونه :

۱- دوینې سرطان درملنه ، پيژندنه اومخنیوی ،  2009 زکال ، جرمني

۲-  سرطان اودچاپېریال رادیواکــټـیـویتي ، 2008   زکال ، جرمني 

۳- داولتراسونډ طبي کارول ، 2007   زکال ، جرمني 

۴- دالبرت اینشټاین نسبي تیوري 2006    زکال ، جرمني

۵- داټوم فزیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1985   زکال ¸ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون   

۶-  دالکترونیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1984   زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون 

۸- دلمرانرژي پروژه (Solar collector)   ، 1982-1986 

۹- داکسریزفلوریسینس (X-ray fluorescence )  کړنلارې په مرسته دهیوادمعدني ډ بروپيژند نه اواتحلیل ، کابل پوهنتون   ،   1983، ساینس پوهنځی ،  کابل پوهنتون     

۱۰- دکوبالټ شپيته رادیوتیراپي دستګاه therapy equipment   Cobalt- لکچرنوټ 1984 ، کابل پوهنتون  

۱۱- الکتروفیزیولوژي ، 1985 ، لکچرنوټ ،  طب پوهنځی ، کابل پوهنتون

 

خپاره شوي  علمي اثاراومقالې :

۱- په هیوادکې داټومي پاتې شونوخبرتیا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۲- اټومي بمونه اومذهبي نومونه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه     2008   زکال

۳- دچرنوبیل هستوی پیښې شل کلن تلین ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه     2006   زکال

۴- دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانوته ورکړه شوه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۵- دکیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، دلراوبر ا، وبینواویبپاڼه   2008   زکال

۶-  دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM) ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۷- هېماتولوژ ي ( دداخله طب لکچرنوټ :  دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۸ - د اتوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه   2008   زکال

۹- دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۱۰- دگاونډ يوهیوادونوهستوي ازموینې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۱۱- دپښتوژبې يوملي تلويزيون ته اړتيا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال

۱۲- دنــــــــړۍ لومــــړی اتـــــومي بــــــــــم   ،  دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال

۱۳- د پولونيم زهراودروسي جا سوس مړينه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2006   زکال

۱۴- د اتوم انرژي بنسټيزفرمول ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه   2006   زکال

۱۵- پښتانه او د پښتو ژبي غميزه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال

 ۱۶- په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال

۱۷- د طبيعي وړانگوسرچينې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال

۱۸- طبيعي راديواکتيو يتي ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2007   زکال

۱۹- دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2006   زکال

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2012/1/11  |
 واحد فقيري

واحد فقيري چي په افغاني مطبوعاتو او ويب ساېټونو کي د  "هاري"  تر قلمي نوم  لاندي وخت نا وخت لیکني کوي. په کال ١٣٤٠ کي  د کندهار  د احمد شاهي ښار د يحيى خان په کوڅې کي ږېږدلى دی.  لمړى صنف ئي د سمنگان ولايت د دره  صوف په ولسوالۍکي د يوه نري او کوچيني سيند په غاړه ، د  غټو  او هيبتناکه  ونو تر څنگ ،  په يو ډول خوشحال، تک سپين، او  مرموز  ډار کي پيل کى.  دولسم صنف ئي د کندهار د  احمد شاه بابا  په ليسې کي ( ١٩٨٠م ) د افغانستان د دولت او جامعې  د کاملي بربادۍ په لمړيو کلونو کي  ختم کى.  سمدستي، د افغانستان غمجنو او اوږدو  سياسي څپو او حوادثو، د خپل وخت او زمان د نورو ښاري ځوانانو په شان، پاکستان او ايران ته مهاجر کړ، او په ټکنده ځوانۍ کي ئي د سپېره  مهاجرت، نامعلوم برخليک، جلا وطنۍ،  او يوازيتوب اوږدې، ترخې، او ډارونکي شپې او ورځي  تېري کړې.  د کال ١٩٨١م د جولاى په مياشت کي، غربي المان ته مهاجر سو.  هلته تر څه کم دوه کاله وروسته د ١٩٨٣ د فبروري په مياشت کي متحده ايالاتو ته راغلی، او له هغه وخت راهيسي د واشنگټن  ميټروپاليټن په ساحې کي  د ورجنيا په ايالت کي د خپلي مېرمني او دوو لوڼو _سپېدې او هاجرې_ سره اوسېږي.

 

په امريکا کي، وروسته له څو کالو  ژوند، کار،  او خواريو څخه ، په کال ١٩٩٠ کي  د نووا په نامه د شمالي ورجنيا په يوه کالج کي داخل سو.  په ١٩٩٥  کي، د جورج مېسن په پوهنتون کي  د حکومت او بين المللي روابطو  په ارتباط په درس بوخت سو.   له همدې پوهنتون څخه ئي په ١٩٩٧ کي په دواړو څانگو کي دپلوم تر لاسه کى.  د کال ٢٠٠٠ په اخر کي،د واشنگټن  د امريکن پوهنتون  څخه  ئي د  بين المللي مطالعاتو په رشته کي  ماسټري تر لاسه کړه. 

 

د پښتو ژبي د تدريس او انلاين تعليمي نصاب د درسونو  د جوړولو او انکشاف تر څنگ ئي قريب پنځه کاله د امريکا ږغ راډيو او اشنا ټيلويزيون سره  د ٢٠٠٧  کال د فبروري تر مياشتي پوري کار وکى.  همدا اوس، د يوې شخصي کمپنۍ سره د  پښتو او دري ژبو د  انلاين تعليمي نصاب د جوړولو  په ساحه کي کار کوي.  دغه راز، په همدې برخه کي، د مريلنډ پوهنتون سره  د څلورو کالو راپدې خوا په کار لگيا  دی. 

 

ښاغلی فقري " په  رڼا باندي مين دی، خوتېارو نه ویریږی."  په خټه او شکل ښاري دی، خو په غرونو او بيدياوو کي ځان خوشحاله او ارامه احساسوي.  په روح او فکر ازاد دی، خو په سياسي او اقتصادي مسايلو کي  اعتدال او سالم پراگماتيزم غوره کوونکی دی.  په ژوند او فکر کي سرټمبه گي او افراطيت زيانمن بولي.  مذهبي افراطيت تر ټولو خطرناکه گڼي.   بدلون او تطابق ته عقيده لري.  اصول مني، انعطاف مني، روغه جوړه مني، خو د اصولو ماتول نه مني.  له  بني ادمانو او ټولو مخلوقاتو سره ښه کول يو عالي انساني هدف گڼي. د ازادو  سياسي بحثونو او گردابونو لېوال دی، خو د انسان فکري محدوديت هم مني.  پوخ  عقل او سپينه  هوښياري ستايې. روښان او ټينگ دليل  غواړي.  مگر احساس، زړه، عواطف او تر ټولو مهمه مينه هم مني.  په ژوند او کايناتو کي د يو عالي هدف او مقصد لېدل، د بني ادم د پاېښټ او ارام لپاره ضروري گڼي.  په ذهن او ژوند کي تلاښ او خوځښت ښه بولي.  د انسان لپاره ښادي او خوشحالي ضروري گڼي، خو په عين زمان کي د تکليف او غم نه هېرول هوښياري بولي.  ژوند او زوږ ته خوشبين دي.  په ښې راتلونکي  ايمان لري، خو په لاره کي د ناخوالو او خنډونو سره مبارزه کول حتمي گڼي د ژوندانه له ستونزو سره بې امانه مبارزه  او استقامت ستايي.  له مشکلاتو سره ډغري وهل لمانځي.  پورته او کښته مني.  څه وهل او لږ او ډېر رټېدل هم گالي.  څه شاتگ مني. او څه سترواخفا هم مني، خو تسليم او ماته نه مني. ډار او تېښته غاندي. خو مېړه  او مېړانه ستايي.  د هسک ستورو ته کتل ښه بولي، خو پر مځکي باندي په احتياط گامونه اېښودل هم ضروري گڼي.  شخصي او فردي ابتکار ته اهميت ورکوي، خو ډله ايزه  هملاسي او همږغي د هر ډول ستونزو د اوارولو يوازنۍ مطمينه کلي بولي.  د سياسي مفکورو د تبادلې او رشد لپاره د يوې باسوادي او ازادي مدني ټولني درلودل ضروري گڼي.  د عايداتو او مصرف انډول ساتل مهم بولي.  خو اسراف بد گڼي.  د سبا غم کول، سپما، او د راتلونکي نسل لپاره   اوسنى جهان څه بهتره پرېښودل  يو سپېڅلى هدف او ارمان بولي.  پخپل عصر او زمان کي د ځينو مهمو سياسي او اجتماعي ستونزو په ارتباط دريځ نيول مثبت او ضروري بولي.  حرکت، زوژ، او پرمختگ ژوند بولي، خو سکوت، تېاره او خپگان مرگ گڼي.   لټون ښه او گټور بولي. زغم او استقامت ستايي. خو ټپ درېدل،له سپېره  هل نه  ډارېدل، او په ناحقه  ترهېدل ماته او ذلت گڼي.  کاينات، زمان، او حتى کږدۍ روانه بولي. بدلون تل او دايمي گڼي.  فعاليت او ژوند لازم بولي. کار او زحمت د انساني کرامت او حرمت د ساتلو لپاره گټور گڼي. خوځښت، زوږ او حرکت ژوند بولي. خو د غرونو، بيدياوو، او د طبعيت چوپتيا او سکوت د بني ادم د روحي  سلامتۍ  لپاره ضروري گڼي.  په سياست کي، سيکولر او غير مذهبي حکومت ښه بولي.   خو سياست پرته له اخلاقي او  عقيدتي اډانو څخه خطرناکه او بې ثباته گڼي.  ازادي او ديموکراسي غوره سياسي سيسټم گڼي  استبداد او ډار د سياسي رشد او انساني کرامت لپاره زيانمن بولي. د دومداره سياسي ثبات او پرمختگ لپاره ديموکراسي، ازادي، پلوراليزم، او ازاد اقتصاد او مارکيټ موثر او بهتره گڼي.  د سولي د راوستلو لپاره  د قانون حاکميت، عدالت، مشروعيت ، او ديموکراسي مهم شرايط بولي.  کرکه، جنگ، او خپگان  غاندي.  پاکه مينه او عشق ستايي.  پوهه او حق غواړي. نور او حکمت ستايي.   او بالاخره  رڼا غوره گڼي، خو له تېارو نه نه ډارېږي.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/12/20  |
 پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن د الحاج محمدرزاق زوى په ١٣٣٨ هجري لمريز کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. د خپل پلار تر څارنې او روزنې لاندې يې پر اسلامي فقې او فارسي ادبياتو سربيره دغه رسمي زده کړې سرته رسولي دي:

 لومړنۍ او منځنۍ زده کړې: نوموړي زده کړې يي د چپرهار په ليسه کې په ١٣٥٧ هجري لمريز کې پاى ته رسولي دي.

 لوړې زده کړې: په ١٣٦١ هجري لمريز کال په کابل کې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ او جغرافيې له څانګې په لومړۍ درجه فارغ شوى دى.

- تخصصي زده کړې:

 لومړۍ ماستري: په ١٩٩١ ميلادي کال کې يې د لوړو او مسلکي زده کړو د وزارت له خوا د اوکراين هيواد ته تحصيلي بورس ترلاسه کړ او په ١٩٩٤ کې يې د هغه هيواد  د خارکوف له دولتي پوهنتون د جيولوجي او جغرافيې له پوهنځي د طبيعيت او طبيعي منابعو د ساتنې، ګټې اخيستنې او چاپيريال ساتنې له ديپارتمنت د ماسترۍ ديپلوم ترلاسه کړ.

 دوهمه ماستري: د هالند په هيواد کې يې د تحصيلي اسنادو له ارزونې وروسته هالنډي ژبه د لوړو زده کړو په کچه زده کړه او په ٢٠٠٤م کې يې د ژبې له دولتي آزموينې وروسته د آمستردام په پوهنتون کې د پوست ماستر په زده کړو کې د شموليت چانس ترلاسه کړ.

ښاغلي ځواکمن د ٢٠٠٦م کال د جولاى په شپږمه د آمستردام له پوهنتون نه د درس ورکولو د صلاحيت د ترلاسه کولو په برخه کې د خپلې دوهمې ماسترۍ ديپلوم ترلاسه کړ.

- دندې:

 د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ او جغرافيې په ديپارتمنت کې يې له ١٣٦٢ نه تر ١٣٧٠ هجري لمريز کال د استاد په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه د هغه پوهنتون د شپې پوهنځي او اقتصاد پوهنځيو کې يې هم د اقتصادي جغرافيې درس ورکړى دى.

 ښاغلي ځواکمن په ١٣٦٩ او ١٣٧٠ کې د ښوونې او روزنې د پوهنځي مرستيال پاته شوي دي. له ١٣٦٣ نه تر ١٣٦٧ د ننګرهار پوهنتون د آماده ګۍ پوهنځي مسؤل هم و.

 د ٢٠٠٦ ميلادي څخه تر ٢٠٠٨ ميلادي د هالنډ هيواد د فليفولند د تحصيلي مرکز د اقتصاد برخې د توريزم په څانګه کې د توريستي جغرافيې او توپوګرافي د استاد په توګه په رسمي دنده بوخت و.

 له ٢٠٠٨ ميلادي څخه تر2010 د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې د ديپارتمنت مشر و.

- فرهنګي او ادبي هڅې:

 له ١٣٦٣ نه تر ١٣٦٧ د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي شورا ريس و. په همدې موده کې د افغانستان د ځوانو ليکوالو د انجمن په مرکزي شورا کې د ختيځ زون استازى او د همدې زون د ځوانو ليکوالو د انجمن مشر و.

 دا څو کلونه په هالنډ کې د يوشمير نورو فرهنګپالو سره په افغاني کلتوري ټولنه کې په هڅو بوخت دى او د نوموړې ټولنې مشر هم پاتې شوى دى.

- خپاره شوي آثار:

 د ننګرهار کرنيزه جغرافيه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنې کيميا او بيولوژي د علمي مرکز خپرونه، کابل ١٣٦٨.

 شوګيرونه: د شعرونو لومړى ټولګه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت خپرونه، کابل ١٣٦٩.

- د پوهنمل رحمت ځواکمن دغه لاندې آثار چاپ ته چمتو دي:

 د ستورو سلګۍ: دا د نوموړي د شعرونو دوهمه ټولګه ده چې په ١٣٧٠ کې د افغانستان د ليکوالو انجمن چاپ ته ليږلې وه خو د جګړو له امله له چاپه پاتې شوه.

 وروستنى تفتيش: دا د طنزونو يوه ټولګه ده چې ګڼ شمير يې د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کې هم خپاره شوي دي. نوموړې ټولګه له ١٣٦٩ راهيسنې چاپ ته تياره ده.

 د ننګرهار تاريخي جغرافيه: د نوموړي اثر لومړۍ برخه په ١٣٦٩ کې د ننګرهار ورځپاڼې په څو ګڼو کې هم خپره شوې ده.

 د افغانستان د خيځې برخې طبيعي منابع: دا د ماسترۍ تيزس دى چې په اوکراين کې په ١٩٩٤ کې په روسي ژبه ليکل شوى دى.

 د شعرونو دريمه ټولګه: په نوموړې ټولګه کې هغه شعرونه چې نوموړي له هيواده بهر ليکلي راټول شوي دي.

- ځينې نورې ليکنې:

 ژوره څيړنه: دا يو تحقيقي او څيړنيز اثر دى چې ښاغلي ځواکمن په کې د هالنډ د امستردام په پوهنتون کې د ماسترۍ د زده کړو په پاى کې د خپل يو بل همکار رودي وان بروخين سره د هالنډ د هيواد په منځنيو زده کړو کې د جغرافيې د يوه ځانګړي ميتود اغيزمنتيا ارزولې ده.

 طرحه: دا د نوموړي د نويو درسونو يوه لړۍ ده چې نوموړي په هالنډ کې د خپل عملي کار په ترڅ کې د يوه کالج شاګردانو ته په مهاجرتونو د بحث او خبرو اترو لپاره طرحه کړې ده او د يوې رسالې په بڼه د کمپيوتر پر مټ شاګردانو ته د مستقل کار لارښوونه کوي.

 د پوهنې وزارت اړوند د جغرافيې د نهم ټولګي د درسي کتاب او د ښوونکي د لارښود کتاب او د يوولسم ټولګي د درسي کتاب مؤلف دى.

 د پوهنې وزارت اړوند د جغرافيې د درسي کتابونو او د ښوونکو د لارښود کتابونو د مسلکي ايدت کار يې هم ترسره کړى دى.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/12/13  |
 ډاکټرنثار احمد صمد

ډاکټرنثار احمد صمد په ۱۳۳۴ لمریز کال ( ۱۹۵۵ ع ) کی په کندهار کی زوکېدلی ، د میرویس نیکه د لیسې تر بشپړولو وروسته  په ۱۹۸۱ کی د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځی څخه فارغ سوی دی . په ۱۹۸۴ کی د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کی د روسي الوتکو په واسطه  د دوی د کور تر بمبارۍ وروسته ( چی مور او دوې ځواني خویندی یې  شهیدانی سوې ) صمد او پاتی کورنۍ  پاکستان ته مهاجر سول . ده هلته په کویټه کی د ملګرو ملتونو د دفتر په زراعتی څانګه کی د وترنري د آمر په توګه دوه کاله کار وکړ چی په دې ایالت کی د افغان مهاجرو په کیمپونو کی د هغوی د څارویو د وترنري او مالداري خدمتونو مسؤل و . دﺉ وروسته په ۱۹۸۸ کی هند ته ولاړ او هلته  یې د عرفان کلتوری مرکز ایجاد او فعال کړ چی له دې لاری یې زیات کلتوری او خپرنیز فعالیتونه وکړل او بېلابیل آثار یې خپاره کړل . دغه مرکز وروسته د برهان الدین ربانی سفارت د هندي پولیسو پواسطه وتړﺉ او صمد یې تر جدی تحقیقاتو حتی تهدیدونو لاندی راوست . صمد په هند کی دوولس کاله پاته سو څو چی د ۱۹۹۹ په پای کی کاناډا ته قبول سو او تر اوسه هلته اوسیږی .

صمد په دې شلو کالو کی ډیري ( یعنی د سلو په شاوخوا کی ) مقالې لیکلي او ژباړلي دي چی په متعددو خپرونو کی نشر سوي دي . صمد بېلابیل آثار هم لیکلي یا ژباړلي دي چی ځینی خپاره سوي او یو شمیر لا تر اوسه نه دي خپاره سوي چی مهم یې دا دي :

۱ – فاجعه قرن ما ، ډګروال محمد یوسف او جګړن مارک اډکین ( په ۱۹۹۶ کی چاپ سوی دی )

۲ -   د لستوڼی مار ، بروس ریچرډسن (  په ۱۹۹۸ کی چاپ سوی دی )

۳ – د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ، پروفیسور لوډ ویک اډامیک (  په ۱۹۹۹ کی چاپ سوی دی )

۴ – ازبین بردن تفاوت ها ، وحید سرور او زرڅانګه پوپل (  په ۲۰۰۶ کی چاپ سوی دی )

۵ – قرآنی ریاضی ، نثار احمد صمد  ( په ۲۰۰۹ کی چاپ سوی دی ) 

۶ - بوش په جنګ کی ، باب وډوارډ (  په ۲۰۰۸ کی چاپ سوی دی )

۷ - اسراییلی تبلیغ ډله او د امریکا بهرنۍ تګلاره ، سټیفن والټ او جان میر شایمر ( په افغان رساله کی مسلسل خپور سوی دی ) 

۸ - درغل دولت ، ویلیم بلوم ( په افغان رساله کی منظمأ خپریږی )

۹ - افغانستان : سیاسی کمزوري ، ډاکتر نبی مصداق ( تر چاپ لاندی دی )

۱۰ – د آزادۍ بیه : د افغانستان ویر ، سید قاسم رشتیا ( نا چاپه )

۱۱ – شیر شاه او د هغه عصر ، کالکارنجن قانونګو ( نا چاپه )

۱۲ – اسرایل په فلسطین کی ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۳ – پښتو لیک لوست ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۴ ـ د کابل پیغله ( ترجمه ـ ناچاپه )

۱۵ ـ پښتني نکلونه ( ترجمه ـ ناچاپه )

۱۶ ـ د نړۍ بهترین داستان ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۷ ـ د پند او عبرت څو قصې ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۸ ـ قرآنی ساینس ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۹ ـ افغاني ښځي ، د ترور او سیاست تر سیوری لاندی ( ترجمه ـ ناچاپه )        

 په « مجاهد ولس » او « دعوت » کی پخوا د صمد زیاتی لیکنی خپرې سوي دي او فعلأ په  « افغان رساله » ، « آینه افغانستان » او « کندهار » مجله  کی د ده مقالې خپریږی . صمد د څو افغانی ویب پاڼو (منجمله بېنوا )  سره هم قلمی همکاري لری او لیکني او ژباړي  یې وخت پر وخت هلته خپریږی . ده څو ځله د پیام افغان  او امریکا ږغ راډیو او آریانا افغانستان د ټلویزیون سره مصاحبې کړي دي . صمد د خپلی کورنۍ سره د کاناډا په ټورنټو کی اوسیږی . 
|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/11/15  |
 تاته نيمګړی نظم

تاته نيمګړی نظم

بيا مې دزړه دنېا خرابه شوله

بيا مې ګرېوان کې ېوه تڼۍ نشته

اوس ېوه ورکه تلوسه لټوم

اوس مې مزه د زندګۍ نشته

ما د تورتم لمنې وشلولې

زه په رڼا پسې راووتلم

اوس به څلور کونجه دنيا لټوم

زه چې په تا پسې راووتلم

ستا دروغجن تصوير چې راغی راته

دا کائنات راته بدل ښکارېدل

ټوله دنيا راته شاعره شوله

راته هر څه غزل غزل ښکارېدل 

ما ورته ټوله شپه کيسې کولې

خو ستا تصوير خبرې نه کولې

جېلوانه بيا مې څه ګناه کړېده

راته ځنځير خبرې نه کولې

اوس دې نامه زړه پورې کلکه نيسم

په کتابونو کې دې ګورمه اوس

د پسرلو لارې مې ونيولې

په ګلابونو کې دې ګورمه اوس

 ګلابي مخ دې په پرده کې ساته

چې په غرمو درنه خراب نه شي

زما زړکی به پرې زره زره شي

چې پاڼې پاڼې دا ګلاب نه شي

دلوټ باران کميس دې مه اغونده

چې پسرلې درسره جنګ ونکړي

زړه خو مې هسې هم بې لارې دې اوس

دا لېونې درسره جنګ ونکړي

که ته جامې زما په خوښه اخلې

زه درته زېړه مرينه اخلمه

د هندوستان مېرو ته ځان اوباسم

درله دنور يوه چينه اخلمه

د نور نه ډکې د رڼا ملکې

ته په اورونو باندې خپې مه ږده

د چا دمېنې ځاله ورانه نه کړې

د چا په زړونو باندې خپې مه ږده

زه مې دزړه په ژبه نه پوهېدم

تا مې دزړه ترجمانې وکړله

سم له دوذخه دې راووېستمه

په ما دې ښه مهربانې وکړله

له هغې ورځې چې مې وپېژندې

په کاېناتو کې بدلون وېنمه

وجود مې نوې وېنه جوړه کړله

اوس مې خېالاتو کې بدلون وېنمه

د کوه قاف دغره وړې ښاپېرۍ

چرته زما له مېنې تېره نه شې

زما د زړه ازار دې ونه وهې

دترابان ګوتو کې ګېره نه شې

زما اواز زما د زړه اواز دې

تا مې په زړه باندې لاسونه اېښې

کلې دې چاته څه وېلې نه شم

ځکه مې خوله باندې لاسونه اېښې

زما شاعرې ښاپېرۍ ملګرې

زه دې والله چې خپل وجود ګڼمه

زه دې نامه له خولې نه نه اوباسم

زه دې دعا زه دې درود ګڼمه

ما دې د مينې صنوبر وګڼه

او زما ښکلې ګل اندامه يي ته

د چا نظر دې روغه تېره نه کړي

څومره نازکه څومره خامه يي ته 

پام چې په زنه دې خال ونه وهې

د سبا ستوری به خفه شي درنه

زړه مې بيا ستا د ليدو  وس نه لري

دغه کمزوری به خفه شي درنه

ته د ډيوې په شان بلېږې جينۍ

ځکه شمال درپسې لارې څاري

زما په زړه چې دې ګذار کړی و

اوس يي وبال درپسې لارې څاري

په ما دې داسې بلا چل کړی دی

زلمی سړی اومه ماشوم دې کړم

د زړه کيسې اوس چاته نه کومه

څومره سخي اوم څومره شوم دې کړم

بېګاه مې بيا په خوب کې وليدلې

دا ځل دې بل ډول تصوير راکړ

زما د زړه مهار کولو ته دې

له خپلو زلفو جوړ ځنځير راکړ

زه دې پخپله خبر کړی يمه

چې ځانله بل ډول ملګری ګورې

زما دشعر تنور کې اور بلوې

د مړو ايرو منځ کې بڅری ګورې

پوهېږم زړه دې څومره ډېر درزيږي

زما دمينې انګازه ده پکې

دغې جنت ته به ضرور درځمه

زما لپاره دروازه ده پکې

راشه ګلاب مې شه تازه به دې کړم

زه د رڼو اوښکو شبنم لرمه

نوره دنېا په بلا نه وهمه

خو ېو داستا دمېنې غم لرمه

دژوندانه په دې تاوده سفر کې

راشه په دغه لاره مل مې شه

بېرته د شعر کلې ته کډه وړمه

راشه شاعر مې که غزل مې شه

 سمیع الله تړون / اسداباد/۲۰۰۹/۷/۲۲

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/11/15  |
 لنډه کیسه

سترګی یی سری وی ښکته یی کتل او ارامه ناسته وه دتل په شان عاجزه وه. غږ می ورباندی وکړڅه خبره ده هوسی؟ پورته یی وکتل راته یی وویل دژوند ترخی ورځی می تیرومه.دستروګو ګنجونه یی لامده شول ستونی یی غوټه شو بیا یی راته وویل ژوند په ټول عمرکی راسره بی وفایی وکړه. څو شیبی غلی  شوه سترګی یی دکوټی په چت کی وګنډلی باڼه یی نه خوځول او له لږ ځند ورسته یی وویل دمیری ظلمونه به می هیر شی او دغه ظلم چی  پلار می زما په حق کی  وکړ او زه یی دژوند له امیدونوڅخه نا هیلی کړم او زه یی آخر په قمار وبایللم دا مي هیڅ کله هم نه هیریږی .

 ليكونكي :ساينا ساپي

1389 /11/  20

دچهارشنبی شپه

۹:۳۰

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/11/13  |
 دعبدالقدوس پرهيز اودمحمد اکبر خادم لنډ ژوند لیکونه

 

عبدالقدوس پرهيز د شمس الدين خان افغان ځوي دي چۍ په ١٢٩٤ ه ش کال دننګرهار د ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د ملکزيانو د قوم پوري مربوط په يوه روښانفکره کورنۍ کې زيږيدلې دي. پلار يي مرحوم شمس الدين خان د خپل وخت د نامتو ليکوالو او قلم چلونکو څخه ؤ چۍ پوره ديارلس کاله يوازي د ننګرهار دمطبوعاتو مدير او له ننګرهار څخه د خپريدونکۍ جريدي اتحاد مشرقي مسوول چلونکۍ پاتۍ شوي په سونو ادبۍ او، ټولنيز او سياسۍ مقالۍ او ليکنۍ يي د اتحاد مشرقي په اونيزه او د هيواد دهغه مهال په نورو مطبوعاتو کې خپري شوي وي خو د بده مرغه د نه پاملرنۍ له امله فعلا هيڅ په لاس کې نشته. ددوي په هکله دپام وړ خبره داده چۍ د ننګرهار د وخت اکثره ليکوال او شاعران چۍ وروسته لوړ نوم او شهرت ته ورسيدل د همدغه مرحؤم د لاس نيالګۍ وه چۍ زياتو يي مدام په خپلو خبرو کې دهغوي علمې مقام او دپياوړي ليکوالۍ ستاينه کوله

 

عبدالقدوس پرهيز خپلۍ لومړنۍ زده کړي د کوز کنړ دسيد جمال الدين افغان په لومړنۍ ښونځۍ کې چۍ نوي پرانيستل شوي ؤ سرته رسولۍ خو د لوړو زده کړو څخه چۍ هغه وخت يوازي په کابل کې ممکن وو پاتي شو خو د خپل زيار او هاند له امله يي وکولې شول چۍ د هغه وخت مروجه دينی او ټولنيز علوم له نورو عالمانو او پوهانو څخه زده کړي همدارنګه دخپل فکري استعداد، ذوق او شوق او د پلار د هڅو په نتيجه کې يي ځان د نامتو شاعرانو او ليکوالانو تر سطحي ورسوه

 

پرهيز هم دخپل پلار په څير د خپل ژوند زياته برخه دهيواد په مطبوعاتي چاپيريال کې د وطن دځوان نسل دبيداري او ويښتيا لپاره په چوپړ کې تيره کړي ده . نوموړي په پښتو ټولنه ، راډيو افغانستان، د ننګرهار د مطبوعاتو د مدير او د ننګرهار د ورځپاڼۍ د مسوول چلوونکۍ او نورو ډيرو نشراتۍ موسساتو کې د يوه تکړه ليکوال او ژورناليست په حيث کار کړي دي. په سونو شعرونه ، ادبې، سياسی، ټولنيز او تحقيقۍ مقالي او ليکنۍ يي په جريدو او مجلو کې خپاره شوي دي. تر هغی چۍ موږ ته پته ده د کتاب په بڼه يوازي يو تحقيقی اثر يي د پوهانو د افکارو په نوم او د زړه بڅري چۍ دده د شعرونو يوه برخه ده، خپور شوي

 

دمحمد اکبر خادم لنډ ژوند لیک‌‌‌‌

 

ښاغلى محمد اکبر خادم د مرزا احمد جى زوى د پښتو نخوا مشهور شاعر او ليکونکى په ١٨٨٨ع کال د پيښور په (( چارسده )) کې زيږيدلى دى . دده پلار لومړى په (( اکوړه خټک )) کې اوسيده ، خو په ١٨٧٩ع کال کې له اکوړى څخه چارسدې ته وکوچيد، او هلته ميشته شو( ١ ) ، په ١٩١٩ع کال کې څه وخت چې د انگريزانو پرضد په پښتو نخوا کې د آزادى تحريک شروع شو ، نو خادم صاحب د وظيفى نه استعغى وکړه او عملاً په ملى جهاد کې شريک شو . دغه شان خادم صاحب خپل ټول عمر په قومى بيدارى او استعمارى قوت خلاف په جدوجهد صرف کړو ( ٢).

 

ښاغلى عبدالروف بينوا په (( اوسنى ليکوال )) کې د خادم صاحب د علمى ، مذهبى او سياسى فعاليتونو او د هغه د آثارو په اړه ليکى : تر کومه ځايه چې ما دده دوه اثر يو (( مم )) او بل (( حکمت)) ليدلى دى ښاغلى ښادم په زياته معنى يو دينى مبلغ او مذهبى او دينى محتسب دى .نو ځکه دده شاعرانه او قومى افکارو سر چينه هم يو مذهبى او د مينى  اصول او لارښوونى دى . او دده په ټولو آثارو کې دا اغيزه په څرگند ډول ليده شى ، مثلاً د خپل کتاب (( حکمت )) په مقدمه کې همغه وخت چې خادم صاحب د (( انجمن اصلاح الافاغنه )) ناظم و ، د (٠ التماس تر عنوان لاندى داسى ليکى : (( حضرات ! هر کله ې تمام يور پې طاقتونو د مسلمانانو ديورپ نه څه چې ددنيا نه د ايستلو او د ورکولو معمم  اراده وکړه ، او خصوصاً په ترکانو باندى ئي داسى ظلمونه وکړل چې د هغې ظلمونو هيڅ تاريخ ددنيا نظير نشى ورکولى ، اولاً چې کوم وقت د جزيرة العرب د پاکو او مقدسو ځايونو بى غرمى او بى حرمتى کيدله ، الله تعالى زما په زړه کې يو داسى اسلامى درد پيدا کړ چې فوراً ما ملازمت د دولت پريښود او دا دعا مى وکړله ، چې اى خدايه ! ماعامى او ناسيزلره توفيق د نيک عمل او د خدمت د اسلام را کړې ، د هغى تاريخ نه الله تعالى مالره توفيق راکه او په خدمت د اسلام کې ئي واخيستم چې هغه د (( انجمن اصلاح الافاغنه )) خادمى ده . په هغى وخت کې ما څومره چې په اسلامى قومونو نظروکه ، نو د پښتون نه راته بل قوم قابل د خدمت د اسلام چندان ښکاره نه شو ، ولى چې د خداى په فضل تر اوسه پورى پښتون ارام قوم دى )) .

 

د ښاغلى خادم سياسى ژوند هم تر ډيره حده بلکه ټول د همدې مذهبى جذبې لاندى تير شوى دى ، يو وخت د

(( سرخ پوشو )) ملگرى و ، چې وروسته د (( خدايى خدمتگار)) د حزب په نوم ياد شو ، بل وخت په (( مسلم  ليک )) کې شامل شو ، خو په دى دواړو وختو کې ئي لوى مقصد د اسلامى جذباتو په رڼا کې خدمت کول وو . څو چې د دواړوډلو سره ئي جوړه رانغله او له دواړونه بيزاره شو ( ٣ ) .

 

محمد اکبر خادم د پښتو ژبى د مخکښو شاعرانو څخه دى . خادم په پښتو ژبۀ شعرونه ويل او ټولنيز نثرونه ليکل ، د هغه د تاليفاتو او رسالو شمير څوارلسوته رسيږى ( ٤ ) .

 

خادم صاحب د ځوانۍ د زمانى د پښتو شاعرى کوى او د پښتو نثر هم ډير ښه ليکى . د پښتنو په بيد او لوکې دخادم صاحب ډير لوى لاس دى.خادم صاحب دخپلو تقريرونو او نظمونو په ذريعه د قوم ډير لوى خدمت کړى دى(٥ )

 

د ښاغلى محمد اکبر خادم د شعر نمونه :

 

غلامى

پښتانه ورک شوو پـښـــتـــنې پـــاتى دى

نارينه مړه شوو اوار تينې پـــــاتـــــــى دى

 

 

تهذيب بدل کړ غلامى د خــــــلــــــقـــــــــو

د زړو تــــهذيب د شمار دانې پاتــــى دى

 

اخلاق پرېو زى غلامى کښې مــــــــــدام

خوى د غلام انې بــــــهــــــانــې پــاتى دى

 

پښتو ، حيا ، غيرت او شــرم ورک شه

غيبت ، درواغ گيلې مــــــانې پـــاتى دى

 

پــــښـــتــــــــو ، اسلام دواړه وهى په لتو

چاته د پــــلار چـــــــه خـــــزانې پــــاتى دى

 

مسلمانان گورته ښکــته شوى دى ټول

تاريخ ددوى بس نــــشــــــانې پاتـــــى دى

 

سبق ياد کړى د اســــــــــــــلام دى نــــورو

ځکه ددوى تخت شاميانـــې پاتـــــى دى

 

خادمه ! چـــپ شــه نــورڅه مه وايه تــه

اســـلام رخت دى افـــســـانې پاتې دى

 

 

غزل

ما چې درته وکتل په سترګو کې

تا هم راته وخندل په سترګوکې

ستا د سترګو کلي کې د مینې ست

ما هم در  شروع کړ مزل سترګو ګې

دا چې له شوګیره تکې سرې ښکاري

ما هم لیدلی څه چل سترګو کې

ستا نازو را وښوده د مینې درس

ځکه اوس را یاد شي غزل سترګو کې

ستا کلي کې راج د ظلم ډير چلي

ځکه اوس کومه پالل سترګو کې

واخیسته ارین الهام له سترګو نه

ځکه اوس کوي ډير لیکل سترګو کې

څلوریز

هورانه یې کیسه کړه بنګړو شور وکړ

ما خو داسې نه کړل خو دې زور وکړ

سپین مړوند مې تاو کړ په وړې نجیلۍ

دې هم راته وویل اوس دې کور وکړ

غزل

اوس د زړه په درد اخته یم ژر به مړ شم

اوس په بل ځای کې میشته یم ژر به مړشم

ستا د مخ په تمه ډيرې شپې شوې تیرې

ستا په یاد لا هم تازه یم ژر به مړشم

نور مې درد دی ټول وجود رانه نیولی

بس د زړه په درد اخته یم ژر به مړشم

نوره ختمه حوصله زما بیلتون کړه

ژوندی پروت په هدیره یم ژر به مړشم

ستا د مینې کیسه وکړمه سپوږمۍ ته

بس هغې سره اخته یم ژر به مړشم

ستا د خال مینه په ستورو باندې وکړم

هر وخت ناست په تلوسه یم ژر به مړشم

د ارین درد من زړګي ته دعا وکړه

ستا دعا ته په تمه یم ژر به مړ شم

حمیدی

 

د هيواد ياد

 

د هيواد ياد راته ژړا راولى

غريبي سترګي مي تصوير د خپل اشنا راولى

 

څنګه په تورو شپو جلا شومونږه

هغه يادونه اوس زما غوږ ته سودا راولى

 

ددى وطن په حال به زه څنګه فرياد نه كوم

ما خو لا څه كړي ان قلم ته انګولا راولى

 

پردو زمونږ په خاوره لوبي وكړي

مونږه ويله چې افغان لره سبا راولى

 

په حقيقت كې د فريب او د نيرنګ جامه وه

پردي هميش زمونږه كورته كربلا راولي

 

چې افغانان ټول سره يوموټي شي

ربه په خپله دي مسكن لره رڼا راولى

 

دا خوار زبون هيواد به كله جوړ شي

چې حميدي ناروغ زړګي ته تسلا راولي

 

غزل

د ژوند شیبی خو له بهاره سره وی

شور د بلبلو لاله زاره سره وی

 

ژوند د هغو خراب جدا چی گرځی

نصیب چی ښه لری له یاره سره وی

 

چی دیدنونه د یارانو نشی کله کله

داسی وختونه دوهاره سره وی

 

چا ویلی دی چی مینه اسان کار ده

گل د گلاب مدام د خاره سره وی

 

حمیدی ولاړ شه د گلونو چم ته

رنگ رنگ گلونه له ملیاره سره وی

 

سوله

سوله خو تل د ازادی نښه ده

د محبت او د وروری نښه ده

 

چی ډک له مهره لاس یوبل ته ورکړو

په ولا دا د کامیابۍ نښه ده

 

پیغام د سولی چی کوتری یوسی

دا د کوترو د مستۍ نښه ده

 

مین په سوله دی داټول موجودات

جگړه همیش د بدبختۍ نښه ده

 

دا پدیده چی د عمل جامه په تن باندی کړی

افغانه پوه شه چی زمونږ د ترقۍ نښه ده

 

خو د پردو په لاره لاړهم نشو

چی دا زمونږ د تباهی نښه ده

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/11/12  |
 رباعی

رباعی

 

راځی چې زړونو ته مرهم واخلو

کیدو ټوپک لاس کې قلم واخلو

 

د هر مظلوم په خوله خندا خوره کړو

د هر یتیم له اوښکو پند واخلو

 

د سولی ژوند

 

تل په سوله کې ژوندون تیرول غواړم

د شاهین په څیر آزاد الوتل غواړم

 

په قفس کی بندی توب زمه خوښ نه ده

د بلبل په دود خپلواک چیغیدل غواړم

 

چې می هر طرف و هر لورته سفر شی

آواره لکه نسیم خپریدل غواړم

 

له بابا نه زه مین په آزادی یم

آزادی دګر کی سر ورکول غواړم

 

چې پتنګ ځان وریتوی په پآکه شمع

د میړانی یی هر وخت یادول غواړم

 

تل زما د قید وحبس سره جګړه ده

د زیندان د زولنو ماتیدل غواړم

........................

 

 

د ممتاز اورکزي څو غـــــزلونه

 

غزل

د بې غمه جانان غمه ویده کیږم

ډیر وختي به کار ته ځمه ویده کږیم

 

زه به بیا کله د ستا په څنګل سر ږدم

زه به بیا کله صنمه ویده کیږم

 

شین ماښام دی خو څوک راشي چاته ورشم

بستره به کړمه سمه ویده کیږم

 

بیا دي یاد یمه په غرونو خیژولی

بیا بیخي یمه بې دمه ویده کیږم

 

د بیلتون ویره او خوب ؟ پاړو ګر نه یم

چې سره به د لړمه ویده کیږم

 

که دي خوښه وي ژوندونه ! زه ممتاز خو

د څه وخت د پاره مرمه ویده کیږم

-------------------------------

 

غزل

 

زه په خپلو اوږو خپله جنازه وړم

زه چې تانه ځمه ! ګله جنازه وړم

 

هغه شوخ به کله کلک په غېږکې نیسم

شوخه غمه ! ستا به کله جنازه وړم

 

د لونګ سوی وجود دي وړم له غاړي

دا ګلاب دي له اوربله جنازه وړم

 

له جونګړي تر محل د امید ورا وه

تر جونګړي له محله جنازه وړم

 

ما ممتاز نه زړه او زهن قاتل یوړل

چې د کوم به اوس اوله جنازه وړم

 

-----------------------------------

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/10/4  |
 حبيب الرحمن ابراهيمي

زوکــــړه :

ښاغلی حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي دمحمد ابراهيم خان زوی دوردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د بر کوهګرد د کلي اوسيدونکی دى، چې په ١٣٥٦هـ کال کې یې دزابل ولايت په مرکز قلات ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

دیادولو وړده چې هغه مهال يې دقبله ګاه صاحب دنده دشهید سردارمحمد دواد خان په وخت کې په زابل کې ؤ اوکله چې کمونستانو کودتاه وکړه نوپلار يې دکمونستي نظام اوروسانو پروړاندې مقدس جهاد پیل کړ او بیرته خپل پلرنۍ مېني (وردګو) ته راستون شوی .

زده کـــړي :

لومړنۍ زده کړې يې تردرېم ټولګې پورې له خپل قبله ګاه صاحب او دکلي دجومات له امام صاحب څخه زده کړي.

د ښاغلي ابراهيمي په خبره : «بیا وروسته هغه مهال چې په کلي کې مو (کوهګرد کلي کې ) دلمړي ځل لپاره دانصارالمومنين په نوم دمجاهدينو لخوا یو ښوونځی جوړ شو، په دريم ټولګي کې يې شامل شوم اوترپنځم ټولګي پورې مې همدلته ويلی وروسته بيا پنځم ټولګي نه تر۱۲ ټولګي پورې دشش کلا په عالي لیسه کې زده کړې ترسره کړې » .

په ١٣٧٥ کال کې دکانکور دازموينې له ورکولو څخه وروسته دکابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځي ته بريالى شو؛خو د يو لړ ستونزو له امله يې ونه شو کولاى چي خپلې زده کړي بشپړې کړي او وروسته يې د باندنيو چارو وزرات د ډيپلوماسې انستيتيوت یا معهد کې په زده کړو پيل وکړ او (١٣٨٠ ل) کال کې يې له دغه انستيوټ څخه ديپلوم تر لاسه کړ.

ابراهيمي دجګړې اوسولې دنړيوال انستيتوت ، اودميډياانټرنيشنل چې خبريالانوته يي دخبریالۍ په برخه کې روزنه ورکول تر پنځلسو نه زياتو اوږدمهاله او لنډمهاله ورکشاپونو کې دژورناليزم په اړه زدکړې کړې دي .

ښاغلی ابراهیمي که د یو لړ ستونزو له امله په خپل وخت په پوهنتون کي لوړې زده کړې نه دی بشپړې کړې؛خو همدا اوس اوس په داسې حال کي چي د شپږو ماشومانو پلار هم دی ، په کابل کې دشرعياتو دپوهنځي ددريم ټولګي محصل دی .

 

دندې :

ابراهيمي دڅلورو کلونو لپاره دهېواد دعدلیې وزارت دفرهنګي څانګې دمسؤل په توګه هم پاتې شوى دى،اوددې ترڅنګ يي له فرهنګي، ادبي ژورناليستيکي کارونو سره مینه وه او دګڼو مجلو او اخبارونو سره همکار پاتې شوی دی .

د جنګ اوسولې دنړيوال انستيتيوت سره يې دژورناليزم په برخه کې دوه کاله دخبريال په توګه کارکړی.

ددې ترڅنګ يې دجګړې اوسولې دانستيتيوت سره دوه کاله دخپلواک خبريال ،دکابل اوونيزي سره دپښتو د خبريال په توګه ،دملالۍ مجلې سره دخبريال، په فرانسوي، انګلیسي،پښتو اودري ژبه خپريدونکي مياشتنې (کابول نيول) مجلې سره دازاد خبريال په توګه،همدارنګه يې دڅه مودې لپاره د آينې دمطبوعاتې او کلتوري دفتر اړوند دفرانسې دراديويې يونټ سره دخبريال په توګه هم دنده تر سره کړې ده، اود پژواک خبري اژانس د رامنځ ته کيدو نه يانې(۲۰۰۳ م) کال نه د(۲۰۰۹) کال تر پایه د سیاسي ،قضايې اومذهبي ، ټولنیزو چارو ، کلتور او فرهنګ ،میرمنواو عدلي چارو کې دخبریال په توګه دنده ترسره کړي .

له ۲۰۰۹ کال راهیسې يې یوځل بیا د سولې او جګړې د نړیوال انستيتوت سره د پری لانس خبریال ،مهال خبري اژانس . دبریونیو فلم سره دتحقیقي ژورنالست په توګه ،دبرخلیک اونیزې دمرستيال اوخبريال په توګه ،ىريوټرز آژانس ،ام بي سي ټلویزیوني چينل، نشنل جیوګرافیک ټي وي او ګڼو نورو نړیوالو ټلویزیوني چينلونو او آژانسونو سره تراوسه د پری لانس خبریال په توګه کار کوي .

لیکنې او آثار :

ښاغلی ابراهيمي د لیکوالۍ او شاعرۍ په اړه وايې : «شعر مې ډیر خوښیږي خوخپله شاعر نه یم اولنډي کیسې ډیرې لولم تاریخي اوتحقیقي لیکنې ډیرې خوښوم» .

نوموړی له ادبي بانډارونو ،غونډو او مشاعرو سره ډیره مينه لري اوډیر خوند ورکوي ؛ خویوشی چې همیشه يې ده ته ستونزه جوړه کړې هغه داده چې وخت ورسره کم وي اودخپلو بچو، موراوپلار لپاره دحلال رزق دپیداکولو په موخه کاراومزدورې کوي او چې کله وخت پیداکړي نو ملګرودوستانو اوخپلو خپلوانو پوښتنې کوي .

کتابونه يې تراوسه چاپ شوي نه دي ،ولې چاپ ته برابر دي؛خو د نوموړي په اند د ده بوختیاوي د کتابونو د چاپ په مخکې خنډ شوي.

متفرقي لیکني لري او تر دې مهاله يې په انټرنیټ پاڼو اخبارونواومجلو کې په لسګونو مقالي خپري شوي دي .

ښاغلی حبیب الرحمن ابراهيمي صیب تر دې ګړیه په ژوند کي دوه ځله د بیت الله شریف په لیدلو او د حج د مبارکي او ستري فریضې په اداینې مشرف شوی،خو د دې سترې فریضې د اداینې په مهال هم ترې خپل مسلک پاته شوی نه دی .

الحاج ابراهيمي لومړی ځل په ۱۳۸۴ کال کې اودوهم ځل په ۱۳۸۶ کال کې سعودي عربستان ته دحج دفریضي د ادا کولو په موخه تللی اوهلته يې دحج دمناسکو ترڅنګ دپژواک خبري اژانس په ګډون ،دآريانانو ټلویزیون ،دآزادۍ راډيو له پښتو ،دري او انګلیسي برخو سره دخبریال او دغه راز د امريکا غږ اوبي بي سي راډیو سره درې درې میاشتې دخبريال په توګه دندې ترسره کړېدي.

موږ د خپلي ټولني دې ځوان او هڅاند خبریال ته لابریا او بالا زغم او حوصله غواړو .

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/10/4  |
 نصرالله حافظ

ښاغلی نصرالله حافظ زموږ دهیواد د معاصر ادب اوفرهنګ پیاوړی شاعر او نامتو لیکوال    

زه دپښتو ادبیاتو په رنګین او غوړیدلي ډګر کې د داسې یو نامتو ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله خبرې کوم، چې د ده نوم د یو دروند، قدرمن، نوښتګر لیکوال او شاعر په توګه دپښتوادب اوهنر په رنګینه نړۍ کې دتل لپاره ژوندی، نه  ورکیدونکې او نه هیریدونکې دی . دا وتلي لیکوال او شاعر د خپل ځلاند نبوغ اود

څپاندهنري استعداد او ذکاوت په وسیله او دخپل لوړ تخیل او اوچت فکر په درلودلو سره یې دشعر په اسمان کې داسې ستورو ته لاس غځولې دی، چې د ده ښکلي او اغیزمند شعرونه خوله په خوله ، کور په کور، کلي په کلي او ښار په ښارګرځي راګرځي . د ده منظوم او منثور آثار د مضمون، محتوا او فورم  له مخې د پښتو ادب اوشعر په بڼ کې ارزښتمند، ګټور، رنګین او په زړه پوري ملي ، ادبي او هنري شتمنې شمیرل کیږي .

دا خودرویه، غوړیدلې ، تازه او ښیرازه ګل د پښتو ادب په ګلستان کې (ښاغلی نصرالله حافظ) دی .

ښاغلی نصرالله حافظ د خپلو علمي او ادبي هلو ځلو په وسیله دپښتو کلاسیکه شاعري د نوي معاصرې شاعرۍ سره د ټولو شعري اصطلاحاتواو ژبني ترکیبونوپه پام کې نیولو سره، چې تخیل، عاطفي احساسات، مفکوره، آهنګ او موسیقیت یې روح ګڼل کیږي وصل کړي دي او خپله طبع یې په ډیره ظریفانه، هنرمندانه او ادیبانه انداز سره په دې لاره کې آزمویلې ده، چې د ده دا ادبي او هنري خدمتونه او فعالیتونه د ډیر قدر او ستاینې وړ دي .

ښاغلی نصرالله حافظ د میرزا نوراسلام زوی دی، چې په (۱۳۱۰) لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالی کې د حافظانو په کلي کې په یو ادبي او روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګی پرانیستې دي . ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د ننګرهار په ولایت کې د خپل کلي چپرهار په ولسوالی کې په لومړنۍ ښوونځې کې پای ته رسولي دي، ده دخپلوهمزولوپه ډله کې یوځانګړی استعداد  او ذکاوت درلود، او په شپږم ټولګي کې وه، چې په شعر ویلو یې پیل وکړ . حافظ صاحب وایي : زه په داسې یو ماحول کې پیدا شوی یم، چې وروسته له آزانه ما شعر اوریدلی دی . د دغه ماحول تاثیر وه، چې زه شاعر شوم . دی په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د عالي دارالمعلمین نه فارغ شوی دی . وروسته له فراغت نه دښوونې او روزنې په وزارت کې د ښوونکي په توګه وټاکل شو، او د خوشحال خان په لیسه کې یې دښوونکي دنده درلوده . په (۱۳۳۳) لمریز کال کې په پښتني تجارتي بانک کې مقررشواوهلته  د (ویسا)مجلې غړی شو، چې دا مجله د دغې بانک له خوا خپریدله او ده پنځه یا شپږ کاله په دغه بانک کې کار وکړ . په (۱۳۳۹) لمریز کال کې د پښتون غږ د مجلې په اداره کې د مرستیال په توګه دنده لرله او بیا یی په همدغه کال کې په رادیو افغانستان کې کار پیل کړ، او هلته د رادیو د روزنې ادارې د پښتو برخې د چلوونکي په توګه وټاکل شو . په (۱۳۴۳) لمریز کال کې د رادیو د تدقیق مدیر او وروسته د هنراو ادبیاتو د ادارې د مرستیال په توګه وګمارل شو . څو موده وروسته بیا د رادیو د روزنې ادارې د ټولنیزو خپرونو د مدیریت دنده ور په غاړه شوه . ده په رادیو کې د پښتو ډرام او ډیالوګ د مدیر په توګه هم دندې تر سره کړي دي . په (۱۳۵۳) لمریز کال کې ده د رادیو د انسجام د مدیر په توګه او د هنر اوادبیاتو په اداره کې د مرستیال په توګه خپله دنده تر سره کړی ده . په (۱۳۵۸) لمریز کال کې د پښتنو او بلوڅو د خپرونې د لوی مدیر په توګه وټاکل شو، او له (۱۳۵۹)لمریز کال  راهیسې ده د هنر او ادبیاتو په اداره کې کار کاوه .

دحافظ صاحب دشعري کلام او دالفاظوعاطفي رنګ او خوند، ژبني ادبي خوږوالی او دشعري ترکیباتو پراخوالی او مقبولیت په ډیر ښکلي اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي او په هر ادبي ذوق برابر دي، او شعري موسیقیت او آهنګ یې ښکلی او رنګین دی او د ده شعر ته یې روح بخښلی دی . د ده لومړنۍ شعر په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د انیس په ورځپاڼه کې چاپ شوی و. ده په خپل ادبي نوښت او تازه لیکنو د پښتو ادبیاتو په ګلبڼ کې داسې ګلان وکرل، چې د ده دګلونو غوټی ګل شوی ، وغوړیدی او کل مخی شوی، چې نن سبا د ګلونو په ګلزار کې د دغو رنګارنګ او تازه ګلونو بوی او عطرونه دپښتو ادب په شین او زرغون آسمان کښې معطره شوي دي او هر څوک په ښه انداز تری نه ګټه پورته کوي .

حافظ صاحب هغه وخت، چې په رادیو افغانستان کې  د ادبیاتو په اداره کې کار پیل کړ، ده ته هلته دا چانس ور په برخه شو، چې د یو شمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونو سره آشنا شي او په ادبي برنامې او پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي . ده هلته یوه دیني خپرونه، چې  (دسهار نذرانې) په نوم یادیدله خپروله او (۲۲) کاله یې وچلوله ، دغې برنامې د اولس په راویښولو کې ډیر زیات اغیز درلوداو دخلکو له خوا په هغه وخت کې د ستاینې وړ خپرونه وه او ډیر مینه وال  یې درلودل .

حافظ صاحب ډیرې زیاتې خوندورې ادبي لیکنې لري، اوزیاتره ښځینه او نارینه سندر غاړو او هنرمندانو ته یې سندرې او ډیر عالي تصنیفونه جوړ کړي دي ، چې د ده زیاتره شعرونه د هنرمندانو له خوا په ډیرو ښکلو طرزونو او ښایسته کمپوزونود موسیقي په پردو کې ویل شوي دي .

میرمن پروین، چې زموږ دهیواد یوه درنه،  نامتواوپخوانې سندرغاړې وه،  دحافظ صاحب شعرونه یې په ډیر ښکلي کمپوزونو کې په خپل خوندوراوزړه وړونکي آواز کې ویلي دي . دبیلګې په توګه دا بیت ګورو: 

دا ستا په سترګو کې جانانه څه اثر غوندې دی

چې مې لیدلې بیخي زړه زما اوتر غوندې دی

استاد اولمیر، چې یو خوږ ژبی، وتلی، درونداو نامتوسندر غاړی او هنرمند و  په  خپل خوږ آواز کې یې دحافظ صاحب ډیر زیات شعرونه په ډیر عالي طرزونواو کمپوزونو کې په ښکلي او د اغیز نه ډک آواز کې دموسیقی په پردو کې داسې ویلي دي، چې دخلکو په زړونوکې منګولې ښخوي او خلک ځانته راکاږي او روح ته یې آرامش ورکوي . د بیلکې په تو ګه دا بیت ګورو:

د آسمان په شنه لمن کې دبهار وریځی نڅا کړي

خوشحالي کړي اټنونه، چې خندا ورته بریښنا کړي

استاد قدیم، چې زموږ د وطن یو تکړه، نامتواو اولسي او وطني سندرغاړی او هنرمند و ده هم دحافظ صاحب شعرونه په خپل ښکلي او په زړه پورې آواز کې په ډیر ښکلي کمپوزونو او طرزونو کې ویلي دي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

سور سالو په سر که په مکیز باندې روانه شه

ځه کږه وږه شه لکه زرکه خرامانه شه

او یا وایي :

بیا د لیلا د لاس بنګړي په شرنګیدو ښکاري

په شونډو سرو یې سور پیزوان په ګډیدو ښکاري

حفیظ الله ګردش، چې زموږ د هیواد یو خوږ غږی اوپیژندل شوی سندرغاړی او هنرمند دی، نوموړی خپله یوه خاطره د استاد حافظ صاحب دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله داسې بیانوي :

(پخوا،  چې کله یو سندر غاړي غوښتل، چې یوکمپوز جوړ کړي اویا که کوم کمپوز ورته پیدا کیده، حافظ صاحب ته یې مراجعه کوله ، چې زه داسې یو کمپوز لرم ته په دې قالب کې ماته یو شعر ولیکه . ماهم د مسرور صاحب نه یو کمپوز تر لاسه کړی و. داکمپوز ما حافظ صاحب ته وروړ او حافظ صاحب ماته یو شعر ولیکه، چې دا شعر یو ډیر خوندور او ښکلی وه لکه :

ښکلی دلداره زما ستا له غمه مرمه راشه بې وفا

ما دا سندره په تلویزون کې ویلې ده .)

لنډه دا، چې نه یوازې دغو هنرمندانو، چې موږ یاد کړل بلکې یو شمیر زیاتو نورو سندرغاړو او هنرمندانولکه : استاد  ایوب، طلامحمد، نعمت الله، سید علم او داسې نورو، دحافظ صاحب  ډیر زیات شعرونه په خپل خوږوآوازونوکې ویلي دي .

په رښتیا سره چې د حافظ صاحب شعرونه یو ځانګړې موسیقیت لري، ساده، روانه، رنګینه او شاعرانه ژبه لري . د ده شعرونه اولسي خوند او رنګ لري، ژبني او شاعرانه  ترکیبونه داسې انځوروي، چې د لوستونکو، اوریدونکواو ویونکو په ذهن کې یو ښکلی انځور او عیني حقیقت ترسیموي، او د خپلو مینه والو په زړونو کې داسې ښکلا او مینه راپاروي، چې دوی هرومرو ترینه ګټه پورته کړي او خپله ادبي تنده پرې ماته کړي .

داجوته ده، چې زموږ زیاتره لیکوالان او شاعران ډیر با ارزښته منظوم او منثورآثار لیکلي دي، د دغو لیکوالانو او شاعرانو لیکنې نه یوازی، چې دقدر او ستاینې وړ دي بلکې د دوی ادبي او فرهنګي مقام او منزلت زموږ په ټولنه کې یو ځانګړې ځای  او مرتبه لري او زموږ خلک د دوی ادبي هلې ځلې او خدمتونه ستایي او په درنه سترګه ورته ګوري .

حافظ صاحب هم د هغو لیکوالانو او شاعرانو له ډلې څخه دی، چې ده دخپل قلم، علم او فکر په وسیله زموږ دادب  وړانګې روښانه او ځلانده ساتلې دي . ده په خپل هنري،  ادبي او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونوکښې (۵۲) کتابونه لیکلي دي، چې یو شمیریې چاپ شوي دي . دیادونې وړ ګڼم، چې حافظ صاحب په خپل ادبي او فرهنګي ژوند کې دخپلو ادبي آثارو په لیکلو د یو شمیر مقاماتو له خواتقدیر شوی هم دی .

د ده چاپ شوي آثار دا دي :

- دشمشاد هسکې څوکې : دا شعري ټولګه د حافظ صاحب لومړۍ ټولکه ده چې په (۱۳۶۲) لمریز کال کې د لیکوال ټولنې له خوا خپره شوې ده .

- دنغمو کاروان : په دې کتاب کې د حافظ صاحب  هغه د پښتو سندرې، چې درادیو په آرشیف کې ثبتې شوې دي، لیکل شوې دي . دا اثر په (۱۳۵۶) لمریز کال کې دنړیوال سمینار په ویاړ د بیهقي کتاب خپرولو د موسسې له خوا خپور شوی دی .

- ستا د چم ګلونه : دا شعري ټولګه په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .

- ستا د چم ګلونه : دا  د شعرونو بله ټولګه ده، چې  په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .

- سهارنې نذرانې : دا هغه دیني برنامه ده ، چې حافظ صاحب په رادیو افغانستان کې جوړوله .

- دحق پتنګان : دا دیوې خپرونې نوم دی، چې حافظ صاحب د خپل اوچت قلم په وسیله ورته لیکنې برابرولې، چې اوس هم په رادیو کې خپریږي .

- د اتم ټولګي تاریخ : دا ژباړل شوی کتاب دی، چې حافظ صاحب په پښتوژبې ژباړلې دی او په (۱۳۴۴) لمریز کال کې چاپ او خپور شوی دی . دا کتاب دپښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی .

- مات ستوري : دا ټولګه د حافظ صاحب د شعرونو ټولګه ده،  په (۱۳۷۹)لمریز کال کې چاپ شوې ده، چې په دغه ټولګه کې د ده ډیر خوندور، ښکلي او ښایسته غزلونه لیکل شوي دي .

تاترې : دا اثر په (۱۳۶۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی، چې په دې اثر کې خوندور نظمونه لیکل شوي دي .

- دردونه او تکلونه : دا اثر په (۱۳۶۹)لمریز کال کې چاپ شوی دی ، چې په دې اثر کې ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونه لیکل شوي دي .

- زړه پګړۍ : دا اثر په (۱۳۸۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی .

- هیواد، سوله او جرګه : دا شعري ټولګه په (۱۳۸۷) لمریز کال کې چاپ شوې ده.

 

حافظ صاحب یوشمیر ناچاپ آثارهم لري او دی په دا فکر کې دی، چې دا آثار هم دچاپولولپاره ترتیب اوتدوین کړي . د دغو آثارو نومونه دا دي :

دمینې ډیوه،زما ترانې، د حق پتنګان ، په جاپان کې اسلام، دلنډو کیسې یوه ټولګه، دننګ په نامه، د بیدارۍ غږ، دسباوون نغمه، مات وزرونه، د اسلام سیاسي تاریخ، د حضرت محمد(ص) دوړکتوب کیسې، ویرنې او ستاینې، دسولې علم بردار، پردیسه مینه، مرسته، حبابه، کابل شهیدشو، غیرتي ابۍ، هغه شپه چې لمن یې سپینه ده، شعري بغاوت، منظوم لیکونه، دپښتو ژبې سره دزړه خواله، سپرلنۍ ټولګه، د نړۍ د نامتو لیکوالانو کیسې، پت پالنه، دنړۍ دمشهورو شاعرانو شعرونه (ژباړه)، د نړۍ  دادبیاتو د شهکارونو کیسې (ژباړه)،  پرهرونه ، او داسې نور.

په رښتیا سره که چیرې د حافظ صاحب ناچاپ منظوم او منثور آثارهم چاپ شي، نو دا څرګندیږي، چې د ده آثارزموږ د پښتو ادب یوه لویه او بډایه ګنجینه او خزانه ده .

 

له نیکمرغه، چې زموږ حافظ صاحب هم دهغو لیکوالانواو شاعرانو له ډلې څخه دی، چې دخپل لوړ تخیل، اوچت فکراوقلم په وسیله یې د (۴۰۰) په شااو خوا کې لنډې نړیوالې کیسې او یو شمیر نکلونه یې دفارسي- دري ژبې نه په پښتو ژبې ژباړلي دي، چې د ده دا خدمت دډیر قدر او ستاینې وړ دی .

حافظ صاحب د(۵۵) کالوپه شااوخواکې په رادیوافغانستان کې دادبي او فرهنګي

فعالیتونوسره بوخت و. ده په زیاتره او مهمه مشاعرو کې دیوخوږ ژبي ویاند او انانسر په توګه شعرونه دکلمه کول ، اود زیاترو ښځینه او نارینه سندرغاړواو هنرمندانو سندرې ، شعرونه او تصنیفونه یې لیدل او اصلاح کول .

حافظ صاحب د یو شمیر مشهورو خپرونو لپاره ډیرې په زړه پورې او خوندورې لیکنې کړې دي، چې دا مشهورې خپرونې دا وې :

سهارنۍ نذرونه، دحق پتنګان، شوم دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، دادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکریزو پاڼه، دطاووس بڼکه، دمعرفت سمونه، دنیسان غږ او داسې یو شمیر نورې خپرونې ، چې دا ټولې خپرونې د رادیو افغانستان په آرشیف کې خوندي دي . حافظ صاحب په سلګونو نورې لیکنې هم کړې دي، چې د وخت په ورځپاڼو، جرایدو اومجلو کې چاپ شوي دي . ده د یو شمیر نامتو، پياوړي او وتلي لیکوالانود آثارو په هکله هر اړخیزې ادبي څیړنې هم کړې دي لکه : خوشحال خان خټک بابا، استاد حمزه شینواری، استاد راحت زاخیلي، استاد قیام الدین خادم او داسې نورو.

دحافظ صاحب شعرونو د رحمان بابااود استاد حمزه شیواري له شعرونو څخه رنګ اخیستې دی .

عبدالله بختانې ، چې زموږ دهیوادیو نامتولیکوال او وتلې شاعر دی .  د حافظ صاحب د شعرونو په هکله داسې وایي :

(حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د اولس شاعري او دپښتو د پخوانیوشاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترګه کتلي او په ښه ډول یې دوام ورکړی دی او غنا یې وربخښلی ده )

حافظ صاحب دخپل لوړ او شاعرانه تخیل او اوچت فکر په وسیله دپښتو غزل رنګین ساتلی دی او ډیر خوندوراو په زړه پوري غزلونه یې لیکلي دي . ده دپښتو ادب په ډګر کې په خپل نبوغ او طبیعي استعداد سره د پښتو غزل ته د عصر د نویو تجربو سره  یو نوی اوتازه رنګ ورکړ . ده خپل غزلونه په بدیعي صنعتونو، استعاراتو، کنایاتو، تشبیهاتواو سمبولونوښکلي کړي دي . ښاغلی عبدالغفور لیوال ، چې زموږ د هیواد یو تکړه لیکوال او خوږ ژبې شاعر دی د حافظ صاحب د شعرونو دښکلا په هکله داسې وایي :

(د ښاغلي حافظ په شاعرۍ کې، صنعتونه ډیر دپام وړ دي . یعنې ټول هغه معنوي او د بیان فنون   او صنعتونه ، چې زموږه  په کلاسیکه شاعرۍ کې معمول وو، په معاصره دوره کې  ښاغلی نصرالله حافظ هغه یو یوازنی شاعر دی ، چې ورته پام اړولی دی .)

حافظ صاحب دپښتو ادب یو نوښتګر اوبریالی لیکوال او شاعر دی، چې ډیرې زیاتې غزلیزې ټولګی لري لکه :

ستا دچم ګلونه، مات ستوري، دردونه تکلونه ، زړه پګړۍ او داسې یو شمیر نورې شعري ټولګې، چې تر اوسه نه دي چاپ شوي .

- حافظ صاحب  د مینې ، ښکلا او عاطفي احساس شاعر دی . ده په خپلو شعرونو کې دطبعیت رنګینه ښکلا، مینه او محبت، حسن او جمال، دمطربانو، مستانو او رندانومحفلونه، د سوزاو ساز سندرې، دمیو بلې ډیوې او د ښایسته ساقي په لاس کې دمیو جام او همداسې نور ظریفانه او شاعران ترکیبونه او سمبولونه په ډیر ښکلي او خوندور شکل د شعر په ژبه بیان کړي دي . دبیلګې په توګه د ده دغزلونو دا بیتونه ګورو، چې وایي :

شپه څومره لویه شوه اوږده شوه سبا هیڅ نه راځي

تیارې خورې په شااوخوا دي رڼا هیڅ نه راځي

دمجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره

چې یو دناز قدم پرې کیږدي لیلا هیڅ نه راځي

او یا وایي :

ساقي! د زړه شراب په نوي پیمانه کې راکړه

مطربه کیف د دریاب په ترانه کې راکړه

په سر مې واړولې ډیرې د ستم زمانې

صله د رحم لږ په دغه زمانه کې راکړه

اویا وایي :

مونږ د شعر له کوره ځو خو غزل ځان سره وړو

بلې ډیوې د پتنګانو اجل ځان سره وړو

څه مو چې کړي په دنیا کې هغه دلته پریږدو

ښه وي که بد وي دا ناچیزه عمل ځان سره وړو

 

اویا وایي :

څرک د رڼا ته انتظار کاږم

توره تیاره کې د ژوند لار کاږم

چې مې یو ګل نشته دژوند په بڼ کې

منت به څله د بهار کاږم

اویا وایي :

د حسن ملنګان يو د جانان كوڅې ته ځو

د خپلې وركې مينې د ارمان كوڅې ته ځو

شايد چې په كې بيا مومو كعبه د خپل مراد

جنونه ستا د رحم د ګريوان كوڅې ته ځو

اویا وایي :

لكه تالا، چې یې خزانه شول زما ګلونه

په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه

لمدې په پرخه د غونچو نيمزالې سترګې نه دي

بلبله ستا په غم كې ناست دي په ژړا ګلونه

اویا وایي :

چې يې زلفې په مستۍ راواړولې

په ناز سترګوليونۍ راواړولې

ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې

دې د حسن دُرخانۍ راواړولې

اویا وایي :

بيا د ليلا زلفې په مخ باندې سمسورې شوې

خمارې سترګې يې په كومو رنجو تورې شوې

د ښايستوكې خورې نخرې يې نورې شوې

د جهان سترګې ورته ستړې په ليدو ښكاري

اویا وایي :

نوې مې وچې پرې د سترګو د اسمان چينې شوې

تا چې په سپينه كوكۍ راوړل د خندا ګلونه

يو عجيبه غوندې شور ګډ شو په بازار د حسن

حافظ چې راوړل د غزل په لمن بيا ګلونه

دحافظ صاحب په شعرونو کې  ملي، وطني ، عاطفي او ټولنیز احساسات په ډیرو ښکلو تصویرونو او خیالونو کې  ترسیم شوي دي .  ده دټولنیز ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې خپله شعري طبع آزمویلې ده ، چې لوستونکی یې په خونداورنګ  نه مړیږي .

ښاغلی زرين انځور، چې زموږ دهیواد  تکړه ليکوال ، اووتلې شاعردی د حافظ صاحب دشاعرۍ په هکله داسې وايي :

( نصرالله حافظ د پښتو ژبې اوسمهالی (معاصر) شاعر دی، هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړي دي، تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي، خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې له خپل شعر سره  يې يو ځای ژوند کړی دی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه . شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی .)

حافظ صاحب په (۱۳۳۵) لمریز کال کې د ښوونکي او دمور دمقام او منزلت په هکله شعرونه لیکلي وو، چې دغو شعرونو د مور د ورځې لومړی درجه جایزه تر لاسه کړې ده . او بیا یې په (۱۳۵۲)لمریز کال خپلې مور ته یوشعر ولیکه او د مېرمنو ټولنې ته یې  ورولېږه. دغې شعر هم جایزه وګټله . دیادونې وړ کڼم ویل کیږي، چې هغه وخت دمیرمنو ټولنې ته د وخت ملکه هم راغلې وه، او حافظ صاحب يې د شعر د ويلو نه وروسته خپل حضور ته وروغوښته، چې د سروزو په يوې سکې او څه پيسو يې دی ونازوه. د بیلګې په توګه د د غې شعر یو څو بیتونه ګورو :

ستا له دې ښکلي خواږه نومه شم قربان مورې

زما کعبه، زما قبله، زما ايمان مورې

ځمکه خو څه کړې قدمو کې دې هواره ښکاري

د ادب سر درته ټيټ کړی دی آسمان مورې

- حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې دوطن سره، دهیوادوالوسره، دملي یوالې اوملي وحدت سره، دخلکوداتحاد اواتفاق په هکله، د سولۍ، سوکالۍ، خپلواکۍ، آزادۍ په هکله، دملي احساساتو د راپارولو په هکله ، د پښتواو پښتونولي سره خپله ژوره مینه اواحساس په ډیرو ښکلو او په زړه پورو انځورونو، اوخیالونو کې ترسیم کړي دي . د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو، چې وایي :

زه چې هسې په نشه د وطن مست يم

د پښتو د ننگ مې څښلى پيمانه ده

هسې شور مې د ملي مستئ بيدار دى

چې حيرت کې ورته ډوبه ميخانه ده

د هستۍ برابرې مې دى څوک نه کړى

د وطن هره غونډۍ مې خزانه ده

زه چې مست يم د وطن د عشق په ميو

په پښتون زړه کې مې وينه مستانه ده

او یا وایي :

اى پښتنو ستاسې وطن يمه زه

غوږ راته کيږدۍ څه ويل غواړم

اولنى شى چې ارمان دى زما

هغه د ځان آزادول غواړم

ستاسې د پلار او نيکونو کوريم

لږ دخپل ځان آبادول غواړم

چې مى پردى په حريم ونه بلوسى

تاسو نه د غومره ساتل غواړم

اویا وایي :

زه په هيڅ ډول دا منلى نه شم

آخر خو زه د پښتنو وطن يم

چې غلامى له مرگه بده گڼى

زه خو د هغو ميړنو وطن يم

چې آزادي يې د فطرت برخه ده

د پرونو د ننو وطن يم

زامنو! پام کوئ هوښيارشئ ورته

زه خو د ستاسو لرغونو وطن يم

زه پلار وطن تاسو بچي يۍ زما

زما د ننگ نشان اوچت وساتئ

زما عزت په خپلواکۍ کې پروت دى

د پلار عزت مو په غيرت وساتئ

او یا وایي :

ويــاړلی خوا ته خړ مې خيبر دی

دغيرت طور دی د جنت ور دی

ســـــردار و دلته خوړلی سر دی

بــل ځای که بر و نو دلته لر دی

د تــــورو ګـــټو ولاړ يو غر دی

پـــه تــــورو غشو پرهر پرهر دی

د زلـــمـو سيمه د ننګ ډګر دی

پـــه خپل قوت يې پوره باور دی

په کې ابادې ډېرې حجرې دي

دا تاترې دي، دا تاترې دي

او یا وایي :

زما شيرينه زما خوږ دمور او پلار وطنه

يم دې کوهکن زما د مينې پيوستون دا دى

بس چې د ستا د سوکالۍ ورځې پرې وگورمه

ارمان د عمر مې د سترگو نن پرون دا دى

ماته د سپين مخ تورو سترگو د بيلتون مه وايه

که چپرې بيل د ستا له غيږې شوم بيلتون دا دى

که رنځيدلى يم هم تا کې به صحت ومومم

زما شفا زما دوا زما روغتون دا دى

تر هغو نه کينم ترڅو چې تا آباد نه کړمه

وطنه! تا سره مې عهد نن پرون دا دى

فکر وطن ژبه وطن احساس وطن وطن شو

بې لتا نه لرم مضمون زما مضمون دادى

اى د وطن د مور د غيږې مدرسه کې لويه

ځان دې ښه پوه کړه ستا دپاره پوهنتون دا دى

چې دملي وحدت په ميو کړي ملت سيرابه

بيړه کوه ساقي چې وخت د پيوستون دا دى

حافظ دژوند وروستو سلگو کې هم وطن يادوي

شهيد په مينه د باندې پښتون دا دى

او یا وایي :

زه دشراب، زه دکباب دخوړو وږی نه یم

ماته دمینې محبت خواخوږه جامونه راکړه

ما دوزخي ته، چې دهجر په صراط تیریږم

درنه قربان شم لږ د وصل صفتونه راکړه

او یا وایي :

بیرغ دسولې مو په لاس کې د بشر دی

سوله غواړو

جګړه دې ورکه شي جګړه کې لوی خطر دی

سوله غواړو

او یا وایي :

زموږ خوښیږي د پښتو خبرې

د مرکو او جرګو خبرې

میراث زموږه د پلرو نیکونو

راپاتی شوی له وختو خبرې

او یا وایي :

ملى شعور را بيدار شوى تقاضا نوى ده

نن دپښتون دتورى شرنگ نوى رڼا نوى ده

د آزادى گټى دپاره يو خروش جوړ دى

دپښتانه له هر بچى نه سرفروش جوړ دى

بيا دپښتون تاجک په کو رکې جم وجوش جوړ دى

دسر په وينو دځوانانو نو شانوش جوړ دى

تورى له تيکونه بر بنډى راوتلى وينم

دغليمانو ورته سپينى تښتيدلى وينم

او یا وایي :

په کلک عزم هرسړى مرام ته رسي

د مطلب د لوى پړاو انجام ته رسي

د زلمو د ارادو له مضبوطوالي

گټه ډيره خپل ولس او قام ته رسي

د ملي شعور احساس چې وپاريږي

نو انجام يې يو ملي قيام ته رسي

زه د مينې په کلک هوډباندې ولاړ يم

که د ژوند غرمه مې اوس ماښام ته رسي

نيک بختي به له دې بله چرته مومي

چې مين د خپل جانان سلام ته رسي

او یا وایي :

ورپه غاړه افغانانو ته نن سبا ده

د وطن دخپلواکۍ ګټې سودا ده

اخیستل د دې متاع شي په سرونو

خپلول يې کله کيږي په لالونو

په ايثار فداکارۍ باندې کيداى شي

په پوره دلاورۍ باندې کيداى شي

دا ميدان هغو گټلى له هر چانه

چې وتلى وي دننگ له امتحانه

او یا وایي :

د پښتنې مور په لمن کې چې لوى شوى نه وي

د تيرو تورو سرته لاس وراچولى نه شي

د سپينو تورو د بريښنا سره چې نه وي بلد

د ننگ غيرت مقابلې ته دريدلى نه شي

چې په مزار د شهيدانو يې ونه رپيږي

د آزادۍ بيرغ هيڅوک پورته کولى نه شي

او یا وایي :

دلته پښتو شته، دلته پښتون شته

لیلا چې شته ده نو خود مجنون شته

دلته غورځنګ شته دلته پاڅون شته

دلته جرګه شته، دلته تړون شته

دلته  دوستي شته، هم پیوستون شته

غیرت د نن هم دپرون شته

او یا وایي :

ستا د وطن د زړه په رگ پورې ژورې نښتې

وروسته له دې دې راته ښکاري ژوندون گران اولسه!

کلونه تير پيړۍ شوې تيرې خو تراوسه پورې

تامعلوم نه کړل خائنان او صادقان اولسه!

چې ستا خدمت کوي پراته په تورو خاورو کې دي

ستا په قصرونو کې اوسيږي خائنان اولسه!

او یا وایي :

هغه چې ستا په نابودئ کې بود د ځان ويني

هوښيار شه وپيژنه دغسې کسان اولسه!

هغه چې ستا د سرسودا کوي له نورو سره

هغه به څنگه ستا وطن کاندي ودان اولسه!

هغه چې ستا په خوله وهي د خاموشئ مهرونه

آزادي څه شوه ستا د فکر او بيان اولسه

او یا وایي :

دغه دى وخت د امتحان دى د افغان اولسه!

په غړيدلو سترگو گوره دا جهان اولسه!

د ځان ځانى دنيا کړه ورانه غم د نورو وخوره

ترڅو به خورې د خپل ځان غم ستا وزيران اولسه!

چې د ملي وحدت کښتۍ دې څو سنباله نه کړې

نو ډوبوې به دې تر هغو دا توفان اولسه

او یا وایي :

چې  مې په سر کې د ملي وحدت خمار ویښ کړي

ځای د استوګنې  راته هسې میخانه کې راکړه

راته بلا د چا د تورو زلفو دام، چې نه شي

لوی قناعت راته د خال  وړه دانه کې راکړه

-    حافظ صاحب  په خپلو شعرونو کې د جنګ، ورانې، وحشت، استبداد اوظلم تصویرونه او دجګړې سره خپله کرکه داسې بیانوي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو، چې وایي :

اورونه رازرغون شول د ګلونو په هیواد کې

میلمنه شو محرم د اخترونو په هیواد کې

قدم قدم کې رنګ خپور شو د وینو هر خوا

د مرګ تیاره غوړیږي د رنګونو په هیواد ګې

او یا وایي :

د اور په سرو لمبو سوسیږي د کابل ګلونه

د سپرلي وخت رژیږي دکابل ګلونه

راغله بې وخته پرې سیلۍ د څه نا ترسه خزان

داسې، چې مړاوي مړاوي کیږي دکابل ګلونه

-    حافظ صاحب یو با احساسه او دردمن شاعر دی، چې د ده په شعرونو کې سوز وګداز، درداو نیاز له ورایه مالومیږي . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو، چې وایي :

تــاسې کـه جامونه په سر واړول

موږه هم غمونه پــه سر واړول

تاسو د خوښۍ نشې په سر کړلې

موږه ټول غمونه په سـر واړول

اویا وایي :

عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم

دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم

نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم

دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم

اویا وایي :

چې مې د ساز په اواز نور زړونه ناسازه نه شي

سوز د قفس راته په خپله اشيانه کې راکړه

چې زړه پرې وسوزم بې واره ورنه وګرځمه

د ژوندون شمع په آغوش د پروانه کې راکړه

چې د نړۍ د آسمان غر شم او دنيا رڼا کړم

دتېر عظمت قدرت په نوي سامانه کې راکړه

که چیرې دحافظ صاحب شعرونه په غور سره وګورو، نو داڅرګندیږي، چې حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د داسې شعري کلماتو اوالفاظو،خواږه ترکیبونو، تشبیهاتواواستعاراتو نه کار اخیستی دی، چې د ده دشعرونو ښکلې شاعرانه کیفیت له ورایه مالومیږي .

حافظ صاحب نه یوازې په هیواد کې دننه، بلکې په بهر کې هم دیو پیژندل شوي لیکوال او شاعر په توګه معرفي شوی دی .ده په خپل وخت کې بهرني ملکونو ته زیات سفرونه کړي دي . دده لومړۍ سفر سعودي عربستان ته وه . ده هلته د حج مراسم ترسره کړل او بیا یې ډیرې ادبي اوفرهنګي موسسې ولیدې او د دوی له تجاربو څخه یې خپله ګټه پورته کړه . ده پنځه واره  شوروي اتحاد ته سفرونه کړي دي او هلته یې دادبي او فرهنګي موضوعاتو په هکله خپل مالومات بشپړ کړی او د یو شمیر ادبي آثارو په هکله یې علمي او تحقیقاتي څیړنې کړي دي . دده ورستۍ سفر دعراق هیواددپلازمینې بغداد ته وه . په بغداد کې د صدام حسین په واکمنې کې هر کال ادبي او فرهنګي غونډې او جشنونه ترتیبیدل او دبیلابیلو هیوادونونه ادبي او فرهنګي شخصیتونه دعوتیدل . حافظ صاحب په دغه سفر کې هم ادبي او فرهنګي موسسې ولیدلې او دعراق مهمو ښارونو ته یې سفرونه وکړل . دی په دغه سفر کې هند ته هم ولاړو او د ډهلي ښار یې هم ولید.

حافظ صاحب یو دروند، متواضع او باوقاره شخصیت دی . ده په (۱۳۷۴)لمریز کال کې له رسمي او دولتي وظایفو څخه تقاعد واخیست . اوس مهال دی په کابل کې اوسیږي . دی پنځه اولاده لري، کشر زوی یې د طب په فاکولته کې درس وایي او د درس په څنګ کې دخپل پلار لاره  تعقیبوي او د شعرونو په لیکنو او ویلو هم بوخت دی .  حافظ صاحب  په خپلو نا چاپو آثارو کار کوي او غواړي، دا آثار چې ډیر لوی ملي او ادبي ارزښت لري  خپلومینو والوته  ډالۍ کړي . زه د خافظ صاحب د دغولویو باارزښتو کارونو او فعالیتونوقدر داني کوم او ده ته د خدای تعالی څخه د سترو بریاوو، بشپړې روغتیا او اوږده ژوندهیله کوم .

د حافظ صاحب  یو شمیر شعرونه مو غوره کړي دي، چې د دغو شعرونو په لوستلو کې  د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم :

ښاغلی نصرالله حافظ  د ارواښاد سیلاب صاحب په هکله ، چې زموږ دهیواد یو دروند، نامتو، پوخ او وتلې شاعر وه او د ده ډیر نږدې ملګری و، داسې وایي :               

کله چې زه د ګران او محتر م ورور امان الله ( سېلاب) ساپي د شهادت نه خبر شوم نو دغه شعر مې په داسې حال کې ووايه چې له سترګو مې ورسره اوښکې بهېدلې .

سېلاب ته

سېلابه ! ته چې تللې خبر کړی به دې وای

ملګری د دې اوږود سفر کړی به دې وای

حافظ به بې له تا نه چاته توی کړي د زړه وينې

ملګرو کې مې نشته دی مثال د ستا د مينې

که بار به وو زما په زړه د غره قدر غمونه

چې ډېر به شول په ما باندې په ژوند کې کړاوونه

چې دربه غلم تاته تا به واخستل لمانه

په ډکه خوله خندا به دې خوشاله کړم بېشانه

وو تود به تل مدام ستا په وجود د شعر بزم

درېدلی څومره کلک وې د پښتو په کړي عزم

اوس واورم د چا شعر چاته ووايم خپل شعر

تم شوی چې له کوم وخته د ستا د حيات مهر

ای وروره ستا د وينو شهادت ته مې سلام دی

دوستۍ کې ستا ريښتيني صداقت ته مې سلام دی

مزار دې راته ندی معلوم ګرانه چاره څه ده

د روح نه دې مدد غواړم راښايه لاره څه ده

سر شوی يم د ژوند په نا هموارو ګړنګونو

ځپلی دومره ډېر يمه د هجر نا تارونو

کړم فکر چې به نن او يا سبا ته ليونی شم

هو څيرې به ګرېوان کړم د مالت به خندنی شم

راځه درنه قربان شم په خېر راشه لېونتوبه

توده به تاسره کړم هم د مينې ګرمه لوبه

غمونه د سېلاب به درته هر يو په حساب کړم

هو جوړ به د سېلاب په غم د شعر بل کتاب کړم

د اشا او خوا چې ګرځي دغه واړه ليوني دي

راغلي دغه ښار ته ببر سري ليوني دي

سېلابه ! کاشکې ډوب وای زه هم ستا مستو څپو کې

ملګری چې وای ستا سره د ژوند وروستو شېبو کې

قسم خورمه د ستا په نازک شعر زه سېلابه

چې ستا د مرګ خبر کړمه په زړه باندې خرابه

حافظ دې چا ته پرېښود چې ته لاړې له جهانه

قسم دی چې بې تا يمه په خپل ژوند ډېر ستومانه

********************************

د حُسن ګلان

مونږه د شعر له کوره ځو خو غزل ځان سره وړو

بلې ډيوې د پتنګانو اجل ځان سره وړو

څه مو چې کړي په دنيا کې هغه دلته پرېږدو

ښه وي که بد وي دا ناچيزه عمل ځان سره وړو

چې هلته هم پرې نغری تود محبت پاتې شي

مونږ به د مينې د لمبو خپرول ځان سره وړو

پرې لنډوو به د سپېرو دښتو اوږدې مزلې

بس خو همدغه به توښه د منزل ځان سره وړو

چې پرې ښېرازه او تازه وي ستا د حُسن ګلان

د تړمو اوښکو د باران ورول ځان سره وړو

(١٣٧٠) آريانا هوټل   احمدشاه بابا سيمينار د

*********************************

د رڼا څرک

څـــــــــرک د رڼا ته انتظار کــــــــــــــــــاږم

توره تيارو کــــــې د ژوند لار کــــــــــاږم

چې مې يو ګل نشته د ژوند په بڼ کې

منـــــت بـــــــــه څلـــــــــه د بهار کــــــــــاږم

هيڅــــــوک په غم راسره نه شو شريک

په يوه ســـــــر دغـــــــــــــه ناتار کــــــــاږم

وران کړي څو ځله باران د اوښکـــــــــو

چې په کاغذ دغــــــــــــه اشعار کــــــاږم

چې مې تر څو قلم په ګـــــــوتو کې وي

نوم د جانان به پرې بار بـــــــــــــار کاږم

حـــــــافـــظ" ګلونه ټولــــــــــــووم د شعر

غـــــــــــــــاړې ته ســـــتا د ګلو هار کاږم

(١٣٦٨)شاه شهيد کابل

*********************************

غزل

بيا د ليلا د لاس بنګړي په شرنګېدو ښكاري

په شونډو سرو يې سور پېزوان په ګډېدو ښكاري

بيا د ليلا زلفې په مخ باندې سمسورې شوې

خمارې سترګې يې په كومو رنجو تورې شوې

د ښايستوكې خورې نخرې يې نورې شوې

د جهان سترګې ورته ستړې په ليدو ښكاري

بيا د كږو بڼو په غشو د دوى ښكار كوي

وروځې لېندې په مئينانو دغه كار كوي

په بلۍ جګه شوه دا چارې هرسهار كوي

سينو كې زړونه ورته تل په رپېدو ښكاري

بيا د ګودر په لورې ځي ځان يې سينګار كه نه

د سويليو جوړ په ځان پسې كتار كه نه

د ګودر سر يې د ښكلا لنډۍ بازار كه نه

په تور اوربل يې خوږ نسيم په لګېدو ښكاري

بيا يې د خياله د سرو ټيك سور په اوربل كه نه

د مئين زړه يې بيا په سرو لمبو جلبل كه نه

په سپينه غاړه يې هيكل ورسره مل كه نه

حافظ بل يې دا ښايست په غوړېدو ښكاري

*********************************

د ميخانې بلی

راشــی، چې ډکې پيمانې واخلو

بــلا پــــه ســر د ميخانې واخلو

شــوبه جرګه د ميکدې په نغري

غـــچ بـــه لـه تېرې زمانې واخلو

ســاقي راواړوه د سترګو کاسې

چې يو څه کيف د يارانې واخلو

لږ مو د زړه په رباب ګوتې کيږدی

چې خوند د عشق له ترانې واخلو

که نور د شمعې د رڼا پسې ځي

موږ به ايرې د پروانې واخلو

********************************

دعشق جامونه

راشه چه واړوو په سر نوی جامونه د عشق

نن راته ښکاری عجیبه غوندی رنګونه د عشق

ورته به واچوی زاهد له مستی ډک لاسونه

بیا په سر شوی دی په بل رنګ سرودونه دعشق

لاس دی زما په لاس کی راکړه چی دی ورسوم

ماته څرګند دي هسکي ټيټي منزلونه د عشق

نن يي له ډیره افتخاره سر اوچت وينمه

چا چي په سر باندي اخستي تومتونه د عشق

دمينی اور دي مدام بل وي په ګوګل ګي زما

که مي منظور دچا په در شي دا سوالونه د عشق

********************************

يو کيدو خبرې

زما خوښــــيږي  د پــــښتو خــــبـــرې

د مــــرکـــو او د جـــرګــوخــــــبــــــــرې

مــــيراث زمـــــوږه د پلــــــــرو نــــيکونو

راپــــــاتې شــــــوی له وخـــتـوخــــبرې

روغـــې زموږه په جـــــرګــــو شــوی دی

دی دا زموږ د لرغـــونـــــــو خـــــبــــــرې

شو به د مينې په کلــــــه کې جـرګـــــه

نـــــــــه اورو نـــوری د پــــردو خــــــبــرې

په يو څادر کښينو د ورورنو غــــــــونــدی

او کــــــــړو په خوند د يو کــيدو خـــــبرې

********************************

غزل

پښتو مې نه ده ورکه پښتانه لاپه کې شته دى

درانده به نه شي سپکه چې درانده لاپه کې شته دى

ټپو کې دزلمو او د ترانو په زير او بم کې

حجرې ډيرې تودې دي ميلمانه لاپه کې شته دى

غوړيږي مې خزان کې چې د زړه د بن گلونه

دمينې ارمانونه مې ستا نه لا په کې شته دى

چې نه شم غړولى سمې سترگې درته گلي

تراوسه دې کاږه واږه باڼه لاپه کې شته دى

رسيږي به منزل ته تالا شوى قافلې

گينگړې خو دمجنون د کاروانه لا په کې شته دى

تازه به مې په اوښکو دا تا لا ترغى چمن کړم

اغيزې د سپرلي د بارانه لا په کې شته دى

راځى که تماشې ته مې دزړه د لاله زار

داغونه ډير د چا د بيلتانه لا په کې شته دى

د عشق دروغى جوړې گډ حلال لوگي يې خيجي

کباب پټۍ دا نې د لړ ما نه لا په کې شته دى

********************************

غزل

د حسن ملنګان يو د جانان كوڅې ته ځو

د خپلې وركې مينې د ارمان كوڅې ته ځو

شايد چې په كې بيا مومو كعبه د خپل مراد

جنونه ستا د رحم د ګريوان كوڅې ته ځو

د مينې خراباته ستا په سر كوو سوګند

درځو پر هغې لورې د ايمان كوڅې ته ځو

د مصر زليخا دې ناز د مصر په كوڅو كړي

د مينې لېوني موږ د كنعنان كوڅې ته ځو

ورېږي مو پر سر كه د تېرو تورو باران

اى عشقه ستا د عهد و د پيمان كوڅې ته ځو

د تورو تورو شپو د كږو لارو او كوڅو نه

د لمر غوندې راوځو د اسمان كوڅې ته ځو

*******************************

دديدن خيرات

نن دې سترګو کې د کوم شراب مستي ده

چې راغلې مې په زړه هســــــــــــې سستي ده

ستا ترخې سپورې زما خوږې د نــــــــــــــــورو

ياره! دا څه محبت څنګه دوســـــــــــــــــــتي ده

ساقي ستا د منت بار په ولونــــــــــــــــــــه وړم

دا باده زما په لاس کــــــــــــــــــې ((الستي)) ده

پيدا شوی له ازله يم سرلـــــــــــــــــــــــــــــــــــوړی

د غماز غوندې مې کله زده پســــــــــــــــــتي ده

دديدن خيرات ژرژر ويشه په خــــــــــــــــــــوارو

د خير کار کې په کار هرکله چســـــــــــــــــــتي ده

مبارک دې د ښکلا هستي تل اوســــــــــــــــــــــه

راپه برخه تل مدام ماته نيسـتـــــــــــــــــــــــــي ده

ای د حسن زبردسته رحم بويــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

د حافظ خواري د عمر زيردستــــــــــــــــــــــــي ده

********************************

اوږده شپه

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي

تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي

د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره

چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي

د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي

په سپېرو شونډو مې پېره د خندا نه راځي

څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی

دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي

لېونۍ نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه

اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه

دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي

********************************

د کابل ګلونه

د اور په سرو لمبو سوزېږي د کابل ګـــــــــــــــــــلونه

د پسرلي په وخت رژېږي د کابل ګلــــــــــــــــــــــــــونه

راغله بې وخته پرې سيلۍ د څه نا ترسه خــــــــــزان

داسې چې مړاوي مړاوي کېږي د کابل ګلـــــــــــــونه

بلبله خواره ته په څه ځوړند وزری ښــــــــــــــــکارې

د چا اوربل ته نه رسېږي د کابـــــــــل ګــــــــــــــــلونه

د وينو رنګ د وينو بوې به په کــــــــې خود پروت وي

چې په سرو وينو راټوکېږي د کابــــــــــــل ګلــــــــــونه

دا د مالي له لاسه شوي ناپرسانه ښــــــــــــــــــــــــــــــــاره

نن چې وړيا تا کې خرڅېږي د کابــــــــــــــــل ګلــــــــــــونه

څوک څه خبر دي په دې وخت زما د زړه لـــــــــــــه اوره

چې ورته ګورم تالا کیږي د کابــــــــــــل ګلــــــــــــــــــونه

دا خو ډيوې څه په مزار د شهيدانــــــــــو نـــــــــــــــه دي

د زړه د اور په تاو بلیږي د کابـــــــــــل ګلـــــــــــــــــــونه

را ورېدلي پرې د چا د ماتم اوښـــــــــکې نـــــــــــــــه دي

په خپلو اوښکو کې لمبېږي د کابــــــــــل ګلــــــــــــــــــــونه

ماته زما د زړه ټوټه ده هـــــــــــــــــره پاڼــــــــــه د ګل

تاته به څه رنګه ښکارېږي د کابــــــــــــــــــل ګلـــــــونه

چې پټوي په مړاوو پاڼو کې خپل زېړ مخـــــــــــــــونه

دا خو په ځان پورې شرمیږي د کابل ګلـــــــــــــــــونه

ماته صفت څله کوې ته د جهان د ګلـــــــــــــــــــــــــــو

خدايږو چې ډير ډېر مې يادېږي د کابل ګلــــــــــــــــونه

هغه زما د مينتوب د يـــــــــــــــــــــــــــــــارانې ريباران

کله زما ځنې هېريږي د کابل ګلـــــــــــــــــــــــــــــــــونه

حافظ)) به نه وي که بيا راشي پسرلــــــــــی د ژوندون))

بويه چې بيا پرې وغوړېږي د کابل ګــــــــــــــــــــــــلونه

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/10/3  |
 پوهنیار یارمحمد پکتين

زوکـــړه :

ښاغلی پوهنیار یارمحمد پکتين په ( ۱۳۵۲ل) کال کي په کابل کي دې نړۍ ته سترګي غړولي؛خو لکه له تخلص څخه يې چي جوتېږي نوموړی له آره د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي د عثمانخېلو دکلي اوسیدونکی او اوس مهال د کابل ښار په دوولسمه ناحيه (احمدشاه بابا مېنه) کي ژوند کوي.

زده کـــړې:

لــومړنۍ: د افغانانو د کشمنري لومړى نمبر ښوونځى،خساري کمپ،هنګو ، کوهاټ، پېښور(پاکستان).

لېسه يا د بکلوريا سند : عبدالله بن مسعود (رض) هنګو ،کوهاټ، پېښور، پاکستان،د فراغت کال:١٣٧٠ل

لسانس:په پېښور کې يې د دعوت او جهاد او په افغانستان کې د کابل پوهنتونو څخه د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه په کدر او دوهم نومره فارغ شوى دی .

نوموړی په (١٣٧٠ل)-کال په پېښور کې د دعوت او جهاد پوهنتون کې شامل شو ،ښاغلی پکتين په داسې مهال درېيم ټولګي ته بريالى شو،چي پوهنتون يې د پاکستان د حکومت له خوا وتړل شو؛ نو ورسره جوخت د نوموړي زده کړې هم د څو کالو لپاره پاتې او غوڅې شوې؛ ترڅو په ګران هیواد کي د طالبانو د حکومت تر پرځېدا وروسته د موقتې ادارې په رامنځ ته کېدو سره يې يو ځل بيا په کابل پوهنتون کې په پاته زده کړو پيل وکړ او په ١٣٨٢ل.ل.کې ترې فارغ شو .

ماسټري:

په (١٣٨٨ل.ل) کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټري په دوره کې شامل شو او د (١٣٩٠ل.ل)کال په لومړيو کې يې بشپړه کړه.

علمي رتبه يې (( پوهنيار)) دى.

دنـــدې :

له فراغت وروسته یې د لومړي رياست جمهوري او پارلماني ټاکنو کې د سيد کرم ولسوالي د عمومي مسول په توګه دنده تر سره کړې.

له هغه وروسته يې د شمشاد تلويزيون سره د سهيل ختځ زون د دريو ولايتونو (پکتيا ،پکتيکا ،خوست )څخه د خبريال په توګه دنده ترسره کړې.دغه دنده د تلويزيون د خبري سرويس له پيله سره پيل او څلور کاله يې دوام درلود.

ښاغلي پکتين په داسې حال کې چې د خبريالي دنده يې په غاړه وه په (١٣٨٤ل.ل) کال کې د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د استاد په توګه په رسمي ډول مقرر شو او تر اوسه همدغه دنده ترسره کوي .

همداراز ښاغلي پکتین د پکتيا ولايت په فرهنګي او کلتوري ټولنو کې تر خپل وسه پښتو او ټولنې ته خدمت کړى او لا دا لړۍ جريان لري.

ليکنې او آثار:

د ښاپيرۍ ورغوى د قافيې پر تله :دا کره کتنې اثر دى خو لا چاپ شوى نه دى.

د کاروان په شعر کې د بديع معنوي ښکلاوې: دا څيړنيز اثر دى،چاپ نه دى.

د پکتيا پکتيکا فرهنګي حوزه :دا هم څيړنيز اثر دی، چې تر ليکنې لاندې او لا بشپړ شوى نه دى، په دغه اثر کې د پکتيا او پکتيکا د وروستۍ دورې ټول فرهنګې حالات لکه : ټولنې ،ليکوالان، رسنۍ ،د هغوى فرهنګي ،کلتوري او علمي کړنې او نور به په تفصيل سره بيان شې.بايد يادونه وکړو، چې دغه اثر د ښاغلي پکتين د ماسټرۍ د تېزس موضوع ده .

له دې پرته يې په لسګونو علمي اوفرهنګې مقالې ليکلې او په بيلابيلو مطبوع او غير مطبوع رسنيو کې نشر شوې.

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/10/2  |
 ښاغلی عبدالباري جهاني

د بېنوا ویبپاڼي د سږ( ۲۰۱۱) م کال د غوره شخصیت په توګه د افغان اولس مشهوره څېره، استاد شاعر، پیاوړی لیکوال، باجرأته مورخ، اکاډمیک فُوکلوریسټ، او رښتینی ژورنالیست ښاغلی عبدالباري جهاني اعلان کړ:

ښاغلی عبدالباري جهاني د اوس څخه شاوخوا ۶۴ کاله تر مخه په ۱۹۴۸م کال د کندهار ښار د بامیزوپه کوڅه او د ارواښاد حاجي عبدالاحمد په کور کي وزېږېدﺉ، اول یې د مرحوم استاد ملا محمد نور اخوند څخه دیني زدکړي شروع کړې او بیا میرویس نیکه ښوونځي ته شامل سو، دده د ټولګیوال ښاغلي لیکوال استادمحمد معصوم هوتک په خبره په هغه وخت کي یې لا د شعر سره مینه وه او شاعرانه ولولې یې درلودلې.
د محلي سندرغاړو محفلونوته ورتلی او د کندهار د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخوند، میریحی او مولوي بریالي شهید شعرونه یې په یاد زده وه، د ښاغلي استادهوتک په وینا حافظه یې دونه قوي وه چي محلي سندرغاړو دده و مخ ته هغه سندري نه ویلې چي بل چاته یې ور زده کېدل نه غوښتل،  د لېسې تر دورې تېرولو وروسته ښاغلی جهاني د کابل پوهنتون د ادبیاتواو بشري علومو پوهنځۍ ته بریالی سو، کابل ته په تګ جهاني په مشاعرو، د پښتو ټولني په غونډو او علمي سمینارونو کي فعاله ګډون کوونکي سو چي په دې توګه یې د شهرت اوازې لا ډېري خپرې سوې، پر هیواد د پردیو ناتار جهاني ډېر متاثره کړ او په تأثر کي یې داسي پنځوني وکړې چي په لوستلو او اورېدلو یې د هر باضمیره افغان وینه پر جوش راتله او د وجود وېښتان یې جګ جګ درېدل:

وایه شین اسمانه تا هم بل چیري لیدلي دي
دغسي سوکونه چي ټانکونه ویلولای سي.
یا

ما چي ټانکونه په سوکونو وهل
هغه مي خپل وطن سمسور غوښتی
ماچي سکروټي په غاښو چیچلې
ما مي سړو وینو ته اور غوښتی

او بیا کله چي یې استاد ناشناس په ښه کمپوز او خوندور اوازکي هغه شعر ووایه چي
په موج خېزه هیبت راغلې د فلک سېلابي کریږي
زموږکښتې یې ډوبوله خپل دریاب یې توپاني سو
دده د شعر ازانګه څو چنده سوه،
ښاغلی جهاني په ۱۹۷۲ کال د ادبیاتو د پوهنځۍ  د تاریخ او جغرافیې څانګي څخه فارغ سو او د پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې ۹ کاله په کابل کي رسمي کارونه وکړل، په پښتو ټولنه کي ، د پوهني په وزارت کي اود پښتو مجلې د مسول مدیر په حیث .

 په ۱۹۸۱ کال پاکستان ته مهاجر سو، هلته یې هم علمي ، ادبي او مطبوعاتي چارو ته دوام ورکړ، د خپل نامه تر څنګ یې په مستعار نامه هم د هیواد او هیواد والو په ګټه مضامین لیکل.
دوه کاله وروسته یې د امریکاږغ  رادیو سره کارپیل کړ او په هماغه کال ۱۹۸۳ امریکاته کډه سو، په امریکا ږغ رادیو کي یې د خبري برخي سره پر همکارۍ سربېره په ادبي ، علمي او کلتوري برخه کي ډېر کار کاوه، ډېر ښه اوپه زړه پوري څېړنیز او استادانه پرګرامونه یې وړاندي کول، ډېر د خولو او حافظو لوېدلي شاعران او لیکوالان یې معرفي کول، ځوان ادبي کاروان ته یې ښې لارښووني کولې، د نورو ژبو څخه یې ډېرګټور او خوندور اشعارپه نظم ترجمه کول او د همدې لاري څخه یې خپل خواږه، سوځنده او جادوګر شعرونه په خپل جادوګر اواز کي خپرول.
په امریکا رادیو کي تر اووه وشت کاله ژورنالیستیکي او ادبي خدمت وروسته په تېر ۲۰۱۰ کال کي ددغه جادوګر بلبل اواز په تر خپل وخت د مخه تقاعدۍ خاموشه سو او اوس د ویرجینیا په ایالت کي دسپرنګفیلډ په ښار کي په خپل کور کي لیکل او لوستل کوي خو دا هم باید وویل سي چي ښاغلي جهاني په خپلو ېبعي ځانګړنو ځان ته جلا سبک رامنځ ته کړی او د رادیو د لاري یې دغه سبک دونه خپور سوی او مشهور سوی دی چي په اوسمهالوشاعرانوکي بل داسي د سبک څښتن او مشهور شاعر نسته.
په دې وروستیو کي یې پر پښتو ولسي ادب یوخورا قوي څېړنیز اثر او یوه د نوو شعرونو مجموعه چاپ ته چمتو سوي دي چي انشاالله ژر به خپاره سي او تر دې پخوا یې دیارلس اثار چاپ سویدي:
 ۱ -  ورکه مېنه، شعري مجموعه
۲ -  پایکوب، شعري مجموعه
۳ - د سباوون په تمه، شعري مجموعه
۴ - شپېلۍ، شعري مجموعه
۵ - کوه طور، شعري مجموعه
۶ - راز و نیاز، شعري مجموعه
۷ - د مشکو کاروان، څېړنیز او کره کتنیز اثر
۸ - د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ، د انګلېسي اشعارو منظومي ترجمې
۹ - شرقي لمني غربي ګلونه، د انګلېسي اشعارو منظومي ترجمې
۱۰ - بګهت کبیر دپښتو په بڼ کي، د هندی متصوف شاعر بګهت کبیر د اشعار منظومي ترجمې
۱۱ - د خیام رباعیات ، د عمر خیام د رباعیاتو منظومي ترجمې 
۱۲ - قوماندان، ناول
۱۳ - هرات، پښتانه او ستره لوبه، تاریخي اثر
د ښاغلي جهاني یاد آثار په زرګونو ټوکه په وارو وارو چاپ سوي او څنګه چي یې علاقمندان ډېر دي لا هم چاپیږي. چي یو کوه طور ئې  د افغان خپرندویه ټولني دمشر سیداحمد قانع په وینا اته ځله چاپ سو چي دتیراژ شمیر ئې تر ۳۵ زروجلدو پوري رسیږي او لا هم په بازار کي  دنوموړي کتاب کمي احساسیږي چي دا په خپله د ولس په زړونو کي د جهاني دمیني ښکارندوی کوي . جهاني اوس دونه پنځوني، ژباړي او لیکني کړیدي چي د زمانې او ټولني حافظه به یې تر هغو هېر نه کړي تر څو چي انساني ژوند دوام لري، د هغه لفظ لفظ او کرښه کرښه یا د پلرو حماسې یادوي، یا راتلونکي ته لارښوونه او یا دایمي واقعیتونه او معنوي ښکلا.
په ۱۹۹۸ کال چي د سباوون په تمه شعري مجموعه د چاپ منتظره وه د هیواد لوی عالم ارواښاد اکاډمېسن علامه عبدالشکور رشاد (جهاني) یاغي او مبتکر شاعر وباله، ددې دپاره چي د علامه بابا په لیکنه کي بې انصافي راڅخه ونه سي بشپړه یې ستاسي خدمت ته وړاندی کوو:(۲)

ياغي او مبتكر شاعر
ښاغلى عبدالباري جهاني ځوان پښتون شاعر دى، زما په خيال ابتكار او سلاست د ده د شعر ځانګړتياوي دي. زه چي د ده ترانې وايم يا يې اورم ګمان كوم د ده پر نغمو مستۍ ناڅي، او د ده ترانو ته شاپېرۍ اتڼ اچوي.
د ښاغلي جهاني د شعرونو بل خصوصيت ما ته دا ښكاري چي له رسومو څخه بغاوت كوي، د جمال جلوې له ده څخه ځان او جهان هېروي. په دغه جذبه كي نه دى ځاني دى نه جهاني. د احتساب بېره يې له زړه وتلې وي، د مغانو پر دوكانو په ډېره زړه ورتيا ګرځي. په خورا بې احتياطۍ د ميخانو تړلي دروازې ور ټكوي. د حسن پر كعبه طوافونه كوي، د ميني د بت پر پښو تندى موږي. ځكه نو زه دى ياغي شاعر بولم.
د ښاغلي جهاني د فكر شهباز د نوو معناوو په ښكار پسي ډيري هسكي الوتني كوي، او بې ښكاره نه راستنېږي، ځكه نو زه دى مبتكر شاعر بولم.
كه ووايم چي د ښاغلي جهاني دغه استعداد يوازي د ښكلا ستايني ته نه دى وقف سوى، زما اميد دا دى چي د ادب پوهان به يې رد نه كړي. دا ځوان شاعر زيار باسي د ګران وطن پر شمعه باندي سرښندونكي پتڼان د ستۍ كېدلو له پاره راوبولي. د ده شعر بې مبالغې د افغان اولس د ويښتابه له پاره هغه سوي چيغي دي چي ږغ يې په اورېدلو كي د غوږ او په لوستلو كي د سترګو له لاري بڅري پاشي. رنځېدلى او كړېدلى افغان اولس ملي وحدت ته هڅوي، د ده استعارې هغه تارونه او كنايې هغه ستني دي چي زړونه سره ګنډي. اوس چي په ګران افغانستان كي اخترونه عاشورې سوي دي، د دې اسكېرلي اولس د سوځېدلي او لولپه هيواد په كربلا كي جهاني د حق پر شهيدانو ساندي وايي او كله د يزيدانو په لټون د ماغزو په غوړو مشالونه لګوي. زه چي د ده د شعر په طور كي ګرزم د تاْثير جلوې زما ذهن ته د ليدلو بلني راكوي. زه د ده د طبعي په سينا كي هغه رڼاوي وينم چي د ډيرو به د هغو ديدار نه وي په نصيب سوى.
په پاى كي بايد دا هم ووايم چي په دې مجموعه كي د پښتني متلونو غمي د قطعو په ګوتميو كي داسي كښېنول سوي دي چي د شعر د ناوي ښكلا يې دوه ګرايه كړې ده.
زه چي دا كرښي ليكم د ښاغلي جهاني د سباوون په تمه كتاب مي مخي ته پروت دى، او د هر بيت لوست مي ستايني ته هڅوي. د ښاغلي جهاني پر قريحه او قلم دي بركت وي.
اكاډيمسين پوهاند رشاد
15 اكتوبر 1998)

د ارواښاد عبدالرحمان پژواک په ۱۹۸۰ کال ، څه وخت چي ارواښاد د مریضۍ په بستر کي وو د جهاني صاحب په هکله لیکلي ول چي جهاني یو استعاد دی ، چي که چیري زموږ د اسیر محیط د قید او بند څخه ازاد پاته سي، خپل راز به دسپېڅلو پیغامونو دشعرونوپه څېر جهانیانوته ورسوي، په خوابدۍ سره به ووایو چي دارواښاد پژواک فزیکي وجود اوس زموږ سره نسته خو په خوشالۍ او ویاړ سره به وایو چي دغه هیله یې بیخي ښه پوره سوې ده،
د ډاکټر اسرار اتل په یوه هڅه کي څرګندیږي چي د لرغونې ګندهارا او پښتونخوا لیکوالو او نقادانو جهاني پر خپل وخت د افغانستان تر ټولو غوره شاعر بللی دی، په جنوبي پښتونخوا( کوټه ) کي مېشت شاعر او نامتو لیکوال دروېش دراني هم د جهاني جهان ته د پرېمانه قر په سترګه ګوري او د سباوون په تمه شعري مجموعې په هکله یې لیکنه کړېده چي ستاسي مخي ته یې ږدو:(۳)

د جهاني جهان
زما يو دوست د امريكا په وريجينيا نومي ايالت كي اوسي چيري چي ښاغلى عبدالباري جهاني هم له ډېره وخته مېشته دى. هغه راته ويل چي ښاغلى جهاني په ويرجينيا كي زموږ خان دى . ولي چي زبردست سترخوان لري. مېلمستياوي كوي او په حجره كي ئې د شعر و سرود محفلونه تاوده وي. د ښاغلي جهاني د خانۍ دغسي قصې ما د نورو ملګرو له خُلې اورېدلي دي. خو زه په دې حقله دا وايم چي جهاني به خان ضرور وي مګر عزيزخان نه دى . د چا په باره كي چي رحمان بابا ويلي وو :

نشي د خانانو ملنګانو سره كلى
چرته عزيزخان، چرته ملنګ عبدالرحمان

ولي چي د ښاغلي جهاني له ملنګانو سره ډېره جوړه ده. ثبوت ئې دا دى چي د خپلي شاعرۍ د دويم كتاب سريزه ئې په يوه سائل باندي ليكلې وه او د دريم كتاب سريزه دا ده په يوه دروېش باندي ليكي. دا دواړي سريزي له ملنګانو سره د هغه مينه څرګندوي. كنې نو نه خو اوس د ده كتاب كومي سريزي ته اړتيا لري او نه دى پخپله څه پېژندګلوئ ته محتاج دى. په پښتو كي اوس دى يو پېژندل سوى شاعر دى . شاعري ئې په چاپي بڼه تر خلكو رسېدلې ده او په ادبي حلقو كي ستائلې شوې ده. له دې پرته ئې كلام ځنو نامتو سندرغاړو هم ويلى دى او په دې توګه تر عام اولسه پوري هم رسېدلى دى هسي هم د يوه شاعر تر ټولو ښه پېژندګلوي د هغه خپل كلام كولى شي كوم كلام چي اغېزه ناك او په هنري ښېګړو پسوللى وي او د لوستونكو او اورېدونكو پام ځان ته را ګرځولى شي. هغه ځان لره پخپله ځائ جوړوي او ښاغلى جهاني چي يو ځيرك، لوستى او جهان ګښته شاعر دى. په دغه خبره باندي پوهـ دى. له خپلي شاعرۍ سره ئې ښه خواري كښلې ده. كوښښ ئې كړى دى چي نوې خبره وكړي او كه زړه خبره كوي نو هم ئې هڅه دا وي چي په نوي انداز ئې وكړي. ځكه ئې په كلام كي د خپل وخت د ډيرو شاعرانو په پرتله تازګي او زيات نوى والى شته او دغه شى د دې دپاره كافى دى چي د يوه ښه شاعر په ډول دى په خلكو وپېژني.
ښاغلى جهاني له شاعره سره سره زما يو ښه دوست او خواخوږى هم دى. ما د هغه كلام هم لوستى دى او مجلسونه مي هم ورسره شوي دي. څنګه چي زه د هغه د كلام د لوستلو په وخت په پټه خُله د هغه له خبرو څخه خوند اخلم. همدغه راز ئې په محفل كي هم ما پخپله د څه ويلو زياته هڅه نه ده كړې. بلكي د دې خُلَور شاعر وېنا ته مي غوږ نيولى دى . د دې يوه وجه شايد زما خپله يوه كمزوري هم وي او هغه دا چي ما ته خداى پاك د هغو خلكو په شان هنر نه دى راكړى چي كوم وخت چي د ويلو دپاره څه ورسره نه وي. بيا هم له يوې يا له بلي خوا څه خبره را پېدا كولى شي او مجلس ورباندي تود ساتلى شي. خپلي دې كمزورۍ په خپل ژوند كي زه ډېر ځورولى هم يم. كله چي له يوه پټ خُلي غوندي سړي سره چرته كښېوزم. بيا نو زه او هغه دواړه حيران يو چي له كومي خوا سره وږغېږو او څه سره ووايو. زه همېشه او هر ځاى په يوه داسي ملګري خوشحاله يم چي په مجلس كي ئې ما ته د خبرو وار نه راوزي. ځكه نو زما په خپلو هغو دوستانو كي چي ليده كاته مي ورسره كله كله او كم كيږي. ښاغلى جهاني په دې زيات خوښ دى چي د هغه ژبه هم د هغه د قلم په شان رواني لري. خلك وايي چي د شاعرانو سره ملاقات د هغو په كتابونو كي ښه خوند كوي. مخ په مخه ورسره ليده كاته زيات خوندور نه شي ثابيتېدى. او دا خبره شايد تر ډېره حده سمه هم وي. مګر د جهاني په حقله سمه نه ده د ښاغلي جهاني چي په كتابونو كي څومره خوند دى. مجلس ئې هم دغومره خوږ دى.
د ښاغلي جهاني د شعرونو دا كوم كتاب چي دا وخت د يوې ناچاپي مسودې په بڼه زما مخته پروت دى. او كه خداى كول ډېر ژر ستاسي لاسونو ته په كتابي شكل در رسېدونكى دى. دا ده له خپلي خاوري او له خپله ټاټوبيه ډېر لري د مسافرۍ او پردېسۍ په حال كي تخليق كړى
دى. دا د يوه نړېدلي وطن د يوه دردېدلي شاعر وير لړلي سندري دي چي د امريكا په جنتي غوندي خاوره كي ئې ويلي دي. په امريكا او همدغه راز د يورپ په خوشحاله هېوادونو كي د جهاني په شان بې شمېره مسافر او مهاجر ليكونكي ژوند تېرولو ته اړ دي. دغه ليكونكي د نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه دې ځايونو ته را كوچېدلي دي. څوك له لوږي راغلي دي چا ته د ظالمانو حاكمانو په سبب كور او اور او پېښور درې واړه يو شوي دي. او چا د خپلواكۍ د تر لاسه كولو او د خپلي خاوري د آزادولو دپاره خپل ټاټوبى پرې ايښى دى. دغه ټول مهاجر ليكونكي لګيا دي په خپلو خپلو ژبو كي د خپلو زړونو دردونه بيانوي. په عالمي ادب كي دې مهاجرو يوه ډېره په زړه پوري اضافه كړې ده. او د هجرت په اړه ئې ډيري دړدېدلي ليكني نړۍ والو ته ور بخښلي دي. كه څه هم دغه ټول ليكونكي د بېوطنۍ او بېكورۍ دړد ځورولي دي او ځنو خو پكي ډېر زيات كړاوونه او شواخونونه ليدلي دي خو د جهاني او د جهاني د وطنوالو په شان خوږ به شايد پر هيچا باندي هم نه وي تېر شوي.په دې نزدې پېړيو كي به د هيڅ يوه وطن وگكړي په دومره ګڼ شمېر كي د مهاجرت او كور پسرۍ ژوند ته نه وي اړ شوي. همدا وجه ده چي پښتو دا وخت په هغو ژبو كي شامله ده چي ګڼ شمېر ليكونكي ئې د كور پسرۍ په حال كي په پرديو هېوادونو كي د خپل وطن او اولس په ياد كي دړدېدلي سندري وايي. او په نړۍ كي د هجرت په اړه منځ ته راغلې ادبي پنګه زياتوي. د ښاغلي جهاني دا كوم كتاب چي ستاسي لاسونو ته در روان دى دا همدغه د بېكورۍ او كور پسرۍ په حال كي ليكل شوى
دى او كه زه دا و وايم چي د هري كرښي شا ته ئې همدغه د كور پسرۍ احساس ښكاري نو بې ځايه به نه وي البته دغه احساس ځاى په ځاى تت او د نورو خبرو شاته څه نهام غوندي وي او ځاى په ځاى بيا، لكه په "بېګانه نسيم" او "زنداني بلبل" كي چي دى. ډېر څرګند او په جار وي.

لكه څنګه چي يو زرګر د خپل هنر د څرګندولو دپاره زرو ته اړتيا لري. همدغسي چي د شعر زرګري څوك كوي د هغو درد، غم او خوږ په كاريږي. او څومره خوږ يا درد و غم چي دا وخت له افغانانو سره شته. په نړۍ كي به له بل هيڅ يوه ملته سره نه وي. ما يو وخت د دوئ د زخمونو حساب داسي لګولى وو :

شينكي آسمان دى خپل حساب او كتاب سم ساتلى
د ستورو شمېر يې دى زما تر زخمو كم ساتلى

د زخمو دغه حساب زه اوس هم صحي ګڼم. خو ورسره ورسره دا هم وايم چي دغو زخمونو چي دې اولس ته كوم خوږ او كوم دردونه وربخښلي دي هغه د دوئ يوه داسي پنګه ده چي كه په سمه توګه ګټه ځني پورته شي او په صحي معنا هنرمند لاسونه ور باندي واوړي نو ډېر ستر ادب ځني جوړېدلى شي.

 

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/9/18  |
 بارکوال میاخیل

بارکوال میاخیل

 

بارکوال میاخېل ځوان، تاند او نوښتګر لیکوال او شاعر دی، چې په ډېر کم عمر کې یې ډېر کارونه د پښتو په چوپړ کې ترسره کړي دی، د بارکوال میاخېل آر نوم محمد کریم دی، چې تخلص یې بارکوال او قلمي نوم یې بارکوال میاخېل دی، نوموړی د حاجي صاحب عبدالوهاب زوی دی چې په ۱۹۷۹م زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۰مه د سهیلي پښتونخوا په ږوب سیمه کې زوکړی دی.

 

له آره د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د بلوڅخېلو د کلي دی. لومړنۍ او د لېسې زده کړې یې په ږوب سیمه کې ترسره کړې دي، او کورنیو اقتصادي ستونزو چې نن سبا ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي، د لوړو زده کړو څخه پاتې کړی دی.

د بارکوال میا خېل چاپ او چاپ ته چمتو آثارو لړ په لاندې توګه دی:

 

 (1) د كاڼي اوښكې (ژباړلې لنډې كيسې چاپ).

 

(2) د لوېديځ دوه مخيتوب (ژباړلى اثر. تر چاپ لاندې)

 

(3) دود (ژباړلى ناول ناچاپ)

 

(4) د شعرونو ټولګه (ناچاپ)

 

(5) رنځور كليوال (د لنډو كيسو ټولګه ناچاپ)

 

(۶) بې لاسو ښځه (منظوم داستان چي ارواښاد رشاد بابا له روسي ژبې په نثر كې را ژباړلى دى، ناچاپ)

 

(7) ماشومتوب يو لېونتوب و (منظومه، ناچاپ).

 

د بارکوال میاخېل د شعر نمونه:

 

غزل

 

 [د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعر پر ځمکه]

 

 زه دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم

 

ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم

 

ما د سترګو لپې اخر تاته اشنا ونيوې

 

زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم

 

ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو

 

زه له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم

 

 ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې

 

 زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم تا نه ليدم

 

 ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و

 

ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم

 

ما دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه

 

زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم

 

 ماته دي سوغات د خندا ځكه را پېرزو نه كړ

 

زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم

 

ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه ژوندون

 

 زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم

 

ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه سوې

 

 زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم

 

 تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو

 

 زه دې د مرغه په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم

 

ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!!

 

زه افغانستان وم نړېدلى وم تا نه ليدم

 

 خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما

 

زه له "وركې مېنې" نه درغلى وم تا نه ليدم

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/8/1  |
 داستادحبيب الله رفيع ژوندته لنډه كتنه

داستادحبيب الله رفيع ژوندته لنډه كتنه

استادحبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريزكال( دمولانا نصرالله نقشبندي)كره دوردګودولايت دسيدآبادپه والسوالى دوړي آبدري په كلې كې زيږيدلې دي زده كړه يي په دينې مدرسوكې كړي ده دشعراوادب سره يې له اماشوتوب نه زياته مينه درلوده. استادله پنځه كلنۍ څخه له دخپلې اروښادى خورڅخه دپښتوشعرونه اوادبې متنونه اوريدل اوبيابه يې په خپله لوستل په يولس كلنۍ كې يي په خپله دپښتوشعرونو تمرين پيل كړ ۱۳۴۰ كال كې دخپلې علاقې له امله دپوهنې دوزارت ددارتاليف رياست دعرفان اوپوهنې مجله دمهتمم په توګه په مسلكې دنده بوخت شو په ۱۳۴۳ كال كې دتاريخ دټولنې غړى اوداريانامجلې مهتمم شو.  په ۱۳۴۸ كال كې دافغان ملت مجلې مسول مديرشو تريودورې سياسې بند ورسته بيرته دتاريخ دټولنې غړى شو په۱۳۵۱لمريزكال كې دپولكلور اوادب رياست دپولكلورمجلې غړى ؤ  په۱۳۵۷ كال كې دپښتوڅيړنودنړيوال مركزغړى ؤبيادكمونيستې دولت په راتلوله كاره كوښه شو ۱۳۵۸ كال دكب په مياشت كې دڅرخې پله په زندان كې واچول شو ۱۳۵۹ كال كې دافغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى شو دهمدې كال په منې كې دحج په سپڅلې سفر سعودى عربيستان ته و لاړ ۱۳۶۰ لمريزكال دزمري په مياشت كې دغرونوله لارې پيښورته مهاجرشو په پيښوركې يي قلمي جهادته دوام وركړ دامان كتاب خپرولو مؤسيسه يې جوړه كړه دپيښورله پښتو اكاډمۍ اوآرياسټډي سنټرسره همكارؤ. ۱۳۶۴ لمريزكال كې په اسلام آبادكې دجهاد دثقافتې شورى اوافغان جهاد مجلې دليكوالې ډلي غړى ؤ په ۱۳۶۵ كال كې دڅه وخت لپاره په مصركې دقاهرې دپښتوڅانګې وياندوو. په همدې كال په پيښوركې دجهادې څيزنودمركز اود(قلم) دليكوالې ټولنې غړى وو ۱۳۶۸كال كې په پيښوركې دافغان موقت حكومت دتاريخ ټولنې اودافغانستان مجلې دليكوالي ډلې غړى شو ۱۳۶۹ كال افغانستان دكلتورى ټولنې اوسپيدې دمجلې دليكوالې ډلې غړى شو. په ۱۳۷۳كال کی دافغا نستان دمرستود مركزغړۍؤ، او ورسره يې د(تلوسې)مجله چلوله په ۱۳۷۸ كال كاناډا ته ولاړ او په ۱۳۷۹كال بېرته پېښور ته راستون شواوپه پېښوركې يې دافغا نستان دكلتوري خدمتونو اداره جو ړه كړه . په ۱۳۸۱كال بېر ته هېواد ته را ستون شو دا طلا عا تو او كلتوروزارت دفرهنګې شورا غړۍ او د(كليد)اونيزې سرپرست وټاكل شو، په ۱۳۸۲كال دافغانستان د علومواكاډمۍددايرت المعارف دمركزريېس وټاكل شوچې اوس هم خپله په دې دنده كې بوخت دٰٰۍ. استاد حبيب الله رفيع د۸۴په شاوخوا كې چاپ شوې آ ثارلري همدا رازد ۱۵په شاو خوا كې ناچاپ شوې آثار چې چاپ ته چمتو لري، او له بلې خوايې د۸۰۰په شا وخوا كې مقا لې ليكلې دي استاد حبيب الله رفيع دسلو په وخوا كې په علمي، ملي او نړيوا لو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده نو موړو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې اودفاع يې ترې كړې ده. استاد حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه دسروزرومډالونه، اويود لويې جرګې مډال هم وركړل شوۍدی. استاد حبيب الله رفيع دخپلو سفرونوپه لړ كې پاكستان، ايران، سعودي عربستان، امريكا، كاناډا، عربي اماراتو، بلجيم، انګلستان ته سفرونه كړي دي. له استاد نه یی دوه مشران وروڼه الحاج احمدالله چې په كاناډاكې دټورنټوپه ښاركې دمسلمانانودټولنې مشراود همد ښارديومسجدشريف دامام په حيث دنده ترسره كوي. اودوهم وروريې الحاج دادالله دى چې په خپل پلرنې هستوګنځى كې ژوندتيروى اودسيمې قومې مشر دى استاد دوروڼو ترڅنګ دوه خویندې لري چې مشره خور یی د ده استاده اودملك محمدحسين خان ميرمن وه اودوهمې خوريې هم په دينې زده كړه كې فعاله ونډه لرله چې دمفتى سلطان حميد ميرمن وه اونوموړى دنورالمشايخ امام وه. داستادحبيب الله رفيع شپږاولادونه دىچې مشره لوريې ثريا رفيع دوهمه لوريې آريانا رفيع خاطره رفيع، بريښيا رفيع دى. اودوه زامن يې هريو امان الله رفيع، ذكى الله رفيع چې كورنۍ يې اوس په كاناډا كې ژوندكوى. داستاد اولادونه كه څه هم دلوړوزده كړوځخه برخمن دى خو داستاد په شان دادب مينه وال نه دى. داستاد دواړه زامن دالكترونيك انجنيرنيك په څانګه كې زده كړي كوي اوهريو يې غښتلې اوډونكې كمپوزر هم دى چې دخپل پلارډير اثار ددوى په كمپيوټرى ټايپ چاپ ته تيارشوى اوچاپ شوى ددرانه استاد دژوندپه اړه كه هرڅومره ډيره رڼا واچوو بياهم كمه ده خوپدى ناچپزه ليكنه چې داستاد په باره كې وشوه نوره بسنه كوو.

دندې

په ۱۳۴۰ كال كې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د عرفان او "پوهنه" مجلو مهتمم. په ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى د " آريانا" مجلې او د كتابونو مهتمم. په ۱۳۴۸كال كې " د افغان ملت " جريدې مدير. په ۱۳۵۱كال كې د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د " فولكلور" مجلې مدير . په ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى. په ۱۳۵۷كال د پښتو ټولنې غړى. په ۱۳۵۷كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى. په ۱۳۵۸كال د افغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى.

پېښور ته مهاجرت او ادبي کارونه

په ۱۳۶۱كال د پېښور پښتو اكاډمۍ علمي همكار. په ۱۳۶۵كال د افغانستان د جهادي څېړنو دمركز او د "قلم" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۶كال په اسلام آباد كې د افغانستان د ثقافتي شورى او د افغان جهادي مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۷كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او د" سپيدې" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۸ كال د افغانستان د جلاوطنه حكومت د تاريخ ټولنې او د " افغان مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۹كال د تلوسې مجلې مؤسس اومدير. په ۱۳۸۰ كال بېرته هېواد ته راستنېدل. په ۱۳۸۰كال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عالي شورى غړى. ورسره د عرفان د فرهنګي مركز د نشراتو سرپرست او ورسره د طلوع افغانستان جريدې د ليكوالې ډلې مشر.

چاپ شوي آثار

قدرمنو دوستانو استاد خورا زیات چاپ شوی آثار لری.

مقالې

تر پنځو سوو زياتو سمينارونو کی ګډون:

د يو سلو شا او خوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې ګډون ، مقاله اورول او دفاع كول.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/7/26  |
 ارواښاد کبیر ستوری

ارواښاد کبیر ستوری

 

له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې لیکوالانو، پوهانو او شاعرانو دادب په تاریخ کې لکه ځلیدونکي ستوري د دنیا او دخپلې ټولنې د بیلا بیلو مسایلو، حوادثو او رنګارنګ پیښو او حالاتوپه هکله خپله تګ لاره، احساسات او عواطف په بیلا بیلو ډولونو او ښکلونوپه ډیر عالي او انساني توګه په خپلو آثارو کې بیان کړې دي ، چې د دوی آثار زموږ د هیواد لویه معنوي پانګه او بډایه شتمنې ده . د دوی دا هلې ځلې او هڅې دقدر او ستاینې وړ دي .

یو له دغو درنو شخصیتو نو څخه دپښتو ژبې خادم او د لرو بر پښتنوداتحاد او اتفاق، ملي وحدت علمبردار ارواښاد کبیر ستوری و، چې په خپلو با ارزښته آثارو یې زموږ د هیواد د پښتو ادب تاریخ روښانه او ژوندی ساتلې دی .

 

ارواښاد کبیر ستوری د لعل محمد خان زوی دی . دی زموږ دهیواد هغه ځلانده څیره ده چې په (۱۳۲۱)هجري شمسي کال کښې د کونړ ولایت دخاص کونړ په ولسوالی کې د تنر په کلي کې په یوه روحاني ادبي او فرهنګي کورنۍ کې زیږیدلی دی . دا د کونړ ولایت روښانه ستوری دکوچینوالی څخه د یو ځانګړي استعداداو ذکاوت خاوند و. ده خپلې ابتدایې زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولي دي، او ثانوي زده کړې یې دکابل په ښار کې د رحمان بابا په لیسه کې پای ته رسولي دي . دی په (۱۹۶۴) کال کې په افغانستان کې د دولت له خواد لوړو زده کړو لپاره د جرمني هیواد ته ولاړو. ده په جرمني کې د فرانکفورت، کولن او ماربورګ په پوهنتونونوکې دخپل ذوق سره سم د(ساپوهنې)یا(ارواپوهنې) په څانګه کې چې دفلسفي،سیاسي او ټولنیز پوهنې علوم هم ورسره مل وو، خپل عالي تحصیلاتو ته ادامه ورکړه او په دغه مسلک کې یې د ډکتورا دیپلوم تر لاسه کړ. ستوری صاحب د(۱۹۷۵)ع کال راهیسې د د نړی د ساپوهنو د ټولنې غړی هم و.

 

ډاکتر کبیر ستوری هغه مخکښ او نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، څیړونکې، ژورنالیست، ساپوه، سیاست پوه، ټولنیزپوه ،سیاسي او ملي مبارز مشر و، چې د ده پوهه، علم، فن ، هنراو ملي او وطني احساس د ده دآثارو په رڼا کې څرګندیږي . د ده ادبي او قلمي هڅې او بریاوې دپښتو ادب په ډګر کې نه هیریدونکي اونه ورکیدونکي دي .

ډاکتر کبیر ستوری هغه نامتولیکوال اوپیاوړې شاعردی، چې دپښتو ژبې ، پښتون اوپښتنولې سره یې ژوره مینه درلوده . دډاکترکبیر ستوري دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله زموږ د هیوادنامتو لیکوالانو، شاعرانوخپلې څیړنې کړې دي او په خپل وخت سره یې  دده د آثارو په هکله زیاتې لیکنې هم کړې دي چې د دوی لیکنې دقدر او ستاینې وړ دي.

 

ډاکتر کبیر ستوري په(۱۹۶۵)ع کال کې په جرمني کې (دافغاني محصلینود ټولنې) په  جوړولو کې د خپلو ملګرو سره یو ځای فعاله ونډه لرله . په (۱۹۷۲)ع کال کې کله چې (د پښتنو او بلوڅو دملي آزادۍ ټولنه) جوړیده ستوري صاحب د دغې ټولنې په جوړیدو کې فعاله برخه درلوده.

ډاکترکبیرستوری  په (۱۹۷۳)ع کال کې په جرمني کې دآلمان غږ  راډیوپه پښتو څانګه کې مقرر شواو دژوند تر پایه پورې په دغه راډیو کې دپښتو ژبې د ویاند په توګه نطاقي کوله .

 

ډاکتر کبیر ستوري هغه پاکه ، سپیڅلې اوژوره مینه چې دپښتو ژبې، پشتو اوپښونولي سره لرله او د نامتواو پیاوړي لیکوالانو او شاعرانو لکه پاچاخان اواجمل خټک دآثارو په رڼا کې  دپښتنو د اتحاد او اتفاق یوالي او ملي وحدت په هکله  ورسره یوروښانه او مترقي فکر پیدا شواو دې ته وهڅیده چې باید یو سیاسي ګوند جوړ کړي، همدا و چې په (۱۹۷۲) ع کال کې یې په جرمني کې دخپلو ملګرو سره دپښتون سوسیال دیموکراتیک ګوندجوړ کړاود دغه ګوندسیاسي مشري یې پر غاړه وه . په(۱۹۸۵) ع کال کې یې د پښتنو د کلتور، رسوم او عنعناتو،ادب او فرهنګ د څرګندولو په هکله  د پښتنوکلتوري ټولنه جوړه کړه .

 

 په (۱۹۹۳) ع کال کې یې دپښتون کور په نامه ټولنه جوړه کړه . په (۱۹۹۸)ع کال کې یې په پیښور کې دپښتونخوا د پوهنې دیره جوړه کړه .او همداسې یې په کونړ کې د پښتو ادبي او هنري ټولنه په (۲۰۰۳)کال کې جوړه کړه . دا ټولې ټولنې تر اوسه پورې د ستوري صاحب د ملګرو له خوا په فعاله توګه خپلو چارو ته ادامه ورکوي .

ډاکتر کبیر ستوری چې یو تکړه ژورنالیست اووتلې شاعراو ادیب و د مطبوعاتو او ژورنالیزم په چارو کې یې دا فعالیتونه تر سره کړې دي :

 

په (۱۹۷۲)ع کال کې یې دپښتو ادب د ودې، پالنې او پرمختګ لپاره د سپرغی په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۷۶)ع کال کې یې د ولس غږ په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۸۵)ع کال کې یې د لمبه په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۸۶)ع کال کې یې د خیبر وږمه په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه .  او په  (۱۹۸۶) ع کال کې یې د پښتونخوا په نامه مجله له جرمني څخه خپره کړه . د یادونې وړ ګڼم چې اوس محال د ستوري صاحب په نامه یوه مجله د کنړ دسیمې څخه هم خپریږي .

 

دا یو څرګند حقیقت دی چې د ډاکتر کبیر ستوري دا ټولې ملي، سیاسي ادبي او فرهنګي هلې ځلې او د ده خدمتونه دمطبوعاتو او ژورنالیزم په عرصه کې نه هیریدونکي، او نه ورکیدونکي دي  او د ده نوم دیو مخکښ ادیب ، پياوړي شاعر اوزړه ور او نوښتګر ژورنالیست په توګه زموږ د هیواد دپښتو په تاریخ کې ځلانده او تل پاتې دی او د ده علمي ، ادبي،فرهنګي ، اجتماعي ، سیاسي او ملي شخصیت د قدر او ستاینې وړ دی .

 

ارواښاد کبیر ستوری  دپنځو زامنو او دوولوڼو پلار و، چې اوس محال په جرمني کې میشت دي او دخپل پلار په لاره روان دي . د ده څلور زامن په جرمني کې په لوړو زده کړو بوخت دي .

 

- ډاکتر کبیر ستوري په خپلو شعرونو کې دڅښن تعالی سره، د انسان او انساني کرامت سره خپله مینه داسې بیانوي :

 

 د لوی خدای په نوم بښونکی او مهربان دی

په عزت، ذلت، قادر د هر انسان دی

 

چې څوک وغواړي په یو ساعت کې باچا کړي

چې څوک وغورځی ‌ء دتخت ځنې روان دی

 

نه دچا ځنې پيدا نه د چا پلار دی

دی یوازې خو محتاج ورته جهان دی

 

خدای دهر چا په ښه، بد عمل خبر دی

خو یې واک د ښه او بد عمل د ځان دی

 

خدای په هر وخت او په هر ځای کې حاضر دی

که دا ځمکه ده که ستوری د اسمان دی

 

اویا وایي :

 

محتاج کله د انسان د زیار زحمت دی

بې نیازه دی د خدای بې شان قدرت دی

 

عبادت دمینې نوم دی دا منمه

نیکمرغي د انسان مینه محبت دی

 

عبادت زاهده ستا سوال او زاري ده

په ما هسې د خدای ډیر زیات شفقت دی

 

اویا وایي :

 

د سړو سره چې کیني، سړی کېږي

هر مجلس لري تاثیر که څوک پوهیږي

 

چې خدای چا لره احساس د مینې ورکړي

نو یې زړه بیا د جانانه، نه صبریږي

 

زه دنیا کې ته عقبا کې جانان غواړې

شیخه ستا او زما کلی کله کیږي

 

زما عشق حقیقي، ستا مجازي دی

حقیقت کله مجاز سره سمېږي

 

د عشق کار کې د هر چا ده بېله برخه

د چا ستوری دی تیاره، د چا ځلیږي

 

اویا وایي :

 

راته پاتې له لویانودا پیغام دی

چې دبل په درناوي کې دروند مقام دی

 

که نظر دې خپل اوچت  ساتې نو پوه شه

چې لازم دبل نظر ته احترام دی

 

چې دبل په سپکاوي کې درنښت غواړي

دروند به نه شي تل په دې کار کې ناکام دی

 

چې د بل د غلامۍ سوچ لري سرکې

ازاد نه دی، د ده هم ذهن غلام دی

 

- د ډاکترکبیرستوري په آثارو کې  د  ملي احساساتو سره ، دوطن سره ، دپښتواو پښتونولي سره، دپښتو ژبې اودپښتنو ټبر سره، د پښتني پت ، عزت،ننګ، اوحیثیت سره ډیره ژوره اوحقیقي مینه او اخلاص څرګند شوې  دی . چی په دی اړه ارواښاد  داسی وایی:

 

 پښتو دپت، ښیګړې، تورې او ورورۍ نوم دی

په پت کې ژوند، په پت کې ناسته ودریدل به کوې

 

ښیګڼه ژوند د پښتنو کې ټولنیز قانون دی

ښیګڼه هر چیرې بې تمې بې بدل به کوې

 

اویا وایي :

 

خدای مین  د غیرتمنو په غیرت دی

هر یو کار د غیرتمنو عبادت دی

 

په وطن او په خپل قام چې غیرت کاندي

ستوری وایي چې په برخه یې جنت دی

 

اویا وایي :

 

ګناه دبل چا نه ده دا زموږ خپله ګناه ده

پښتو، پښتونولۍ ته اړولې چې مو شاه ده

 

پښتو تش ژبه نه ده دا دژوند ښکلی قانون دی

پښتو او دپښتون تورو کې ښه لویه مانا ده

 

اویا وایي :

 

چې هم تهذیب دی هم خوږه د ګړیدو ژبه ده

ملګرو غوږ شی دا زموږ خپله پښتو ژبه ده

 

دفن ښکلا ده د هنر په ګلدرو کې اوسي

دروح غذا ده د سندرو او نغمو ژبه ده

 

اویا وایي :

 

د مینې دوطن نه مې زړه ځان نه بیلوي

لګیا دی خپل ټوټې ټوټې وطن راټولوي

 

ټوټې چې یو ځای نه کړي هومره نه کیني ارام

دسر او مال په بیه دا ټوټې کوشیروي

 

چې مینه دوطن کې مې زړه وریت شو پوخ سر تیر شو

روان دی سربازۍ ته ځان وطن نه ځاروي

 

په مینه د وطن کې ستوری و خاته اسمان ته

وګورو په غلیم له  اسمان کاڼي وروي

 

- ډاکترکبیر ستوری په خپلوشعرونوکې مینه اومحبت، ښکلا،رازونیاز،حسن و جمال سوزوګداز اودطبیعت دمناظرو ښکلا په ډیرو رنګینوتصویرنو، خیالونواو سمبولونوکې داسې ترسیموي .

 

تا چې د سرو شونډو قلنګ کې بهانې پریښودې

زه ستا ملنګ شوم ما د ټول چم مېخانې پریښودې

 

ستا د اوربل لاندې مې جوړه کړه دېره دمینې

د عشق نشو کې مې د مینې خزانې پریښودې

 

مجنون لیلا نه لاس په سر شو چې یې ته ولیدې

بلبل هم بڼ کې دګلونو ترانې پریښودې

 

چې ستا د سپین مخ په رڼا باندې یې زړه باېلودو

پتنګ د شمعې سره نورې یارانې پریښودې

 

چې ستا د تورو زلفو سیوری یې په ږیره پریوت

شیخ په ثنا کې دي  دحورو افسانې پریښودې

 

اویا وایي :

 

باغونه  د ګلونو د کوڅو  نه دي جوړشوي

ولاړ دي سلامۍ ته او د جانان لار راته ښایي

 

څه ښکلې تماشه ده د رنګونو دګلونو

دا زړه پکې د څڼو د اوربل ګلونه  ستایي

 

اویا وایي :

 

د انسان فکر او خیال که هر څو دنګ دی

ستا دحسن د تصویر د پاره تنګ دی

 

ستا ښکلا د خیال ورشو کې نه ځایېږي

سوز د مینې کې دې پروت خمار د بنګ دی

 

ستا د مینې په مستې کې مې زړه ځوان شو

زما وینه کې دا ستا د شونډو رنګ دی

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونوکې خپل احساسات او افکار دغریبانو، مسکینانو،مظلومانواو یتیمانو په هکله او د دوی  رنځونه  اوغمونه، لوږه اوتنده او د ټولنیزو ناخوالې، کړاوونه او ناامیدې داسې انعکاسوي . د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

د ژوند هره مرحله کې توانا او قهرمان شه

د سرتیرو قافله کې ننګیالی، غښتلی ځوان شه

 

زوړ جهان د خاېنانو د ظلمونوفساتونو

ته تباه محوه نابودکړه، خپله ته نوی جهان شه

 

اویا وایي :

 

د بل زړه ازرول چاره خطا ده

خو ازار د مور او پلار لویه ګناه ده

 

چې ازار دمور اوپلار وي څوک وهلی

دبخت ستوری یې تورتم وي دا رښتیا ده

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونو کې داتحاد،  اتفاق او ورورولې، ملي هویت ، یووالې  او ملي وحدت او د ملي احساس روزل،  دآزادۍ او دموکراسۍ، د انصاف او عدالت، دخلکو برابر حقوق او ورورګلوي ، دسولې او سوکالې مفکورې، په ډیر ښکلي سمبولونو،  تصویرونو اوخیالونو کې داسې ترسیموي :

جرګه ځم کور په کور دقام زلمیان راټولوم

ملي وحدت دپاره عاشقان راټولوم

 

پګړۍ دننګ غیرت چې د نیکونوپه سر کړي

بچي د میرویس خان او خوشال خان راټولوم

 

خدمت کې چې دقام اود وطن نه ستړي کیږي

د تورې او میړانې جوړ ځوانان راټولوم

 

اویا وایي :

 

جنډه د سولې جګوي د باچا خان بچي دي

ورورولي غواړي غلامي د چا منلی نه شي

 

د ستوري زړه کې اتفاق دپښتنو ارمان دی

بې اتفاقه قوم منزل ته رسیدلی نه شي

 

اویا وایي :

 

آزادي د نظر نه ده چې دې خپل نظر آزاد وي

آزادي د نظر دا ده چې بل نظر آزاد وي

 

که غریب وي که باچا وي حق یې یو شانته وي

ستوری وایي د هوښیار هم د پا ګل  نظر آزاد وي

 

اویا وایي :

 

د انسانیت جذبه مې زړه کې د انسان خوښیږي

د ژمي شپه زما په غیږ کې د جانان خوښیږي

 

چې انسانان پکې په ژوند کې نوښتونه وکړي

هم مې دفکر آزادي هم دبیان خوښیږي

 

اویا وایي :

 

انسانیت له انسانانو نه بېلېږي

دې دنیا کې د ځنګل قانون چلېږي

 

ساتندوی چې د حقوقو دانسان و

اوس یې خپله دا حقوق په لاس ماتېږي

 

توپیر ورک د مدنیت او د وحشت شو

مدنیت بېرته وحشت باندې بدلېږي

 

انصاف وتی دی د لفظ دانصاف نه

عدالت دی ناچل شوی، نه چلېږي

 

بې منطقه شو منطق فلسفه پوچ شوه

خدای دې خیر کړي ستوری نور به څه پېښېږي

 

اویا وایي :

 

زموږ ملک د ګڼ قامونوشریک کور دی

پدې ملک کې هر یو قام د بل قام ورور دی

 

دخپل شمېر په کچ حق هر قام ته په کار دی

هسې نه چې دیو تش دبل ډک شکور دی

 

- ستوری صاحب  په خپلو شعرونو کې د تورې اودقلم فضیلت او دګلام عفت، دعلم، پوهې ، منطق او ادب  لوړ خیالونه او افکار په ډیر عالمانه او ظریفانه توګه داسې بیان کړي دي، چې هر عالم اودپوهې او ادب مینه وال په کښې د خپل ضرورت سره سم خپل هدف اومقصد لټولې شي:

 

چې ځان دچا نه ورک شي نو خپل ځان نه پېژني

ګېله ترې څه پکار ده چې جهان نه پېژني

 

بې پوهې ځان پوهان کړي او د ټول جهان باچا شي

د ځان نه جګ باچا او یا پوهان نه پېژني

 

بې توله کېني  تول د ارزښتونو د جهان کړي

توپیر د شنو باغونواو بیابان نه پېژني

 

اویا وایي :

 

خپلې پوهې  برابر سوچ د انسان وي

د لوړ سوچ دخاوندانو لوړ ارمان دي

 

ناپوهۍ نه غټ دښمن د انسان نشته

ناپوهانو  ته جهان پېژندل ګران وي

 

تل د ځان په هینداره کې جهان ګوري

دخپل سوچ په اندازه یې تنګ جهان وي

 

ځان جهان په آیېنه کې پوهان ویني

رسولی ځان تر ستورو د اسمان وي

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونو کې د ټولنې وده او پرمختګ ، سمسورتیا او پراختیا او د ټولنیزو روابطو مناسبات د دنیا په تضادونو کې داسې ترسیموي :

 

قانون د ضد وایي په هر شي کې تضادونه شته

اصلي فرعي د دې تضادو دوه قسمونه لیکم

 

قانون د نفې وایي چې نوی تل د زوړ ځای نیسي

ځکه د نوي تکامل  زوړ  زوالونه  لیکم

 

قانون د ټوپ وایي په یو واري کیفیت شي بدل

خو دې بدلون ته د کمي معین حدونه لیکم

 

دستوري صاحب شعرونه او خوږې ترانې زموږ دهیواد یوشمیر تکړه هنرمندانو او سندرغاړوپه خپلو خوږو او ښکلي غږونو کې د رادیوتلویزون له طریقه او دخلکو په ودونو او محافلوکې  دساز په څپو کې په ډیرو ښکلواو خوندوروکمپوزونو او طرزونو کې دخلکو غوږونو ته رسولي دي ، چې د دوی دا فعالیتونه د هنر او ادب په ګلبڼ کښې دپوره قدر اوستاینې وړ دي .

په رښتیا سره که د ډاکتر کبیر ستوري شعرونه ته په غور سره پاملرنه وشي، د ده شعرونه ډیر خواږه، سلیس، روان، په زړه پورې او د لوړو او ژورو هنري، ادبي او علمي مطالبواومفاهیمو نه ډک دي ، همدا وجه ده چې د ده علمي او تحقیقي، ادبي او هنري آثار د هر چا په زړه کې یې ځانته ځای جوړ کړې دی، او هر څوک د ده د آثارونه د خپل ذوق په اندازه خوند او ګټه اخلي

 

ستوری صاحب د لوړ، نرم او ساده مزاج، دنیکواوصافو، دعالي اخلاقواو انساني خصایلو دروند شخصیت و.ده لږ خبرې کولې او د نورو خلکو نه به یې ډیرې خبرې اوریدلې . د ده خبرې ریښتینې ، خوږې اودرنې وې،  او په کلام کې یې هر وخت د انسان او انساني کرامت حرمت څرګندیدو، اودخپل قام او ژبې سره یې ژوره مینه لرله . د ده په ذهن کې د ورورګلوې، اتحاد اواتفاق،ملي وحدت اودسولې اوسوکالې مرام له ورایه معلومیده . ستوری صاحب دعلم اوادب  دپښتواو پښتونولې دقام او دژبې دریښتیني خدمتګار په توګه روښانه او ځلانده سمبول و، او په دې لاره کې هر ډول قرباني ته حاضر و.

لنډه دا چې ډاکتر کبیر ستوری زموږ د هیواد څو اړخیزه شخصیت و، چې د ده ادبي، فرهنګي ، اجتماعي ، سیاسي اوملي شخصیت دپښتو ادب په ډګرکې ځانګړې ځای او مقام لري .د ده د منظوم او منثور آثارو نه معلومیږي چې دی یو پوخ شاعر، وتلې لیکوال، تکړه ژورنالیست، لوی سیاسي اوملي مبارز،مفکر او فلسفي شخصیت و،چې دده نوم دده هنر ، د ده فن او د ده آثار به زموږ دادبیاتو په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی وي او زموږ خلک او په ځانګړي توګه زموږ د ادب مینه وال به د ده په نوم ویاړي او دده هلې ځلې او کارنامې به ستایي او دقدر په سترګه به ورته ګوري .

 

د ده چاپي منظوم اومنثور آثار دا دي :

 

سکروټه(شعري ټولګه)،  ژوندي خیالونه(شعري ټولکه)، سندریز پیغام(شعري ټولکه)،  خوږې مسرۍ(شعري ټولګه)، دقلم توره(شعري ټولګه)، پښتونخوا مجله، ویره ، ژبساپوهنه ، دهوښیارتیا تله، ، د ویری تله،  دهوښیارتیا  دکلتوري  بڼو تله ، دهوښیارتیا  کلتوري بې پلوه تله ، د پيداېښتي بڼود هوښيارتيا تله ،  او داسې نورآثار.

 

دیادونې وړ بولم چې  ستوری صاحب دسایکالوجۍ ډاکتر و . دی هغه فلسفي، علمي، ټولنیزپوه ، مفکر،عالم او مسلکي لیکوال و، چې په سایکالوجۍ کې یې په پښتو ژبه یو شمیر رسالې اوبشپړ کتاب چې د (ویره)په نوم یادیږي لیکلې دی .د ده داعلمي، مسلکي، تحقیقي  او ارزښتمنده فعالیتونه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د پښتو ژبې دعلمي کیدو په لوردقدر او ستاینې وړ دي .

ستوري صاحب په بیلا بیلو اخبارونو، ورځپاڼو، مجلو اوانټرنیټي سایتونو کې په مختلفو وختونو کې یو شمیر مقالې لیکلي او دمختلفومرکه کوونکو سره یې مرکې هم کړې دي .په لنډه توګه د ده دمقالې اولیکنې عنوانونه دا دي :

 

ارواښاد کبیر ستوری په (۲۰۰۶)م کال کې د اپریل په څلورمه نیټه په جرمني کې له دې فاني نړې څخه سترګې پټې کړې، او د کونړ ولایت په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درنښت سره چې یوشمېر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانواو دستوري صاحب په زرګونومینه والوهلته اشتراک کړې  وو، خاورو ته وسپارل شو.

له څښتن تعالی څخه ده ته د فردوس جنت غواړم، د ده آثار دې تل تر تله ژوندي او ښیرازه وي .

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/7/16  |
 
 
بالا